د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

د زهرو کاروان

تېره اوونۍ په ۳۴ ولایتونو کې یو نیم ټن نشه يي توکي ترلاسه شوي

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د تېرې اوونۍ په جریان کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یو نیم ټن مخدره مواد کشف او ترلاسه کړي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په ۳۴ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې یو نیم ټن ډول- ډول مخدره مواد کشف او نیولي دي.

کاظمي زیاتوي چې د دې مخدره موادو په اړه یې (۲۲) تنه قاچاق وړونکي هم نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

درې تنه چې غوښتل یې نشه يي توکي بهر قاچاق کړي ونیول شول

درې تنه چې غوښتل یې مخدره مواد په خپلو خېټو کې له هېواده بهر قاچاق کړي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.

له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: دا درې کسان چې له مخدره موادو ډک ۱۲۷ کپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د ډیلي ښار ته قاچاق کړي، له مخدره موادو سره د مبارزې د قضايي او عدلي مرکز د کارکوونکو له لوري ونیول شول.

کابل کې ۷ کسان د الکولي موادو د خرڅلاو په تور نیول شوي

د کابل پولیسو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اووه کسان د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په تور په کابل کې ښار کې نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل: د کابل پولیسو د اختر په درېیو ورځو کې د ښاري ګزمې پرمهال څلور کسان له ۹۸۰ ګرامه ډول ډول مخدره موادو سره د ښار په مختلفو ناحیو کې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۶۵۰ ګرامه چرس،۲۴۰ ګرامه هیروئين،۹۰ ګرامه تریاک او ۲۶ بوتله الکولي مشروبات لاسته راغلي دي.

چارواکي: کابل کې ۴زره لېټره الکولي مشروبات نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت پولیسو تر ۴۰۰۰ زره لېټرو زیات الکولي مشروبات چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل په کابل کې کشف او ونیول.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، قاچاق وړونکو غوښتل دا مشروبات د اختر په ورځو کې کابل ته انتقال کړي چې د پل چرخي په دروازه کې د یاد معینیت د ځواکونو له لوري کشف او ونيول شول.

نوموړي زیاته کړه، د دې پېښې په تړاو یې څلور نفره نيولي چي يو يې پاکستانی دی.

مهدي: کابل کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وايي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې دوه تنه د یونیم کېلو ګرامو هیروئینو د قاچاق په تور نیولي دي.

د یاد معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو دا مواد د کپسول په شکل د خولې له لاري ګېډي ته تېر کړي او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، خو له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول.

له نیول شویو کسانو څخه د لومړنیو څېړنو په پایله کې له دوی سره د نورو جرمي شریکانو ځای په کابل کې معلوم او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو د یادې مافیايي شبکې ۷ تنه نور غړي هم ونیول شول.

مؤحد:۱۳۹۶ کې د مسکراتو او مخدراتو د ۵۱ پېښو په تړاو ۶۸ کسان نیول شوي

له مسکراتو او مخدراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسئولین وايي چې د ۱۳۹۶ کال د جوزا د میاشتې په اوږدو کې یې په ټول افغانستان کې په مجموعي ډول د مسکراتو او مخدراتو د ۵۱ پېښو په تړاو یې ۶۸ کسان نیولي دي.

د یاد مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د عامه خدماتو ۴ تنه کارکوونکي، ۲ ښځې او ۴ تنه د ایران او پاکستان هېوادونو اتباع هم شامل دي.

نوموړی زیاتوي:

"د یوې میاشتې په دې موده کې یې ۳۰ قضیې د ابتدايي محکمې، ۲۰ قضیې له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې د ځانګړې استېناف محکمې او ۱۴ نورې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د عامه د دېوان له لورې فیصله شوي دي."

موحد: تېره اوونۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور ۶ تنه نیول شوي

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د مخدره موادو پر ضد پوليسو او د دې مرکز منسوبينو په تېره يوه اوونۍ کې د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور شپږ تنه نيولي دي.

د دې مرکز وياند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، ياد کسان له «۲۳» کېلو ګرامه هيروئينو «۱۲۳» ګېلو ګرامه تارياکو او «۱۶۰» ليټره الکولي مشروباتو سره په فراه او ننګرهار ولايتونو کې نيول شوي دي.

ښاغلی موحد زياتوي چې د يادو کسانو دوسيې د مخدره موادو پر ضد د عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي چې هلته تر څېړنې لاندې دي.

ابوبکر: ایران ته د۸۰کېلوګرامه هیرؤینو د قاچاق مخه نیول شوې

د نیمروز ولایت پولیس وایي، ایران ته یې د څه باندې ۸۰ کېلوګرامه هیرؤینو د قاچاق مخه نیولې ده.

د دې ولایت امنیه قوماندان خواجه جیلاني ابوبکر رسنیو ته ویلي چې یاد مواد په یوه باروړونکي موتړ کې ځای پرځای شوي وو چې د دې ولایت د پولیسو لخوا ونیول شول.

ښاغلي ابوبکر زياته کړه چې په دې تور خپله موتړ چلوونکی هم نیول شوی اوله ده څخه پوښتنې ګروېږنې رواني دي.

کاظمي: په ننګرهار کې د مخدره موادو یوه لویه خارنه ویجاړه شوې

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معينيت وايي، د دې معينيت پوليسو د هوايي ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د مخدره مواد د تولید یوه ستره کارخانه ويجاړه کړې ده.

د دې معینیت ویاند سید مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې ۲ زره او ۵ سوه کېلوګرامه مورفین او څه باندې ۸ زره کېلوګرامه هغه مواد هم ترلاسه شوي چې د نشه یي موادو په تولید کې کار ترې اخیستل کې ده.

چارواکي: کابل کې د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ۳ تنه نیول شوي

د کابل امنيه قومانداني وايي چې درې تنه‌يې د شل کېلو ګرامه هېروئينو د قاچاق په تور نيولي دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل، دا مواد په يوه لنډکروزر موټر کې له بدخشان ولايت څخه کابل ته راوړل شوي چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۱ نمبر اسمايي قوماندانۍ مربوط د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزې مديريت د پوليسو له‌خوا ونيول شول.

ښاغلي مجاهد زياته کړه چې درېيو واړو قاچاق وړونکو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پوليسو ته‌يې ويلي چي غوښتل‌يې دا نشه‌يي مواد په کابل کې د پرچون په ډول خرڅ کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG