د زهرو کاروان
۲ تنه چې غوښتل یې تاریاک کابل ته قاچاق کړي ونیول شول
له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت پولیسو دوه تنه چې غوښتل یې ۴۰ کیلوګرامه تاریاک کابل ته قاچاق کړي ونیول.
له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د مخدره موادو قاچاق وړونکي له ۴۰ کیلو ګرامه تاریاکو سره په داسې حال کې د کابل د ارغندۍ په دروازه کې نیولي چې غوښتل یې په سراچه موټر کې ځای پرځای کړي مخدره مواد کابل ته انتقال کړي.
د ښاغلي کاظمي په وینا د قاچاق په تور نیول شوي کسان یې له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.
چارواکي: د هرات ۳ ولسوالیو کې د مخدره موادو کښت زيات شوی
د هرات ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د زياتوالي خبر ورکوي.
د هرات ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې رئيس غلام جیلاني دقیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل: د شینډنډ، ادرسکن او کُشک رباط سنګي ولسوالیو کې د ناامنۍ له خپرېدو سره د کوکنارو کښت هم زیات شوی دی.
ښاغلي دقیق زیاته کړه، طالبانو خلکو ته د کوکنارو د کښت په بدل کې مخکې پیسې ورکړي او پر کښت سربېره دا سیمې د مخدره موادو د قاچاق په مرکزونو بدلې شوي دي.
اوس مهال له نیمروز، بادغیس، فراه، بدخشان او هلمند ولایتونو څخه مخدره مواد دې ولسوالیو ته راوړل کېږي او بیا له دې ځایه له هېواده بهر قاچاق کېږي.
خوګیاڼی: په ننګرهار کې ۳۲۵ کېلوګرامه مخدره مواد نیول شوي
د ننګرهار ولايت پولیسو په دې ولایت کې ۳۲۵ کېلوګرامه مخدره مواد نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۳۰۸ ګرامه چرس او ۱۷ کېلو ګرامه تریاک چې په کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او له خوګیاڼو ولسوالې څخه غني خیلو ولسوالې ته په قاچاقي ډول وړل کېدل پولیسو ونيول.
دې زیاتوي چې د دې موادو د قاچاق په تور خپله موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.
موحد: تېره اوونۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور ۸ تنه نیول شوي
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونې کې اته تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې نیول شوي او د عدلي او قضايي ادارې په مرکز کي پوښتني ګروېږنې ترې نه کېږي.
ښاغلی موحد زیاتوي چې له دې قاچاق وړونکو څخه ۱۹ کېلوګرامه هیروئین ۳۴ کېلوګرامه مورفین۱۳۰ کېلوګرامه تریاک او ۱۵۳۴۱ کېلو ګرامه جامد کیمیاوي مواد ترلاسه شوي دي.
په امریکا د مخدره موادو د قاچاق په تور دوه افغانان نیول شوي
دوه تنه افغانان د مخدره موادو د قاچاق په تور په امریکا کې ونیول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې په کابل کې د امریکا سفارت خپره کړې راغلي چې د لاجورد خان او سید علم شاه په نامه دوه تنه افغانان چې غوښتل یې یوه اندازه هیرویین له نیویارک څخه د امریکا یوه بل ایالت ته قاچاق کړي، د پولیسو له خوا ونیول شول.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې قاچاق وړونکو نیول د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاریو ښکارندویي کوي.
غني: د مخدره موادو قاچاقبر او تروریستان د یو بل ملاتړ کوي
ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ايالتونو له حکومت څخه غوښتي چې د مخدره موادو د نړیوالو قاچاق وړونکو او تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه باید هم مهاله پر مخ یووړل شي.
د ارګ له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د امریکا د مخدره مواد پر ضد مبارزې ادارې له مرستیال (ویلیم براون فیلډ) سره په لیدنه کې ویلي، د مخدره مواد قاچاق وړونکي او تروریستي ډلې د یو بل ملاتړ کوي.
همدا راز په اعلامیه کې د ښاغلي فیلډ له قوله لیکل شوي چې واشنګټن د مخدره موادو پر ضد ستراتیژۍ پر جوړولو کار پیل کړی او د افغان حکومت وړاندیزونو ته به هم ځای پکې وړکړل شي.
دانش: د مخدره موادو په وړاندې مبارزه بریالۍ نه ده
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش منلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه بریالۍ نه ده.
ښاغلي دانش چې د یکشنبې په ورځ يې د مخدره موادو پر ضد د ملي پيوستونو د اوونې په مناسبت خبرې کولې وویل چې مخدره مواد په نړۍ کې د افغانستان حیثیت او اعتبار زیانمن کړی دی، د ده په وينا د نشه يي موادو کښت او توليد له کورنيو او بهرنيو مافيايي ډلو سره مستقيمي اړيکې لري او دا کار د دې لامل شوی چې په افغانستان کي تنظيم شويو جرمونو کچه لوړه شي.
همدا ډول سرور دانش ویلي چې مخدره مواد په افغانستان کې د تپل شوي جګړې مالي سرچينه ده او تروريزم یې پیاوړی کړی دی.
نشه يي توکو سره د مبارزې د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له مخدره موادو سره د مبارزې د بسیج اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
د دې مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل: د دې کمپاین هدف دا دی چې خلک د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاقو او استعمال د ضررونو په اړه وپوهېږي.
دا کمپاین د کابل - جلال اباد پر لویه لاره پر تېرېدونکو موټرو باندې د پوسټرونو په لګولو سره پيل او په پام کې ده چې دا لړۍ نورو لویو لارو ته هم وغځېږي.
هرات کې د ۱۵ میليونو ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيول شوي
افغان امنيتي ځواکونو په هرات ولايت کې د پنځلسو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيولي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د هرات پوليسو ټنه کېمياوي مواد چې نيولي چې زر ډبې يې د استيتيک اينهايډرايډ په نوم کېمياوي مايع د دې ولايت د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول.
ښاغلی فرهاد زياتوي چې دا مواد په يوه کانټينر کې ځای پر ځای شوي او جنوبي ولايتونو ته وړل کېدل چې د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ د نشه يي موادو سره د مبارزې مديريت مسؤلينو ونيول او ورسره موټر چلوونکی هم د قاچاقو په تور نيول شوی دی.
دا کېمياوي موادو چې د هېروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده، ۱۵ میليونه امريکايي ډالره ارزښت لري.
کندهار پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي کسان له ښاره ټول کړل
د کندهار ولایت پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي کسان له ښاره را ټول او درملنې مرکز ته انتقال کړل.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دُراني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د کندهار ښار د شهیدانو چوک دوکاندارانوپر له پسې شکایتونه د دې لامل شول چې موږ د سې شنبې په ورځ ۲۷ تنه په نشه روږدي کسان چې د اوسېدو ځای د نشتوالي په پلمه په دې ځای کې اوسېدل او هلته يې مخدره مواد استعمالول، را ټول او ډنډ ولسوالۍ د مخدره موادو د درملنې مرکز ته انتقال شول.
ضیاء دُراني زیاته کړه: د معتادینو له ټولولو سره یوځای يې د مخدره موادو ځینې واړه پلورونکي هم نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
په یو بل اقدام کې د کندهار ولایت پولیسو ۳۴ کیلوګرامه مخدره مواد په یوه موټر کې ونیول.
د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دُراني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ۳۴ کیلوګرامه هیروئین چې له میدان وردګو ولایت څخه په يوه بار وړونکيموټر کې نیمروز ولایت ته انتقالېدل، پولیسو د کندهار ښار په ۱۴ حوزه کې نيولي دي.