د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

د زهرو کاروان

مهدي: په کابل کې د قاچاق وړونکو یوه ۵کسیزه ډله نیول شوې

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز منسوبینو له پولیسو سره په همکارۍ په کابل کې د قاچاق وړونکو یوه ډله نیولې چې غوښتل یې د هوا له لارې مخدره مواد قاچاق کړي.

د نشه يي مواد پر ضد د مبارزې معنیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، لومړی د دغې پنځه کسیزې ډلې يو غړی د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو او تر څېړنو وروسته د دې ډلې د مشر په ګډون څلور تنه نور یې هم ونیول شول.

جوزجان کې پوليسو نېږدې يو ټُن تارياک کشف او ضبط کړل

په جوزجان ولايت کې د پوليسو له‎خوا نېږدې يو ټُن تارياک کشف او ضبط کړاى شول.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري ازادي راډيو ته وويل ځيني کسان د دغو تارياکو د لېږد په تور هم نيول شوي دي.

ښاغلی غفوري زیاتوي:

"شااوخوا يو ټُن تارياک چې قاچاق کېدل د جوزجان د پوليسو له‎خوا کشف او ضبط کړاى شول. هغه کسان هم نيول شوي او تحقيقات ورڅخه کېږي چې دغه تارياک‌يې قاچاق کول. "

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د کشف امر نعمت‌الله کهزاد ازادي راډيو ته ويلي چې د تارياکو د قاچاق په تور درې کسان نيول شوي دي.

ده ويلي، دغه تارياک د جوزجان د مرکز شبرغان له شکرک کلي څخه د قاچاق لپاره په يوه سراچه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د حامد کرزي هوايي ډګر کې ۲ تنه د قاچاق په تور نیول شوي

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه دوبی او هندوستان ته د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: یو تن چې غوښتل یې تقریباً دوه کیلوګرامه شیشه نومې نشه‎يي مواد د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دوبی ته قاچاق کړي د پولیسو له‎خوا نیول شوي دي.

په ورته پېښه کې یو بل تن چې ۲۰ دانې کېپسولونه یې د خولې له لارې خېټې ته تېرکړي او غوښتل يې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.

دا دوه کسان د نورو پلټنو لپاره له نشه‎یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

د نیمروز ولایت پولیسو په زرګونو لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي

د نیمروز ولایت پولیسو په زرګونو لېټره کېمیاوي مواد چې د قاچاق په ډول افغانستان ته راوړل کېدل نیولي دي.

د نیمروز امنیه قوماندان غلام جیلاني ابوبکر د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د دې ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۴۸۰۰ لېټره د اسټیک انهایډرایډ په نوم کېمیاوي مواد چې د ابرېشم پل له سرحده د دوو کانټینرونو په واسطه دې ولایت ته قاچاق شوي وو، د دوشنبې په ورځ نیولي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندان په وینا په پام کې وه چې دا کېمیاوي مواد د نشه‎يي موادو د تولید لپاره په نیمروز ولایت کې د هیروئينو فابرېکو ته انتقال شي، خو تردې دمه یې د قاچاق په تور څوک نه‎دي نیول شوي.

د سمنګان پولیسو لسګونه کیلوګرامه چرس نیولي

د سمنګان پولیسو لسګونه کیلوګرامه چرس مزارشریف ته د قاچاق پر مهال نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ۸۳ کیلو ګرامه چرس چې په یوه ټوربو موټر کې ځای پرځای شوي او مزار شریف ته قاچاق کېدل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ایبک ښار د اق مزار په دروازه کې نیولي دي.

د دې موادو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي چي خپل جرمونه یې منلي دي.

چارواکي: په هلمند کې د مخدره موادو یوه کارخانه ویجاړه شوې

افغان ګډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۸ ملیونو ډالرو په ارزښت نشه یي مواد او د نشه یي موادو د تولید يوه کارخانه ويجاړه کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې په هلمند کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له لورې خپره شوې راغلي، دغه عملیات د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو له لوري د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ترسره شول چې په نتيجه کې یې د مخدره موادو یوه کارخانه ويجاړه شوې او پر ډېرو نشه يي موادو سربیره یو اندازه وسلې هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.

موحد: په سرطان میاشت کې د مخدره موادو د قاچاق۳۵ قضیې بشپړه شوي

د نشه یې موادو پر ضد د مبارزې ځانګړي څارنوالۍ د سرطان میاشتې په اوږدو کې د مخدره موادو د قاچاق ۳۵ قضیې بشپړې کړې او د نورو څېړنو لپاره یې عمومي څارنوالۍ ته استولي دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغو قضیو په تور د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۷ تنه نیول شوي دي.

ښاغلی موحد وايي، عمومي څارنوالۍ د سرطان په میاشت کې ۷۳ نورې قضیې هم اړوندو محکمو ته استولي دي.

بهاوي: په کابل کې د هیروینو د قاچاق په تور ۹ تنه ونیول شول

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۹ تنه د هیروینو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د هوايي ډګر د نشه یي توګو پر ضد د مبارزې مدیر نظام الدین بهاوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغو ۹ تنو چې۷۹۰ ګرامه هیروین یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د حامد کرزي هوايي ډګر له لاري یې د هندوستان ډهلي ښار ته قاچاق کړي ونیول شول.

ښاغلی بهاوي وايي چې په نیول شویو کسانو کې د عامه خدماتو یو کارکوونکی هم شامل دی.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په لوګر کې پروژې پرانیستې

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په لوګر ولایت کې یو شمېر پروژې پرانیستې.

د دغه وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د نشه یي موادو پر ضد د مبارزی د ملي پیوستون اوونۍ په مناسبت د لوګر په محمد اغې او چرخ ولسوالیو کې بزرګو ته د زعفرانو ۳۸۰۰ بوزغلي وروېشلې دي.

ښاغلی دانشیار وايي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د لوګر ولایت د کرنې ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۲۳ کشمش خانو او اوبو د ذخیره کولو ۱۵ حوضونو جوړولو کار هم پیل کړی دی.

د کابل هوايي ډګر کې ۶ تنه د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شول

د کابل په هوايي ډګر کې شپږ تنه هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کابل نړیوال هوايي ډګر له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو قوماندان نظام الدین بهاوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، يوه ډله قاچاق وړونکي چې درې کسان وو د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې دوه زره او ۱۴۳ کیلوګرامه هیروئین په ګېډو کې ځای پرځای کړي او هندوستان ته يې قاچاق کړي.

د بهاوي په وینا دوهمه ډله چې درې کسان وو او د دوشنبې په ورځ یې د ۲۵۷۱ ګرامه هیروئین د خولې له لارې ګېډې ته تېر کړي وو، غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي، په کابل هوايي ډګر کې ونیول شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG