د زهرو کاروان
دانشیار: له هوايي ډګرونو د قاچاق هڅې زیاتې شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له هېواد څخه بهر د نشه يي موادو د قاچاق د زیاتوالي خبر ورکوي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، د هېواد په سرحدي پولو کې د نشه يي موادو د کنټرول په خاطر د ځانګړو ځواکونو زیاتوالی قاچاق وړونکي دې ته اړ کړي چې د قاچاقو لارو چارو ته تغییر ورکړي او له هېواد څخه بهر د قاچاق په خاطر له هوايي ډګرونو څخه کار واخلي.
د ښاغلي دانشیار په وینا په دې اوونۍ کې يې دوه قاچاق وړونکي د دووو کېلو نشه يي موادو سره نيولي چې غوښتل یې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې یې د هندوستان هېواد ته قاچاق کړي:
"له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل په هوايي ډګر کې دوه قاچاق وړونکي نیولي دي او زیاتې نیونې هم د کابل په هوايي ډګر کې لرو، ځکه چې د هېواد د نورو هوايي ډګرونو په پرتله د نشه يي موادو قاچاق د کابل له هوايي ډګر څخه کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو پر اساس د روان کال د اسد په میاشت کې۶۰ قضيي د یوه ایراني تبعه په ګډون ۶۹ مشکوکو کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.
مؤحِد: د کابل هوايي ډګر کې ۳۳ تنه د قاچاق په تور نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو د اسد میاشتې په بهير کې د کابل په هوايي ډګر کې ۳۳ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د دې ادارې ویاند خالد مؤحِد ازادي راډیو ته وویل: د دې قضیو لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي او د لازیاتو څېړنو لپاره له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې اختصاصي څارنوالي ته لېږل شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو او کشفي ارګانونو تر دې مخکې هم د نشهيي موادو د قاچاق په تور ۲۸ تنه د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیولي وو.
د کابل په شمالي دروازه کې ۲۰ کیلو تاریاک نیول شوي دي
د کورنیو چارو له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت وايي، د دې معینیت کارکوونکو د کابل په شمالي دروازه کې ۲۰ کیلو تاریاک په داسې حال کې نیولي چې د شیدو په قوطیو کې ځای پرځای شوي وو.
د دې معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، دا تاریاک په مسلکي توګه د شیدو په قوطیو کې ځای پر ځای شوي وو چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل په شمالي دروازه کې ونیول.
دی وايي چې دوه کسان یې د دې پېښې په تړاو نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو تردې وړاندې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې په څو ولایتونو او لویو لارو کې ۱۶۵۰ کیلو نشهيي مواد او ۹۰ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.
مؤحد: زمري میاشت کې د نشهيي موادو د قاچاق ۶۰ قضيي ثبت شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د اسد میاشتې په بهير کې دې مرکز ته د نشهيي موادو د قاچاق ۶۰ قضيي له ۶۹ مشکوکو کسانو سره یو ځای رسېدلي دي.
د دې ادارې ویاند خالد مؤحِد ازادي راډیو ته وویل، د دې ټولو قضیو لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې اختصاصي عمومي څارنوالۍ ته لېږل شوي دي:
"د اسد میاشتې په جریان کې له ټول هېواده په مجموعي توګه ۶۰ قضیې د یوه ایراني تبعه په ګډون ۶۹ مشکوک کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي او دې ټولو قضیو ته رسیدګي شوې ده."
همدا راز دی وايي چې د دې میاشتې په بهير کې يې له نشهيي موادو سره د مبارزې د اختصاصي عمومي څارنوالۍ ۱۰۱ قضیې اړوندو محکمو ته سپارلي چې ابتدائیه محکمې ۵۳ قضیې له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې د استیناف اختصاصي محکمې ۲۶ قضیې او د سترې محکمې د امنیت عامه دېوان د ۲۱ قضیو په اړه پرېکړې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې کابل ولایت د ۲۶، کندهار ولایت د ۱۲او د هلمند ولایت د ۵ قضیو په لرلو سره د قضيو د فهرست په سر کې راځي.
چارواکي: سمګان کې ۲۲۸ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي
د سمنګان ولایت پولیسو ۲۲۸ کېلو ګرامه نشه يي مواد د قاچاق پر مهال ونیول.
په هغه خبر پاڼه کې چې د سمنګان ولایت له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، په کې راغلي چې په نیول شویو نشه يي موادو کې ۱۳۲ کېلو ګرامه چرس او ۹۶ کېلو ګرامه يې تریاک دي.
دا نشه يي مواد په لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي او په تور يې دوه تنه نيول شوي چې په خپله يې منلې چې دا مواد يې د سمنګان ګاونډيو ولایتونو ته انتقالول.
مسؤلین: د مخدره موادو ۱۷ قاچاق وړونکي عدلي قضایي مرکز ته سپارل شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه نیول شوي قاچاق کوونکي د عدلي څېړنو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شول.
له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي چې په دوی کې ۱۰ کسان يې هغه مهال ونیول شول چې نشه يي مواد یې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه قاچاق کول.
ښاغلي موحِد زیاته کړه:
"کومې پېښې چې راغلې، ډېری یې د مختلفو ولایتونو څخه دي، کوم کسان چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې نیولي، هغه خلک وو چې غوښتل یې نشه مواد په ماهرانه ډول د خپلو خېټو له لارې ډهلي ته انتقال کړي، په دې ۱۰ پېښو کې د نیول شويو تورنو کسانو دوسیې تر ډېره حده څېړل شوې دي."
د یادونې وړ ده چې په تېره یوه میاشت کې د ۳۵ پېښو په تړاو ۳۷ کسان د عدلي او قضايي څېړنې لپاره له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنې لپاره سپارل شوي او د دوسیو څېړل يې دوام لري.
کاظمي: پولیسو ۹۰ تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیولي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۶ ورځو کې ۹۰ تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیولي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې د هېواد په مختلفو ولایتونو او لویو لارو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶۵۰ کېلو ګرامه نشه يي مواد او ۹۰ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.
ښاغلي کاظمي وویل:
"په دې اوونۍ کې مو ۱۶۵۰ کېلو ګرامه مختلف نشه يي مواد نیولي او په دې تړاو مو نېږدې ۹۰ تنه قاچاق کوونکي نیولي چې له ۳۰ څخه تر ۳۵ کسان یې یوازې په کابل کې نیول شوي او دا هغه کسان ول چې نشه يي مواد یې د معتادینو د راټولېدو په مرکزونو کې خرڅول."
د ايران پارلمان ځينو مشخصو قضيو لپاره د مرګ سزا پاى ته ورسوله
د ايران پارلمان د مخدره موادو اړوندو ځينو مشخصو قضيو لپاره د مرګ سزا پاى ته ورسوله.
دا پرمختګ دېته زمينه برابروي چې پر زرګونو کسانو د اعدام سزا عملي نه شي.
د مخدره موادو د قاچاق په اړه په قوانينو کې دغه تعديلات چې له يوې مياشتې راهيسې ورباندې بحثونه روان وو، پرون تصويب شول.
د پارلمان د ويبسايټ او د ايسنا خبري اژانس په حواله، اوس دغه تعديلات بايد د پارلمان د نګهبان شورا او د ولسمشر له لوري تصويب شي.
په نوي قانون کې يوازې د مخدره موادو اړوندو اختطافونو، د وسلو کارو-باريانو او هغو کسانو ته چې تر ٥٠ کيلوګرامو د ډېرو تارياکو يا هم دوه کيلوګرامه هيروئينو په قاچاق محکوم شوي وي، د مرګ سزا په کې پام کې نيول شوې ده.
تردې وړو سرغړونو تهتر ٣٠ کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.
غفوري: د جوزجان پولیسو یو ټن تاریاک نیولي
د جوزجان ولایت د امینه قوماندانۍ پولیسو یو ټن تاریاک ونيول.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي توکو قاچاق وړونکو نیول شوي تاریاک په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې له شبرغان ښار څخه يې نورو سیمو ته انتقال کړي چې د خواجه دو کوه ولسوالۍ د تلاکن په سیمه کې پولیسو ونيول.
دی زیاتوي چې د دې قضیې په تور درې تنه نیول شوي دي.
د حامد کرزي هوايي میدان پولیسو د مخدره موادو یو قاچاق وړونکی نیولی
د حامد کرزي هوايي ډګر پولیسو د نشه يي توکو یو قاچاق وړونکی ونیو چې ډېره اندازه مخدره مواد یې په خپل ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دغه کس څه کم دوه کېلوګرامه هیرویین په ګېډه کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یي چې هندوستان ته یې انتقال کړي.
ښاغلي موحد زیاته کړه، دا لومړی ځل دي چې دومره اندازه نشه يي مواد د یوه انسان په ګېډه کې ځای پر ځای شوي وو.