د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د زهرو کاروان

پکتیا کې له يوه کوره تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

ارشیف، په یوه کور کې نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، په یوه کور کې نیول شوي نشه‌یي مواد

د پکتیا ولایت د استوګنې په يوه کور کې تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمد ازادي راډيو ته وویل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حمل مياشتې پر ۱۷مه نېټه د استوګنې پر يوه کور عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ۹۳ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

د دې نشه‌يي موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه‌دي نيول شوي.

تخار کې پولیسو ۱۰۷ بوتله شراب نیولي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په تخار ولايت کې تر سلو بوتلو ډېر شراب ونيول شول.

د تخار ولايت امنيه قوماندان اکرام الدین سريع ازادي راډيو ته وويل چې ۱۰۷ بوتله شراب چې خواجه بهاالدین ولسوالۍ ته قاچاق شوي او په پام کې وه له هغه ځايه رُستاق ولسوالۍ ته يووړل شي، پولیسو ونيول.

د دې نشه يي موادو په تور دوه تنه نيول شوي او موټر يې هم ضبط شوی دی.

ننګرهار کې د نشه يي توکو يوه فابريکه ويجاړه شوه

ننګرهار کې د نشه يي توکو کارخونه
ننګرهار کې د نشه يي توکو کارخونه

په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو يوه فابريکه ويجاړه شوه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د وري میاشتې پر ۱۱مه نېټه د هوايي ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د هيروئینو يوه کارخونه تخريب شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل چې له دې کارخونې ۲۵۷۵ کيلو ګرامه تارياک، ۲۴۰ لېټره مورفين، سل کيلو ګرامه کېمياوي مواد او نور هغه وسايل تر لاسه شول چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده.

دا نشه يي او کېمياوي مواد تر نيولو وروسته همالته وسوځول شول، خو د دې کارخونې د ملکيت په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.

پکتیا چارواکي: څمکنیو کې د وسلو ډېپو له منځه ولاړه چرس هم ونیول شول

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د وسلو د یوې ډېپو د له منځه وړلو سربېره چرس هم نیول شوي.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د وسلو د یوې ډېپو د له منځه وړلو سربېره چرس هم نیول شوي.

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د وسلو د یوې ډېپو د له منځه وړلو سربېره هغه چرس هم نیولي چې وسله والو طالبانو غوښتل له کرښې یې هغې غاړې ته د پلور لپاره واړوي او په پیسو یې وسلې راونیسي.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰۵ کیلوګرامه دغه چرس یې د پنجشبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د دې ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې له یوه موټر سره یو ځای نیولي او په تړاو یې دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

امیري زیاتوي، د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو د وسلو یو ستره ډیپو هم له منځه وړې چې په کې د ځانمرګو بریدګرو پنځه سوه واسکټونه، د هاوان سل مرمۍ، د راکټ ۸۰ مرمۍ، ۳۲ مرمۍ سکربیست ۸۵ ملي متري توپ د دې توپ شپږ مرمۍ، زیکویک او ګڼې نورې درنې او سپکې وسلې له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول

ارشیف، د افغان پولیسو له لوري نیول شوي چرس
ارشیف، د افغان پولیسو له لوري نیول شوي چرس

د ننګرهار پولیسو نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه چرس ونيول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، په لومړيو عملياتو کې چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غني‌خېلو ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې ۱۷۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

دوهم عمليات په جلال‌اباد ښار کې وشول چې په نتيجه کې يې ۱۹ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

په پام کې وه چې دا چرس د پرچون په بڼه پر معتادينو باندې وپلورل شي.

د لومړيو عملياتو په تړاو يو قاچاق کوونکی هم نيول شوی، خو د دوهمې قضيې په تور تر اوسه څوک نه‌دي نيول شوي.

خوست کې سلګونه لیټره ايتانول تېراب ونيول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو د جوړولو لپاره نیول شوي تېزاب
ارشیف، د نشه‌یي موادو د جوړولو لپاره نیول شوي تېزاب

په خوست ولايت کې تر ۲۰۰ لیټره ډېر ايتانول تېراب ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۸۵ لیټره ايتانول تېزاب چې له بهر څخه خوست ته د نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره قاچاق شوي و، د خوست ولايت په مرکز سبزي منډيي سيمه کې د پولیسو د عملياتو په نتيجه کې ونيول شول.

تورن کس تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته خپل جرم منلی او ويلي يې دي چې دا تېزاب‌يې د نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره خوست ولايت ته قاچاق کړي و.

له بدخشانه تخار ته د هيروئينو د قاچاق مخنیوی وشو

ارشیف، یوه اندازه نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، یوه اندازه نیول شوي نشه‌یي مواد

له بدخشان څخه تخار ولايت ته د هيروئينو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

۱۹ کيلو ګرامه هیروئين چې د بدخشان له کِشم ولسوالۍ څخه په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه تخار ولايت ته قاچاق کړل شي، د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه‌يي موادو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

ارزګان کې د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، افغانستان کې نیول شوي نشه‌یي مواد

د ارزګان پولیسو د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيوله.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د حمل مياشتې پر څلورمه نېټه د ترينکوټ ښار په منار چوک کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱،۳۱۶ کيلوګرامه بنګ له يوه موټر څخه ترلاسه کړل او موټر چلوونکی يې هم ونيو.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په پام کې وه چې دا بنګ ترينکوټ ښار ته قاچاق او بيا پر بزګرو باندې وپلورل شي.

ننګرهار کې ۸۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد او زرګونه 'ټابليټ کا' نشه يي ګولۍ ونيول شوې.

د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حوت د میاشتې په ۲۷مه نېټه په خوګياڼو ولسوالۍ کې ترسره کړل، په نتيجه کې يې په يوه کور کې ۴۷ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول.

دوهم عمليات چې په مومنددره کې وشول، په نتيجه کې يې ۸۱۰۰ ټابلیټ کا ګولۍ ونيول شوې او د درېيمو عملياتو په نتيجه کې له يوه موټره ۱۷ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شول.

د دې قضیو په تړاو درې تنه هم نيول شوي دي.

هند ته د هیروئينو د قاچاق پرمهال درې تنه ونیول شول

ارشیف
ارشیف

درې تنه قاچاق کوونکي هند ته د هیروئينو د قاچاقو پر مهال ونيول شول.

درې قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د تلاشۍ پرمهال ونيول شول.

دې قاچاق کوونکو درې کیلوګرامه هیروئين د ګولیو په بڼه په خپلو ګیډو کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هند ته يې قاچاق کړي.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیس وايي چې نيول شوي قاچاق کوونکي تر لومړيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG