د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۱

د زهرو کاروان

سیمه ییز چارواک: نیمروز کې ۵ ټنه نشه يي مواد سوځول شوي

د نیمروز سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې ۵ ټنه نشه يي مواد سوځولي دي.

د نیمروز والي انجنېر عبدالسمیع ازادي راډیو ته وویل، دا مواد د ۵۰ بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو نیولي او تر قانوني پړاوونو وروسته یې سوځولي دي.

د نیمروز د والي په وینا، امنیتي ځواکونه هیچا ته په دې ولایت کې د نشه يي موادو د خرڅولو او اخېستلو اجازه نه ورکوي.

نیمروز د افغانستان له سرحدي ولایتونو څخه دی چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري او کله نا کله د نشه يي موادو د قاچاق پېښې پکې کېږي.

کاظمي: په ۱۵ ولایتونو کې ۶۷ قاچاق وړونکي نیول شوي دي

په تېره څه کم یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې ۶۷ قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو تر یوې اوونۍ په کمه موده کې د ۶۶ عملیاتو په ترڅ کې چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره شوي دي، دوه ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد او ۶۷ قاچاق وړونکي نیولي دي:

"په ۶۷ نیول شویو قاچاق وړونکو کې ۲۲ تنه یې یوازې په کابل کې نیول شوي دي، ځکه موږ له کابل ښار څخه د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو او پرچون خرڅوونکو پاکوالي ته لومړیتوب ورکړی دی چې له نېکه مرغه په دې اوونۍ کې ټاکل شوی هدف تر لاسه شوی دی، په مجموع کې مو د دې اوونۍ په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو تر څنګ دوه ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد هم نیولي دي."

ښاغلی کاظمي وايي، په راتلونکې اوونۍ کې به په کابل ښار کې له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو له خوا د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو او پرچون خرڅوونکو د نیولو عملیات په همدې ډول دوام وکړي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت دوه مهم کنفرانسونه جوړوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د دوو مهمو سیمه ییزو کنفرانسونو د جوړولو خبر ورکوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، لومړی کنفرانس به د سیمه ییزو هېوادونو د کارپوهانو په ګډون له نشه يي موادو سره د مبارزې د طرحې د وروستي کولو په خاطر په دې نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړ شي، چې هدف به یې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او سیمه ییزو هېوادونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د نشه يي موادو د قاچاق مخنیوی وي.

ښاغلی دانشیار وايي، پاکستان چې د نشه يي موادو د قاچاق تر ټولو لویه لاره ده، تر دې مهاله یې په دې کنفرانس کې ګډون نه دی تائید شوی:

"په دې کنفرانس کې د پاکستان وجود موږ ته ستر اهمیت لري، ځکه چې د افغانستان په سلو کې تر څلوېښت ډېر نشه يي مواد د پاکستان له لارې قاچاق کېږي، همداراز د هغه هوکړه لیک له مخې چې موږ له سیمه ییزو هېوادونو سره په پنځه ګونو غونډو کې درلود، په هغه کې زموږ تر ټولو لږ همکار پاکستان دی."

همداراز به دویم کنفرانس تر راتلونکو څو اوونیو پورې د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شي چې افغان بزګرانو ته به د بدیل کښت وړاندې کولو او زراعت د ملاتړ په برخه کې به بحث پکې وشي.

خوګیاڼی: په ننګرها کې په تېرو ۶ میاشتو کې۵۰قاچاق وړونکي نیول شوي

د ننګرهار ولایت پولیسو د روان شمسي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې د ځانګړو عملیاتو او تلاشۍ د پوستو جوړولو په نتیجه کې په ولسوالیو او جلال اباد ښار کې د نشه يي موادو د قاچاق ۹۱ پېښو مخه نيولې ده.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې په دې موده کې ۸۰۰ زره کیلو ګرامه نشه يي مواد چې ډېری یې تریاک دي، له نږدې۵۰ تنو قاچاق وړونکو سره نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.

نظام: په بغلان کې د کوکنارو کښت څو برابره زیات شوی

د بغلان ولایت چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله څو برابره ډېر شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې مدیر نظام الدین نظام ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۲۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي، خو سږکال نېږدې اته نیم سوه هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي:

"له بده مرغه سږکال په ۸۴۹ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې د ملګرو ملتونو د اړوند ادارې د سروې له مخې دغه کوکنار د بغلان په پنځو ولسوالیو کې کرل شوي دي. موږ پلان درلود چې دغه کښتونه له منځه یوسو، خو زموږ امنیتي ځواکونو په جګړو بوخت شول او له بده مرغه د کوکنارو کښت ډیر شو."

د بغلان چارواکي وایي، له کابل څخه یې د ددغې ستونزې د هواري لپاره د مرستي غوښتنه کړې.

دغه چارواکي وایي، تر ډېره کوکنار د بغلان په هغو سیمو کې کرل شوي چې د حکومت په کنټرول کې نه دي.

موحد: تېره اوونۍ بېلابېلو ولایتونو کې ۸ قاچاق کوونکي نیول شوي

په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون د نشه‎يي توکو اته قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ياد کسان په کابل، نيمروز، ننګرهار او تخار ولايتونو کې د نشه‎يي توکو د لېږد پر مهال نيولي شوي دي.

دی وايي:

"له دغو نیول شوېو کسانو څخه په ټوليز ډول څه باندې ١٧کيلوګرامه هيروين، ١٦ کيلوګرامه تارياک، ١٠٨ لېتره الکولي مشروبات، نهه سیټه موبایلونه او دوه موټرونه ترلاسه شوي دي."

همدا ډول ښاغلي مؤحد زیاته کړه چې له يوې نیول شوي ښځې څخه هم ٣٧٢ ګرامه هيروئين ترلاسه شوي چې غوښتل یې د کابل هوايي ډګر له لارې یې د هندوستان ډيلي ښار ته قاچاق کړي.

د لوګر د والي ویاند: التمور کې ۱۲۶۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوي

د ملي اردو ځواکونو د لوګر ولایت مرکز ته څېرمه د التمور سیمه کې ۱۲۶۰ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي چرس پر اوښانو بار شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې له لوګر ولایت څخه یې ګاونډیو ولایتونو ته ولېږدوي.

دی وايي:

"په لوګر ولایت کې د ملي اردو د ځواکونو له لوري د التمور په سیمه کې ۱۲۶۰کیلو ګرامه نشه‎يي توکي نیول شوي چې قاچاق کوونکو له ننګرهار ولایت څخه راوړي وو او غوښتل یې چې د لوګر نورو ګاونډیو ولایتونو ته یې قاچاق کړي."

د دې نشه‎یي توکو د لېږد په تور تردې دمه څوک نه‎دي نیول شوي.

تېره میاشت هم د څرخ ولسوالۍ اړوند په ډبره سیمه کې؛ د ملي امنیت منسوبینو له لوري سلګونه کیلو ګرامه تاریاک نیول شوي وو.

عظیمي: د بدیل معیشت کنفرانس د نورو هغو سره توپیر لري

د افغانستان د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د بدیل معیشت کنفرانس جوړولو لپاره چمتوالی نیسي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موضوع د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایم, پر ضد د مبارزې سازمان له استازي جرمي ملسون سره په لیدنه کې یاده کړې ده.

په دې ليدنه کې اغلي عظیمي ویلي چې دا کنفرانس به له نورو کنفرانسونو او غونډو سره توپير ولري او هڅه به په‎کې وکړو چې د بدیل معیشت په برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو څخه ګټه واخېستل شي.

یوسف: په کابل کې۲۰۰ معتادين تر درملنې وروسته رخصت شول

په کابل کې د معتادینو له زر بستریز روغتون څخه ۲۰۰ معتادين تر درملنې وروسته رخصت شول.

د عامي روغتیا وزارت د نشه يي موادو د استعمال کمولو يا کاهش تقاضا رئیس شاهپور یوسف وايي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، دا ۲۰۰ تنه په مختلفو نشو روږدي و چې تر درې میاشتينۍ درملنې وروسته د چهارشنبې په ورځ روغ رمټ رخصت شول.

د ښاغلي یوسف په وینا، یو شمېر په نشه روږدي کسان د کسب زده کولو په خاطر د امید په نوم مرکز ته معرفي شول، تر څو د زده کړې تر بشپړېدو وروسته کار وکړي.

کاظمي: د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۰تنه نیول شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۷۰ تنه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې دا ۷۰ تنه له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر سره شوي دي.

ښاغلی کاظمي وايي، څنګه چې د کال روان موسم د نشه يي موادو د تولید وخت دی، نو ځکه د دوی د ځواکونو ټول پام د پوډرو کارخانو ورانولو او هغو قاچاق وړونکو نیولو ته اړولی چې توليد شوي نشه يي مواد رانيسي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې اوونۍ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نشه يي موادو په تور۷۰ کسان او نږدې دوه ټنه نشه يي مواد نیولي دي، موږ اوس د نشه يي موادو د تولید په موسم کې یو چې په دې وخت کې د قاچاق کچه ټیټېږي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG