د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

د زهرو کاروان

مشرقیوال: په ننګرهار کې ۱۳کېلو ګرامه تاریاک نیول شوي

د ننګرهار پولیسو د دې ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې ۱۳کېلو ګرامه تاریاک نیولي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه نشه يي مواد په یوه سراچه مو ټرکې ځای پر ځای شوي وو چې د تلاشۍ پر مهال د دوی د پولیسو له لوري کشف شو:

"د ننګرهار پولیسو د سرخ رود ولسوالۍ اړوند د د رونټې په سیمه کې په یوه کرولا موتړ کې ۱۳ کېلوګرامه تاریاک نیولي او په تور یې یو تن هم نیول شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونې د ننګرهار پولیسو ۱۳ ټنه هغه نشه يي مواد وسوځول چې د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴کلونو په بهير کې يي نیولي وو.

په پنجشیر کې د مخدره موادو د قاچاق او پلور په تور ۱۸تنه نیول شوي

د پنجشیر ولایت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مديریت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ولایت پولیسو د نشه يي موادو ۱۸قاچاق کوونکي او پلورونکي نیولي دي.

د دې ولایت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر عاصم ګلستان د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د نشه يي توکو ۱۸قاچاق کوونکي او پلورونکي مو له ۱۲کېلو ګرامه هیرویینو او ۷۸ کېلوګرامه چرسو سره نیولي او دوسیې یې رسماً اړوندو ادارو ته استول شوي دي."

په هلمند کې د نشه يي موادو پر ضد مبارزې ګډ پلاوی ټاکل کېږي

په هلمند ولایت کې د نشه يي موادو پر ضد د جدي مبارزې لپاره د پوليسو، ملي امنيت او څارنوالۍ ګډ پلاوی ټاکل کېږي.

د هلمند والي حيات الله حيات په مشرۍ له نشه يي موادو سره مبارزې کمېسيون په ناسته کې پرېکړه وشوه چې دغه هيئت به په لښکرګاه ښار کې د هيروينو، چرسو او نورو نشه يي موادو د کارخانې او مرکزونه تثبيت او له کاروباريانو سره به يې قانوني چلند وکړي.

هلمند د افغانستان یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې د کوکنارو کښت او توليد کچه لوړه ده.

همت: په کونړ کې ۲۵ کېلوګرامه اپیوم نیول شوي

په کونړ کې پولیسو ۲۵ کېلوګرامه اپیوم ونیول.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ یې له یو کورا ډوله موټر څخه ۲۵ کېلو ګرامه اپیوم ترلاسه کړي دي.

هغه وایي، موټر چلوونکي غوښتل چې له شیګل ولسوالۍ څخه يې دانګام ولسوالۍ ته انتقال کړي خو پولیسو موټر چلوونکی د موادو سره یوځای نیولی دی.

د کابل۶مې حوزې سیمه کې د الکولي مشروباتو کارخانه ويجاړه شوې

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښارد شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه ويجاړه کړې ده.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار د شپږمې حوزې په سیمه کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه ويجاړه او له دې کارخانې څخه یې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د الکولو لپاره چمتو شوي کشمش او نېږدې ۳۰۰ لېټره الکولي مشروبات نیولي دي.

د دې پېښې په تړاو یو تورن کس نیول شوی او کارخانې د اصلي خاوند د نیولو هڅې دوام لري.

د پکتیا د پولیسو او د نشه‌يي موادو قاچاقچیانو ترمنځ نښته شوې

د پکتیا ولایت د پولیسو او د نشه‌يي موادو د قاچاق وړونکو تر منځ وسله‌واله نښته شوې چې ۲ تنه قاچاق وړونکي مړه او یو یې ټپي شوی دی.

د پکتیا ولایت د امنیت آمر نثار احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته ویلي چې دې قاچاق وړونکو غوښتل زر کیلو ګرامه چرس قاچاق کړي چې د تېره ګردېز په سیمه کې د پولیسو او قاچاق وړونکو تر منځ نښته وشوه چې په نتیجه کې یې دوه قاچاق وړونکي مړه او یو تن یې له زرو کیلو ګرامو چرسو او دوه میله وسلو سره نیول شوی دی.

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، په دې نښته کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

ننګرهار کې پولیسو ۱۳ ټنه نشه‌يي مواد وسوځول

د ننګرهار ولایت پولیسو ۱۳ ټنه نشه‌يي مواد وسوځول.

د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي رسنیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د نورو امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو په بهير کې نیولي وو.

دی وايي:

"کوم نشه‌يي مواد چې موږ نن وسوځول، په مجموع کې ۱۳ ټنه وو چې په تړاو یې ۳۳۶ تنه قاچاق وړونکي هم نیول شوي او قانون ته سپارل شوي دي. د دې تورنو کسانو په منځ کې لوی او واړه قاچاق وړونکي هم شته چې زموږ ځوانان یې په نشو اخته کول."

د یادونې وړه ده چې د ننګرهار پولیسو د تېر یوه کال په جریان کې ۱۶ ټنه نشه‌يي مواد نیولي او د امنیې قوماندانۍ په وینا تر قانوني پړاوونو وروسته به وسوځول شي.

یوناما: د ۳ میاشتو په بهیر کې ۴۸ ټنه نشه‌يي مواد نیول شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي چې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د درېیو میاشتو په بهير کې ۴۸ ټنه نشه‌يي مواد نیولي دي.

د افغانستان په اړه د یوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې دا نیول شوي مواد د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جون میاشتې له لومړۍ بیا د اګسټ تر ۲۶ نېټې پورې، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو له خوا په ۶۲۹ بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

دغه ډول د یوناما په راپور کې راغلي چې د دې پېښو په تړاو ۷۰۸ تنه قاچاق وړونکي هم نیولي شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د یوناما ادارې د تېرکال د راپور له مخې په افغانستان کې ۴۸۰۰ ټنه نشه‌يي مواد تولید شوي وو.

د نشه يي موادو ضد عدلي او قضايي مرکز د کابل ښوونځیو کې کمپاین وکړ

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د یوې اوونۍ په بهير کې، د کابل ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د عامه پوهاوی لپاره کمپاین وکړ.

د دې مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کمپاین د کابل ښار په ۸ ښوونځیو کې تر سره شو چې په دې کمپاين کې زده کوونکو ته د نشه يي موادو د زیانونو، په تېره بيا د «ټابلیټ کا» په اړه پوهاوی ورکړل شو.

ښاغلی موحد وایي:

"د دې کمپاین په بهير کې د نشه يي موادو د قانون او نشه يي موادو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شو، دغه ډول په ټولنه کې د دوی د مسؤلیتونو او نشه يي موادو څخه د ځان ساتنې او مخنیوي په اړه هم پوهاوی ورکړل شو."

د یادونې وړ ده چې دې مرکز تېر کال هم د کابل ښار په ځینو ښوونځیو کې د عامه پوهاوي لپاره کمپاین کړی و.

مسؤلین: هرات کې په مخدره موادو بار یو کانټینر نیول شوی

د هرات پولیسو په کېمیاوي موادو بار يو کانټینر نیولی چې د بېلا بېلو نشه يي موادو په جوړښت کې ترې کار اخېستل کېده.

د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئيس جیلاني دقیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کانټینر له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېده چې د اسلام قلعه په سیمه کې د افغان پولیسو له خوا ونیول شو.

ښاغلي دقیق وویل:

"دا لویه اندازه مواد وو چې په تور یې د یوه ایراني په ګډون، درې تنه نیول شوي، دا مواد به تر قانوني پړاوونو وروسته وسوځول شي."

ښاغلی دقیق وايي، د دې کېمیاوي موادو مجموعي قېمت له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو اټکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې نېږدې دوه میاشتې مخکې هم د هرات پولیسو د ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، په کېمیاوي موادو بار کانټینر نیولی چې له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG