د زهرو کاروان
د جوزجان پوليسو ۷۰ کېلوګرامه ترياک نیولي دي
د جوزجان پوليس وايي د مزار- شبرغان په لويه لاره کې یې ۷۰ کېلوګرامه ترياک نیولي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنیو ته وویل، نیول شوي مخدره مواد په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د ګزمې پر مهال د پولیسو له لوري ونیول شول، خو موتړ چلوونکی له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.
د یادونې ده چې د جوزجان ولایت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم د شبرغان له دشت ليلې سيمې څخه ۹۰۰کېلوګرامه ترياک نیولي وو.
د هرات پولیسو د مخدره موادو ۱۴ تنه پرچون پلورونکي نیولي
د هرات پولیسو په تېره یوه اوونې کې د مخدره موادو ۱۴ تنه پرچون پلورونکي نیولي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان ایوب انصاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د دې ولایت د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې پولیسو د ۱۱ عملیاتو په ترڅ کې نیولي چې لس کېلوګرامه هیرویین او اوه کېلو ګرامه تاریاک يې هم ورسره نيولي دي:
"نیول شوي کسان اکثراً د مخدره موادو پرچون پلورونکي دي چې په ښار کې به یې مخدره مواد پلورل او په دوی کې له یوه تن څخه يې ډېر مواد تر لاسه شوي دي."
د هرات پولیسو تېره اوونۍ هم د ۱۳ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې هم د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۴تنه نیولي وو.
د ابن سینا د معتادینو د درملنې له مرکزه ۲سوه تنه رخصت شول
په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې له مرکزه دوه سوه تنه معتاد ناروغان تر درملنې وروسته رخصت شول.
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو يا کاهش تقاضا د برخې مسؤل شاه پور یوسف ازادي راډیو ته وویل، دغه۲۰۰ نفر چې په ډېر بد حالت کې د درملنې لپاره د ابن سینا د معتادینو مرکز ته راوړل شوي وو تر درې میاشتنۍ درملنې وروسته یې نشه پرېښوده او خپلو کورونو ته ولاړل:
"دغه کسان تر درې میاشتنۍ درملنې وروسته د سې شنبې په ورځ د کابل د ابن سینا د معتادیونو د درملنې له مرکز څخه رخصت شول او پر ځای یې د کابل له مختلفو سیمو څخه دوه سوه نور معتادین راټول او دې مرکز ته معرفي شول."
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کورنيو چارو او نشه يي موادو سره د مبارزې وزارتونو په مرسته تر پل سوخته لاندې ۲۰۰ نور روږدي کسان راټول او په دې روغتون کې یې بستري کړل.
موحد: د نشهيي توکو د ۱۲ پېښو په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي دي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشهيي توکو د ۱۲ پېښو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.
د دې مرکز ویاند خالد موحِد ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د کابل، کاپیسا، پکتیکا، ننګرهار، پنجشیر او کونړ ولایتونو کې نيول شوي او دوسیې یې د عدلي او قضايي څېړنو لپاره له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.
نوموړی وايي:
"په دې پېښو کې ۱۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۸۹ کیلوګرامه تاریاک، ۵۳۳ کیلوګرامه چرس او څه اندازه ډالر او کالدارې هم نیول شوي چې دا مهال یې دوسیې په عدلي او قضايي مرکز کې تر څېړنې لاندې دي."
د ښاغلي موحد په وینا په نيول شوېو کسانو کې يوه ښځه او دوه يې نارينه وو چې غوښتل یې ۹۴۱ ګرامه هیروئین د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي.
د هرات قومانداني: د نشهيي موادو د قاچاق په تور ۱۴تنه نیول شوي
د هرات ولایت امنیه قومانداني وايي، تېره اوونۍ یې د ۱۳ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور ۱۴ تنه نیولي دي.
د هرات امنیه قوماندان محمد ایوب انصاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په هغو عملیاتو کې چې د دوی پولیسو په ښار او ولسوالیو کې تر سره کړي،۶ کیلو ګرامه کرسټال، ۲۴کیلو ګرامه تاریاک او ۶ کیلو ګرامه چرس یې نیولي دي.
ښاغلي انصاري زیاته کړه چې پر دې سربېره یې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۶۲ تنه معتادین را ټول او د درملنې لپاره ځانګړو روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د بلخ د هوايي ډګر پولیسو یو کس له ۵۰۰ ګرامه هیروئینو سره نیولی
د بلخ د هوايي ډګر پولیسو یو کس له ۵۰۰ ګرامه هیروئینو سره نیولی دی.
د مولانا جلال الدین بلخي د هوايي ډګر د پولیسو قوماندان خان محمد مطمئن وايي، نیول شوي کس غوښتل چې دا هیروئین په خپله خېټه کې هندوستان ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې دې سړي تر دې مخکې هم ۳۰۰ کیلو ګرامه هیروئین د کابل له هوايي ډګره نوي ډیلي ته قاچاق کړي وو.
مسؤلین: د نشه یي موادو په ضد پر سیمه ییزه عملي مبارزه هوکړه وشوه
له نشه يي موادو سره د مبارزې په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سیمې د هېوادونو کارپوهانو برخه پکې درلوده، له نشه يي موادو سره د مبارزې پر عملي کېدو هوکړه وکړه.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ مرستیال عثمان فروتن د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ازادي راډیو ته وویل، د سيمې کارپوهانو د قانون د تنفیذ، معیشیت بديل، د معتادینو درملنه او د نړیوالو قاچاق کوونکو د نیولو په اړه د معلوماتو شریکولو په برخو کې، د همکارۍ پر څرنګوالي بحث وکړ.
په دې غونډه کې وړاندې شوې طرحې د ټولو هېوادونو د اړوندو چارواکو له خوا تایید او پرېکړه وشوه چې له دې طرحو څخه به د سيمې په کچه یوه ستراتېژي جوړوي.
ښاغلي فروتن وویل:
"په هغو درې اړخیزو، څلور اړخېزو او څو اړخیزو غونډو کې چې د سیمې هېوادونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو د مشرانو په ګډون جوړېږي، په هغه کچه به هم پر عملي اړخونو بحث وکړو او یو عملي پلان به ورته جوړ کړو."
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان، روسیې، ایران، چین او هند استازو ګډون درلود.
پولیس: په نیمروز کې د نشه یي موادو یوه کارخانه له منځه وړل شوې
پولیسو په نیمروز ولایت کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه کړې ده.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان غلام جیلاني ابوبکر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دې کارخانې د ولایت په مرکز پورې اړوند د مهاجر اباد په سیمه کې فعالیت کاوه او نشه يي مواد به یې د معتادینو په واسطه پر نورو معتادینو په پرچون ډول خرڅول.
ښاغلی ابوبکر زیاتوي:
"دوه نیم کیلو تریاک، یو کیلو او ۴۰۰ ګرامه هیرویین، ۳۰۰ ګرامه شیشه او ۲۰۰ پایپونه چې معتادین یې د نشې پر مهال کاروي، نیولي او په دې تور یې د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ یو تن هم نیولی دی."
د دې کارخانې خاوند پولیسو ته په خپلو لومړنیو څېړنو کې منلې چې نشه يي مواد یې په مستقیم ډول د ښار پرچون خرڅوونکو ته رسول.
چارواکي: کابل کې ۸ ته د هیرویینو د جوړولو په تور نیول شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي،په کابل ښار کې ۸ تنه د هیرویینو د جوړولو په تور ونیول شول.
د دغه وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۸ تنه د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو ریاست کارکوونکو د کابل ښار په څلورمه ناحیه پورې اړوند د تایمني پروژې په سیمه کې نیولي دي.
له دې کسانو سره ۲۰ لېټره تېزاب هم نیول شوي چې د هیرویینو په جوړولو کې کارېدل.
د پکتیکا ولایت ځانګړو ځواکونو ۱۳۰کېلوګرامه چرس نیولي دي
د پکتیکا ولایت ځانګړو ځواکونو ۱۳۰کېلوګرامه چرس نیولي دي.
د دې ولایت د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزيز الله کاروان رسنيو ته ویلي چې دغه نشه يي توکي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دوی د ځواکونو له لوري کشف شوي او په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
هاخوا د پکتيکا امنيه قوماندان محمد عظيم هاشمي له رسنیو سره په خبرو کې په دې ولایت کې له نشه يي توکو سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی او ویلي يې دي چې هيچا ته د نشه يي توکو د رانيولو، خرڅولو او قاچاقو اجازه نه ورکوي.