د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

د زهرو کاروان

رحماني: په کندز کې د نشه یي موادو د پلور په تور۴تنه نیول شوي

د کندز پولیسو په دریو بېلابېلو عملیاتو کې څلور کسان په مرکز او ولسوالیو کې د الکولي مشروباتو او نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نیولي دي.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د امام صاحب په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ بوتله الکولي مشروبات چې له هېواد څخه بهر دې ولسوالۍ ته راوړل شوي و، نیولي او په تور یې یو تن هم نیولی دی:

"د کندز د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې امریت بېلا بېل ډولونه نشه يي مواد او الکولي مشروبات د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه نیولي او د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور یې څلور کسان هم نیولي دي."

په یوه بله پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې د کشف امریت کارکوونکو له یو دوکان څخه ۳۵ کېلو ګرامه تاریاک او ۶۱ نشه يي ګولۍ هم نیولې دي.

تېره اوونۍ هم د کندز پولیسو په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد نيول چې قاچاق وړونکو غوښتل هغه له تخار ولایت څخه کابل ته انتقال کړي.

صالح: په لوګر کې ۴سوه کېلوګرامه چرس نیول شوي

د لوګر ولایت د ملي امنیت کارکوونکو غزني ولایت ته د ۴۰۰کېلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق مخه نيولې ده.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د پنجشبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، قاچاق کوونکو غوښتل چې ۴۰۰ کېلو ګرامه چرس له لوګر څخه غزني ته قاچاق کړي چې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای کولو پر مهال د ملي امنیت کارکوونکو په پل علم کې ونیول:

"د امنیت ملي ریاست کار کوونکو ۴۰۰کېلو ګرامه چرس د دې ولایت په چوني سیمه کې نیولي چې قاچاق وړونکو غوښتل دا مواد د خروار او چرخ ولسوالیو له لارې غزني ته قاچاق کړي، مواد په داسې حال کې نیول شوي چې د قاچاق وړونکو موټر چپه شوی و او ډریوار غوښتل چې دا مواد پر موټر سایکل انتقال کړي."

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم ملي ځواکونو ۱۲۰۰کېلو ګرامه چرس چې پر اوښانو بار و په دې سیمه کې نيولي و.

په هلمند کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۵ تنه نیول شوي

د هلمند پولیسو د ۷ کېلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۵ کسان نیولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۷ کېلو ګرامه نشه يي مواد چې ۴۵۹ کېلو ګرامه خاشخاش۲۴۰ کېلو ګرامه تاریاک او ۱۹ کېلوګرامه هیرويین شامل دي د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې نیولي دي.

پولیسو په دې تړاو ۵ کسان له دوو کلاشینکوفونو سره هم نیولي دي.

په هلمند کې څه باندې ۳۰کیلو ګرامه نشه‎یي مواد ونیول شول

افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولایت کې څه باندې ۳۰کیلو ګرامه نشه‎یي مواد ونیول او له‎منځه یې یووړل.

په هلمند کې د ۷م کنډک ځانګړو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سې شنبې په ورځ د دې کنډک ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حاجي محمد نبي کلي کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ کیلو ګرامه خاشخاش او ۲ کیلو ګرامه تاریاک ترلاسه کړل.

د یادونې وړده چې تېره اوونۍ هم په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او قاچاق وړونکو تر منځ نښته شوې او تلفات يې درلودل.

د نشه‎يي موادو د ۹ پېښو په اړه ۱۴ تنه نیول شوي دي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشه‎يي موادو د ۹ پېښو په اړه ۱۴ تنه نیولي دي.

د دې مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د کابل، فاریاب، تخار او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.

ښاغلی مؤحد زیاتوي:

"په مجموع کې له دې خلکو څخه ۲۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۱۴ کیلو ګرامه مورفین، ۱۶۳۸کیلو ګرامه تریاک،۱۷کیلو ګرامه چرس،۱۶۵لېټره تېزاب او ۱۸۵ لېټره الکولي مشروبات نیول شوي او پېښې تر څېړنو لاندې دي."

د ښاغلي مؤحِد په وینا په نیول شویو کسانو کې یوه يې غوښتل چې ۴۳۰ کیلو ګرامه هیروئین په خپله خېټه کې هندوستان ته قاچاق کړي چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د پولیسو او څارنوالۍ د کارکوونکو له‎خوا ونیول شو.

د بغلان ولایت پولیسو ۱۰۲کیلو ګرامه تریاک ونیول

د بغلان ولایت پولیسو ۱۰۲کیلو ګرامه تریاک ونیول.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کیله‎ګي په سیمه کې ۱۰۲ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.

ښاغلي سریع زیاته کړه:

"۱۰۲ کیلو ګرامه تریاک مو ونیول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوی وو. قاچاق کوونکي تښتېدلي او په دې اړه څوک نه‎دي نیول شوي."

په پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد سوځول شوي

په پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول شول.

د پکتیا والي شمیم کټوازي د چهارشنبې په ورځ د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا پولیسو په تېرو څو میاشتو کې ۱۳۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد چې ۷۳۱ کیلو ګرامه چرس، ۴۹۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۰ کیلو ګرامه بوساړه یا بې کیفیته چرس او ۸ کیلو ګرامه هیرویین نیولي وو چې د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې وسوځول.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"دا ټول نشه يي مواد د پولیسو له لورې د ګردېز ښار په شااوخوا سیمو کې نیول شوي وو چې د دې پېښې په تړاو ۱۲ تنه نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي."

د پکتیا د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی وايي، هڅه کوي چې د ګردېز په ښار او سرحدي ولسوالیو کې د نشه يي موادو پر خلاف ګزمې زیاتې کړي چې له هېواده بهر د نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شي.

د هند په نوي ډهلي کې یو افغان د هیرویینو د قاچاق په تور نیول شوی

د هندوستان د نوي ډهلي په هوايي ډګر کې یو افغان د هیرویینو د قاچاق په تور ونیول شو.

د هند پولیس وايي، دا قاچاق وړونکی چې قاري محمد حنیف الیاس نومېږي، یو کیلو هیرويين په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي وو او له افغانستان څخه نوي ډهلي ته له رسېدو سره سم پولیسو ونيو.

تورن کس په خپلو لومړنیو څېړنو کې ويلي چې تر دې مخکې یې هم څلور ځله په خپله خېټه کې هیرویین هند ته قاچاق کړي او د هغې ډلې غړی دی چې له افغانستان څخه نشه يي مواد لومړی هند او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په پروان کې ۴ پروژې پرانېستي

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په پروان ولایت کې، د ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت، څلور پرمختیايي پروژې پرانېستې دي.

د پروان ولایت ویاندې وحیدې شهکار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ۲۰ میلیونو افغانيو په ارزښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړول، د ۱۱ میلیونو او څلور لکه افغانیو په ارزښت له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې ته د ودانۍ جوړول او د ۲۴ لکه افغانیو په ارزښت د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په خاطر د چرګانو ۸۰ فارمونه د بدیل معیشت له بودجې څخه تموېلېږي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، پروان له نشه يي موادو څخه پاک شوی او په راتلونکي کې به په دې ولايت کې، دې ته ورته نورې پرمختیايي پروژې هم پلې شي.

چارواکي: کندز کې ۹ کیلوګرامه نشه یي مواد نیول شوي

د کندز پولیس په دې ولایت کې د ۹ کیلو ګرامه نشه يي موادو د نیولو خبر ورکوي.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کندز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۹ کیلوګرامه هیرویین نیولي چې په یوه مسافر وړونکي موټر کې وړل کېدل.

پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۲ تنه نیولي، دوی په لومړنیو څېړنو کې ویلي چې غوښتل یې دا مواد له تخار څخه کابل ته قاچاق کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG