د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

د زهرو کاروان

په کابل کې دوه ټنه نشه يي مواد او الکولي مشروبات وسوځول شول

په کابل کې نېږدې دوه ټنه نشه يي مواد او الکولي مشروبات وسوځول شول.

دا مواد چې الکولي مشروبات، تاریاک، هیروئين، شیشه، چرس، مورفین، ټابلیټ K او نور کېمیاوي مواد پکې و په تېر یوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې نیولي و.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې د دې موادو په تړاو یې۱۵۰ تنه نیولي دي:

"د هغو موادو له جملې چې سوځول شوي په مجموعي توګه ۴۴۵ پېښې یې په عدلي او قضايي مرکز کې څېړل شوي او په دې تړاو ۵۵۵ تنه د ۲۵ ښځو په ګډون تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د روان کال د عقرب په میاشت کې ۶۸ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور له ۶ څخه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.

روسیه: ټول افغانستان کې دې د نشه‎يي موادو پر وړاندې مبارزه وشي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا متحده ایالاتو او ناټو تمه لري چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د نشه‎يي موادو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تېره ورځ خبریالانو ته ویلي:

"موږ د نشه‎یي موادو پر وړاندې د لا پراخو او فعالو هلو ځلو په تمه یو."

د زاخارووا په خبره دغه مبارزه باید یوازې په یوه ولایت کې نه، بلکې د افغانستان په ټولو اغېزمنو سیمو کې وشي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د نشه‎یي موادو پر وړاندې د مبارزې خبره کړې ده.

جنرال جان نېکلسن دغه‌راز ویلي چې په هلمند ولایت کې د مخدره موادو د تولید پر کارخانو د هوایي بریدونو په نتیجه کې طالبانو ته شااوخوا ۵۰ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.

د هلمند والي حیات‎الله حیات له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغو بریدونو له دوو اوونیو راپه‎دې خوا ښه نتیجه لرلې ده.

د ملي امنیت ځواکونو د کندهار په هوايي ډګر کې یو قاچاقچي نیولی

د ملي امنیت ځواکونو د کندهار په هوايي ډګر کې یو تن هغه مهال نیولی چې د نشه‎يي موادو ۷۰ کېپسولونه یې هندوستان ته قاچاق کول.

د کندهار ولایت د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل: دې سړي چې غوښتل یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي کېپسولونه د کندهار هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، نیولی دی.

تر دې مخکې هم له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویلي وو چې ډېری نشه‎يي مواد په خېټو کې د هوايي ډګرونو له لارې هندوستان ته قاچاق کېږي.

موحد: لړم میاشت کې د ۳۶ پېښو لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي دي

له نشه‎يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د لړم په میاشت کې د ۳۶ پېښو لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د عقرب په میاشت کې د امنیتي ادارو له لوري د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ۵۱ کسان معرفي شوي وو چې په هغو کې دوه يې دولتي کارکوونکي، پنځه ښځې او یو ایرانی شامل و.

دی وايي:

"د عقرب په میاشت کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته په مجموع کې د ۳۶ پېښو په تړاو ۵۱ نیول شوي تورن کسان معرفي شوي وو چې په مستقیمه توګه تر دوه کیلو ګرامو له زیاتو نشه‎يي موادو سره نیول شوي وو. همدا راز د عقرب په میاشت کې د دې مرکز ابتدايي محکمې ۶۸ کسان له ۶ میاشتو څخه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د راپور پر اساس د لړم په میاشت کې د دې مرکز ابتدايي محکمې ۶۰ قضیې، استیناف محکمې ۲۷ قضيې او د سترې محکمې د امنیت عامه دېوان ۲۴ قضیې څېړلي او تورن کسان یې محکوم کړي دي.

د هلمند موسی کلا کې تر ۲۰۰۰ کیلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد نیول شوي

د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د نشه‎يي موادو پر کارخانو د عملیاتو په نتیجه کې تر ۲۰۰۰ کیلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد نیولي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې افغان او بهرنیو ځواکونو د دیشو، باغران، موسی کلا او خانشین په ولسوالیو کې د خپلو ګډو عملیاتو په لړ کې په موسې کلا کې ۱۵۰۰کیلو ګرامه د تاریاکو محلول، ۳۰۰ کیلو ګرامه هیروئين، ۱۵ کیلو ګرامه چرس او ۱۵۰کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.

ښاغلي حیات په تېره اوونۍ کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه زیاته کړه:

"د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د عملیاتو په یوه پېښه کې ۱۸ ټنه نشه‎يي مواد له‎منځه وړل شوي دي. که ټولو عملیاتو ته حساب وکړو، نو زیات شمېر نشه‎يي مواد له‎منځه تللي دي."

افغان ځواکونو په موسی کلا کې د نشه‎يي موادو د تولید له کارخانو څخه ۳۶۰ کیلو ګرامه د امونیم نایټریټ په نوم کېمیاوي مواد هم نیولي دي.

افغان کمانډو ځواکونو په هلمند کې د نشه يي توکو یو مرکز له منځه وړی

افغان کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت په موسی قلعه کې د نشه‌يي توکو مرکز له‌منځه وړی دی.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي چې تېره شپه د اووم کنډک کمانډو ځواکونو د موسی قلعه ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د نشه‌يي توکو پر مرکز چاپه وهلې چې له مخې يې شااوخوا ۲۰۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي توکي، وسلې او چاودېدونکي مواد له‌منځه وړل شوي دي.

بیان زیاتوي یو نیم زر کېلو ګرامه تریاک، ۳۰۰ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۵ کېلو چرس، ۱۵۰ کېلو پاخه تریاک او ۳۶۰ کېلو ګرامه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي مواد له‌منځه تللي دي.

په هلمند کې تر دې مخکې د امریکايي ځواکونو «بي-۵۲» الوتکې د لړم په ۲۸مه شپه د مخدره موادو د تولید پر مرکزونو بمونه وغورځول.

د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان وویل چې په دې بریدونو کې څه باندې ۵۰ بېرله تولید شوي هیروئین له‌منځه یوړل شول.

په بغلان کې د ۳۰ کیلو ګرامو نشه يي موادو په تور ۳ تنه نیول شوي

د بغلان پولیسو د ۳۰ کیلو ګرامو نشه يي موادو په تور ۳ تنه نیولي دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وویل چې دې ۳ کسانو ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد له اندراب ولسوالۍ څخه پلخمري ته انتقالول چې د دوشي پله په سیمه کې ونيول شول.

د ښاغلي شجاع په وینا، پېښه د څېړلو په حال کېده چې د څېړنو تر بشپړېدلو وروسته به، عدلي او قضايي ادارو ته ولېږل شي.

د ننګرهار ولایت پولیسو ۱۰۴ کیلو ګرامه چرس نیولي

Afghanistan -- Members of the Afghan security services patrol following an operation against Islamic State militants (IS) in Achin district of Nangarhar province, Februaury 17, 2016
Afghanistan -- Members of the Afghan security services patrol following an operation against Islamic State militants (IS) in Achin district of Nangarhar province, Februaury 17, 2016

د ننګرهار چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې پولیسو ۱۰۴ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد په ۲ بېلا بېلو عملیاتو کې د روداتو ولسوالۍ په سیمو کې نیول شوي دي.

ښاغلي مشرقیوال زیاته کړه:

"دا مواد په کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې غني خېلو ولسوالۍ ته یې انتقال کړي، خو د پولیسو له خوا ونیول شول، د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او قاچاق وړونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي."

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم د ننګرهار پولیسو ۳۶۹ کیلو ګرامه چرس په روداتو ولسوالۍ کې نیولي وو.

هلمند کې د نشه يي موادو د تولید ۱۰ کارخانې له منځه وړل شوي

افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۶۲ هوايي عملیاتو په ترڅ کې، د نشه يي موادو د تولید سترې کارخانې ويجاړي کړې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه ازادي راډیو ته وویل، د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو په تېرو پنځو ورځو کې په موسی کلا، دیشو، کجکي او واشير ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې، د نشه يي موادو د تولید ۱۰ کارخانې بمبار او له منځه وړې دي.

د یادونې وړ ده چې د چهارشنبې په شپه د بهرامچې په سیمه کې وروستی هوايي برید وشو چې ۲ کارخانې یې ويجاړي او د دولت ۱۱ وسله وال مخالفين یې ووژل.

ارګ: د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو عملیات پیل شوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، په هېواد کې د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره‌یې عملیات پیل کړي چې په لومړۍ مرحله کې په‌کې د هلمند پر څو ولسوالیو تمرکز شوی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو هوایي عملیاتو کې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د مأموریت له ملاتړه هم برخه‌مند دي، د هلمند په سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې، د مخدره موادو د پروسس او تولید ۸ مرکزونه له‌منځه وړل شوي دي.

د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره بیا د دغو عملیاتو په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو مرکزونه هم په نښه شوي چې ټول ۱۵ د مخدره موادو د تولید او د طالبانو پټن‌ځایونه له‌منځه وړل شوي دي.

جمهوري ریاست د دغو عملیاتو په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه‌راز ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې د مخدره موادو په تړاو، د جرمي اقتصاد په وړاندې جدي مبارزه وشي.

مخدره مواد په افغانستان کې د جګړو د دوام یوه عمده سرچینه بلل کېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان حکومت د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره، دغه عملیات په داسې حال کې پیلوي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تېر کال په مقایسه، په افغانستان کې د تریاکو تولید په په بې‌سارې توګه په ۱۰۰ کې ۸۷ او د کوکنارو کر په ۱۰۰ کې ۶۳ زیات شوی دی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، په هېواد کې د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره‌یې عملیات پیل کړي چې په لومړۍ مرحله کې په‌کې د هلمند پر څو ولسوالیو تمرکز شوی دی.

د جمهوري ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو هوایي عملیاتو چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د مأموریت له ملاتړه هم برخه‌مند دي، د هلمند په سنګین، موسی قلعه، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د مخدره موادو د پروسس او تولید اته مرکزونه له‌منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې د مخدره موادو په تړاو د جرمي اقتصاد په وړاندې جدي مبارزه وشي.

مخدره مواد په افغانستان کې د جګړو د دوام یوه عمده سرچینه بلل کېږي.

د افغانستان حکومت د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره دغه عملیات په داسې حال کې پیلوي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تېر کال په مقایسه په افغانستان کې د تاریاکو تولید په بې‌ساري توګه په ۱۰۰ کې ۸۷ او د کوکنارو کر په ۱۰۰ کې ۶۳ زیات شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG