د زهرو کاروان
عظیمي: نا امنیو د کوکنارو د کښت اړولو مخه نیولې
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وایي چې نا امنۍ د کوکنارو د کښت اړولو مخه نیولې ده.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د سې شنبې په ورځ د کوکنارو د کښت اړولو د کاري ګروپ په غونډه کې وویل چې سږ کال د افغانستان په کچه د کوکنارو د کښت اړولو بهیر ځکه ټکنی شوی چې نا امني ډېره شوې او په ځینو غرنيو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.
د مخدره موادو وزارت له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي چې خپلې مالي ژمنې عملي کړي، خو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا «INL» استازي د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی به په هغه صورت کې له دې بهیر سره مرسته وکړي چې په ۱۰۰ کې ۸۰ سلنه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شي.
فراه کې د یوه ایراني په ګډون، ۲ قاچاق کوونکي نیول شوي
د فراه ولایت سرحدي پولیسو د یوه ایراني په ګډون، دوه تنه قاچاق کوونکي له افغانستانه ایران ته د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې یو ایراني وګړی چې غوښتلیې د تېلو په ټانکر کې درې کېلو ګرامه ځای پر ځای شوي هیروئین ایران ته قاچاق کړي، له ایران سره پر ګډه پوله د تلاشۍ پر مهال ونیول شو.
دغهراز د فراه سرحدي پولیسو د سې شنبې په ورځ یو بل قاچاق وړونکی هم د ابو نصر سرحدي پوستې لهخوا ونيول شو.
ننګرهار کې ۴ تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول شول
د ننګرهار پولیسو څلور تنه قاچاق وړونکي د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ۶۳۵ کېلو ګرامه مخدره مواد له څلورو نقلیه وسایطو سره يوځای ونيول، دغه ډوليې له دې موادو سره څلور تنه هم د قاچاقو په تور نیولي دي.
بل لور ته افغان ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د هیروئینو د تولید دوه کارخانې ویجاړې کړې دي.
په دې اړه ښاغلي مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل:
"ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ګډ تصفيوي عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې پنځه داعش وسلهوال وژل شوي او ۷ داعشیان ټپیان دي او دغه ډوليې د هیروئینو دوه کارخانې هم لهمنځه وړي دي."
سرحدي پولیسو نږدې ۷ کېلو ګرامه نشهیي توکي ونیول
سرحدي پولیسو د درېیو بېلابېلو عملياتو په لړ کې نږدې ۷ کېلو ګرامه نشهیي توکي بهر ته د قاچاق پر مهال ونیول.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي، قاچاق وړونکو غوښتل چې تېره اوونۍ په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، د کندهار هوایي ډګر او بلخ کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر له لارې نږدې ۷ کېلو ګرامه هیروئین په درېیو پروازونو کې هند ته قاچاق کړي، خو د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې قاچاق وړونکو دا مواد په خپلو خېټو، کالیو او بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو.
جوزجان کې له ۴۸۰ کیلو ګرامه نشه يي موادو سره ۲ تنه نیول شوي
د جوزجان پولیسو د نشه يي موادو دوه قاچاق وړونکي له ۴۸۰ کیلو ګرامه نشه يي موادو سره نیولي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د جوزجان پولیسو ۴۸۰ کیلو ګرامه تاریاک د شبرغان په ښار کې ونیول شول چې په يو کورولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
د دې موادو د قاچاق په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د جوزجان پولیسو په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۴۵۰ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد له ۷ نقلیه وسايطو سره نیولي دي.
دغه ډول د دې موادو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نیول شوي چې دغه کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
په لوکر کې شپږ ټنه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول شول
په لوکر کې شپږ ټنه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول شول.
دا نشه يي مواد د وروستیو څو میاشتو په اوږدو کې په لوګر ولايت کې نيول شوي وو.
د لوګر ولایت امنیه قوماندان عصمت الله علیزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په سوځول شویو نشه يي موادو کې ۹۵ کیلو ګرامه هیروئين، ۱۰۸ کیلو ګرامه مورفین، ۳۳۱۴ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۲۴۹ کیلو ګرامه چرس او ۱۵۵ کیلو ګرامه يې بنګ وو.
ښاغلي علیزي وویل:
"نشه یي مواد معمولاً د حصارک ولسوالۍ له لارې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ته قاچاق کېږي او له ازرې څخه د پکتیا، میدان وردګو او آن د کابل له لارې، نورو ولایتونو ته هم قاچاق کېږي، کوم مواد چې موږ وسوځول، له التمور څخه د پل عالم پورې، ساحو کې نیول شوي و."
ښاغلی علیزی وايي چې له څو کلونو راهسې په لوګر ولايت کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په ازرې ولسوالۍ کې د چرسو کښت په تېر او روان کال کې په پوره توګه له منځه تللی دی.
د ننګرهار پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي
د ننګرهار پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ۷۲ کیلو ګرامه نشه يي مواد چې ۵۶ کیلو ګرامه یې چرس او ۱۶کیلو ګرامه هیروئین وو، له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه غني خېلو ولسوالۍ ته په کرولا ډوله موټر کې قاچاق کېدول چې د مارکو په سیمه کې ونیول شول.
د دې موادو د قاچاق په تور ۳ تنه هم نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سیمه کې ۶۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي وو.
په لوګر کې نېږدي ۶ ټنه نشه یي توکي سوځول شوي
په لوګر ولايت کې نن یکشنبه څه کم شپږ ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول.
ولايتي چارواکي وايي چې په دغو موادو کې هيروئين، مورفين، تارياک، چرس او نور توکي شامل وو.
د لوګر مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه مواد د امنيتي او کشفي ارګانونو له خوا په تېرو شااوخوا دوو کلونو کې نيول شوي وو.
د نشه یي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپیان پيل شو
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په تېره اوونۍ کې د کابل په څو ښوونځیو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوي ورکړی دی.
دا پروګرام د نادریې، ملکه ثریا، او حکیم خسرو بلخي په ښوونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د تیاتر نندارې او ویناوو په بڼه ورکړل شو.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې د نشه يي موادو د زیانونو او ښوونځیو کې د اعتیاد د مخنیوي په اړه پوهاوی به یوه نیمه میاشت دوام وکړي او په ۱۳ ولایتونو کې به د تياتر نندارې په بڼه عملي شي.
چارواکي: په ننګرهار کې ۱۶۰کېلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي
د ننګرهار ولایت پولیسو د یوې اوونۍ په جریان کې ۱۶۰ کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو نیولي او په دې تړاو یې ۹ کسان هم نیول شوي دي:
"د دې پېښو په تړاو په مجموعي توګه ۹ کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي دي، دغه ډول ۵ موټرونه د پولیسو لاس ته ورغلي او د دې ولایت د ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي."
د یادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ په بهير کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۹۱ جریبه ځمکه د کوکنارو کښت هم له منځه وړل شوی دی.