د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۲

د زهرو کاروان

د فراه او میدان وردګو پولیسو ۱۵۰ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي

په دوو بېلابېلو پېښو کې د فراه او میدان وردګو ولایتونو پولیسو څه باندې ۱۵۰ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د میدان وردګو ولایت پولیسو د دوشنبې په ورځ په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۵ کېلو ګرامه چرس ونیول او په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

په یو بل اقدام کې د فراه پولیسو هم په قلعه‎کاشف ولسوالۍ کې ۱۱ کېلو ګرامه تاریاک چې د قاچاق لپاره چمتو شوي وو، نیولي دي.

سلامت عظیمي: نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي
له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومت‌یې د جدي مبارزې هوډ لري.

سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ په بامیانو ولایت کې له نشه‎یي موادو سره د مبارزې وزارت د ځینو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشه‎یي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخیزه مبارزه وشي.

نوموړې وايي:

"نشه‎يي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید قرباني دي. موږ ټول باید د یوه سرلوړي افغانستان لپاره هڅه وکړو او ټول ولایتونه باید د بامیانو په څېر جدي هڅې وکړي."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وایي، سره له دې چې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو لا هم په دې ولایت کې ۵۰ زره په نشو روږدي کسان وجود لري.

کندهار کې هند ته د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکی ونیول شو

یوه کس چې په خپلو بوټانو کې یې نشه‎يي مواد ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې بهر ته‌یې قاچاق کړي، د کندهار په هوایي ډګر کې ونیول شو.

د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین‌یې په خپلو بوټونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له‎خوا ونیول شو.

دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشه‎یي مواد بهر ته قاچاق کول.

ننګرهار کې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي

د ننګرهار پولیس وايي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو یې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې دوه تنه نیول شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی او په ترڅ کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

د جوزجان پولیسو د مخدره توکو پنځه تنه قاچاق وړونکي نیولي

د جوزجان پولیسو پنځه تنه قاچاق وړونکي د ۲۷۱ کېلو ګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي نشه‌يي مواد په دوو کرولا موتړو کې ځای پر ځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې فاریاب او هرات ولایتونو ته‌یې قاچاق کړي چې پولیسو ونیول.

ښاغلي جوزجاني زیاته کړه چې له نیول شوي تورن کسان دا مهال د عدلي او قضايي مرکز له‌خوا تر څېړنو لاندې دي.

د جوزجان د امنیتي چاروکو په خبره، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د مخدره موادو د قاچاق په تور ۴۰ تنه نیول شوي چې له دوی څخه شااوخوا درې زره کېلو ګرامه مخدره مواد هم ترلاسه شوي دي.

د نیمروز پولیسو په تېره یوه اوونې کې ۵۹۱ کېلو مخدره مواد نيولي

د نیمروز پولیسو په تېره یوه اوونې کې ۵۹۱ کېلو ګرامه مخدره مواد نيولي دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان خواجه جیلاني ابوبکر رسنیو ته ویلي چې دا مخدره مواد د دې ولایت له مرکز زرنج او کنګ ولسوالۍ څخه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې درې تنه قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.

دغه ډول د نیمرزو پولیسو د دې ولایت مزکز زرنج په بېلابېلو سيمو کې ۱۴ تنه هم نيولي چې نشه‌يي مواد یې د پرچون په ډول خرڅول.

په بدخشان کې د هیروئینو ۳ فابریکې ویجاړې شوي

په بدخشان ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړې شوې دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم په‌کې له‌منځه ولاړې.

نوموړي وویل:

"د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئينو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او یو اندازه مخدره مواد هم ترلاسه شوي، د عبدالمتین په نوم د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان هم نیول شوی دی."

دا په داسي حال کې ده چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هلمند ولایت کې د هیروئینو د پروسس پر کارخانو د افغان او ناټو امنيتي ځواکونو ګډ هوايي عملیات دوام لري چې په ترڅ کې یې لسګونه کارخانې ویجاړې شوې دي.

د بدخشان والي: د مخدره موادو ۴ لابراتوارونه له‎منځه وړل شوي

افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې د سخت دريځو وسله‌والو د مخدره موادو څلور لابراتوارونه له‎منځه يوړل.

د بدخشان والي احمد فیصل بېکزاد ازادي راډیو ته وویل، دا لابراتوارونه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۰» په ارګو ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتيجه کې له‎منځه وړل شوي.

دی وايي:

"د جدي په ۱۰ مه نېټه د هغو قاچاق وړونکو پر ضد چې مخدره مواد يې پروسس کول، تصفیوي عملیات پیل شول. موږ ته راپور رارسېدلی چې څلور لابراتوارونه له‎منځه وړل شوي او يو کس له څو ميله وسلو او يو مقدار مخدره موادو سره نيول شوی دی."

د بدخشان والي همداراز زیاته کړه چې په دې ولايت کې د قاچاق وړونکو او مخدره موادو د کاروباریانو پر وړاندې عمليات به تر یوه دوو ورځو پورې پای ته ورسېږي.

یوه مياشت مخکې افغان امنيتي ځواکونو د نړيوالو ائتلافي ځواکونو په ملاتړ، په هلمند ولایت کې د وسله‎والو طالبانو نهه فابريکې او لابراتوارونه له‎منځه یوړل.

په کابل کې نږدې ۲۰۰ معتادین د درملنې مرکز ته ولېږدول شول

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د دوشنبې په ورځ د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه نږدې ۲۰۰ معتادین راټول او په ابن سینا نومي روغتيايي مرکز کې یې بستري کړل.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو يا «کاهش تقاضا» رئیس ناصر شریفي ازادي راډیو ته وویل چې له کابل ښار څخه به د معتادینو راټولو کمپاین په منظم ډول دوام ولري.

ښاغلی شریفي زیاتوي:

"د معتادینو شمېر ډېر دی، په ځانګړې توګه بې‌کوره معتادین، موږ بې‌کوره معتادینو ته لومړیتوب ورکوو، هغوی راټولوو او د فېنېکس کمپ ته‌یې انتقالوو. دا زر بستریز کمپ دی، کله چې دلته د معتادينو ۴۰ ورځې پوره شوې او دوی خارج شول، بيا په هغه اندازه نور معتادین راټولوو او بستري کوو يې."

د یادونې وړ ده چې دا مهال د کابل په دولتي او خصوصي مرکزونو کې د سلګونه معتادینو درملنه کېږي.

موحد: په کابل کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲۲ تنه نیول شوي

پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د مخدره موادو ۲۲ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۲۲ تنه قاچاق کوونکي په بېلا بېلو پېښو کې په کابل، نیمروز، تخار، ننګرهار، فاریاب، غور او پروان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي موحد په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۸ تنه‌یې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۶ کېلو ګرامه هیروئین په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه بهر ته قاچاق کړي.

له دې ۲۲ قاچاق کوونکو سره څه د پاسه ۶۰۰ امریکایي ډالر، ۶ موټرونه او دوه میله وسلې هم نیول شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG