د زهرو کاروان
هلمند کې د مخدره توکو یوه کارخانه ویجاړه شوه
افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د هلمند په ولایت کې د نشهيي موادو یوه کارخانه ويجاړه کړه.
د هلمند د رسنیو دفتر ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو د تېرې دوشنبې په ورځ د باغران ولسوالۍ په ګڼ مېشته سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر دوو زندانونو برید وکړ چې ۸۰ بندیانیې خوشې او د نشهيي موادو یوه کارخانهیې ویجاړه کړه.
له ویجاړې شوې کارخانې ۷۷۲ کېلو ګرامه لاسته راغلي تاریاک او ۵۱۵ کېلو ګرامه هیروئين وسوځول شول.
سرپل کې ۲۵ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې
د سرپل پولیس وايي چې په روان کال کې یې ۲۵ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
د سرپل امنیه قوماندان خلیل دستیار د تېرې سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتوالي د کوکنارو د کښت زیاتوالي ته زمینه برابره کړې، خو دوی د کوکنارو د کښت د لهمنځه وړلو تر څنګ ۴۰۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
ښاغلی دستیار وايي، د سرپل پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۳۶۰ کېلو ګرامه تاریاک، لسګونه کېلو ګرامه چرس او ۲۰ لیټره الکولي مشروبات نیولي دي.
په بغلان کې نشه یي توکي او ۲ قاچاق کوونکي یې نیول شوي
په بغلان کې چارواکي وايي، یوه اندازه نشه يي مواد یې کشف کړې او دوه تنه یې د دې موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې دوه کسان د شااوخوا ۴۰ کیلو ګرامه چرسو سره نیولي دي.
نوموړي ویلي، دا چرس په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاق چیانو هڅه کوله چې له ده صلاح ولسوالۍ څخه یې کابل ته انتقال کړي.
چارواکي: ۳میاشتو کې په خوست کې د نشه یي موادو د کاروبار مخه نیسو
د خوست امنيتي چارواکي وايي، په پام کې لري چې په ۳ مياشتو کې په دغه ولايت کې د نشه يي موادو د کاروبار مخه ونيسي.
امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين پرون پنجشنبه د يوې اوونۍ په موده کې د پوليسو د فعاليتونو په باب د څرګندونو پر مهال وويل:
"دا کوم نمايشي حرکت نه دى، دا د خلکو او ځوانانو د ستونزو پروګرام دى چې دغه ځوانان له دغه ناولي بوټي وژغورو او يوه صحتمنده ټولنه ولرو."
د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه چې د پولیسو له وروستیو فعالیتونو قومي مخورو او نورو ټولنیزو بنسټونو هم ملاتړ کړی او دوی يې په معنوي ډالیو نازولي دي.
له کابل ښار نه ۳۰۰ معتادین د درملنې مرکزونو ته واستول شول
د کابل ښار له مرنجان غونډۍ څخه شااوخوا ۳۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال جاوید احمد قایم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په روان ژمي کې دا د معتادینو د را ټولولو شپږم پړاو دی چې تر دې مهاله څه باندې ۹۰۰ معتادین راټول او د درملنې بېلابېلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
ښاغلی قایم وايي:
"په روغتیايي مرکزونو کې د ۱۰ زرو نورو معتادینو د درملنې ظرفیت رامنځته شوی، اوس موږ کولای شو چې په یوه کال کې ۴۰ زره معتادین تداوي کړو، خو زموږ د کار یوه لویه برخه وقایه هم ده، مهمه دا ده چې نور ځوانان نشو ته مخه نهکړي، ترڅو چې ټولنه په مجموع کې سره همکاره نهشي، دې ستونزې ته رسیدهګی ستونزمنه ده، ځکه اعتیاد زموږ د ټولنې مشکل دی."
ځيني معتادین وايي چې دوی څو ځلې بستري شوي دي، خو درملنې یې هېڅ نتیجه نهده ورکړې، نو ځکهیې بېرته نشو ته مخه کړې.
موحد: په حامد کرزي هوايي ډګر کې ۸ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي
سرحدي ځواکونو د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د نشهيي موادو ۸ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.
له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو اتو کسانو غوښتل چې په بکسونو او خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي ۸ کېلو او ۷۷۲ ګرامه هیروئین د حامد کرزي د هوایي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.
په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
په کونړ کې د تریاکو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي
پولیسو په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نږدې ۵۰۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
د کونړ امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ هغه دوه کسان ونیول چې غوښتلیې ۲۰۰ کېلو ګرامه تریاک له کونړ ولایت څخه پاکستان ته قاچاق کړي.
بل لور ته د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو په څو بېلابېلو پېښو کې د ۷ قاچاق کوونکو په شمول ۳۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
دی زیاتوي:
"د ننګرهار ولایت امنیتي او کشفي پولیسو د پلټنې او ځانګړو عملیاتو پر مهال په درېیو بېلا بېلو پېښو کې ۳۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي چې په څلورو موټرو کې قاچاق کېدل او په دې تور یې ۷ تنه هم نیول شوي دي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته لېږل شوي دي."
په لوګر کې ۵۹۴ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیول شوي
په لوګر ولایت کې څه باندې ۵۰۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت په مرکز د دشت ابچکان په سیمه کې عملیات کړي او ۵۹۴ کېلو ګرامه تریاکیې نیولي دي.
قاچاق کوونکو چې دا مواد له جلالاباد څخه د لوګر له لارې د هېواد لوېدیځو ولایتونو ته انتقالول، د ملي امنیت له ځواکونو سرهیې وسلهواله نښته کړې او په تېښته بریالي شوي دي.
ننګرهار کې شااوخوا ۲۸۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، په سره رود او بهسودو ولسواليو کې پوليسو څه باندې ٢٨٠ کيلوګرامه چرس نيولي دي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، دغه چرس چې په دوو موټرو کې ځاى پر ځاى شوي وو، پرون شنبه په سره رود او بهسودو ولسواليو کېنيول شوي دي.
دغه دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې ټولټال د دغو ٢ سوه ٨٣ کيلوګرامو چرسو د لېږد په تور دوه کسان نيول شوي چې اوس ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
چارواکي: تېره اوونۍ ۱۶ قاچاقیان د نشهيي موادو په تور نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نشهیي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۶ کسان د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي چې دوه پهکې ښځې دي.
له دې کسانو څخه ۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۸ کېلو ګرامه مورفین، ۲۵ کېلو ګرامه تاریاک، ۶۹ کېلو ګرامه چرس، یوه اندازه نغدې پیسې او درې موټر هم نیول شوي دي.