د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۲

د زهرو کاروان

افغان پوځ په هلمند کې د هیروئینو د تولید یو لابراتوار ویجاړ کړی

افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د هیروئینو د تولید یو لابراتوار ویجاړ کړ.

ملي دفاع وزارت وایي، دغه لابراتوار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې هغه مهال ويجاړ شو چې وسله‌وال مخالفین په‌کې د هیروئینو په تولید بوخت و.

د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې د هیروئینو جوړولو فابریکو پر ضد د افغان او بهرنیو ګډو نظامي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات د تېر کال له ډسمبر میاشتې راهيسې دوام لري او تر دې مهاله د هیروئینو جوړولو څه باندې ۳۰ فابریکې له‌منځه تللې دي.

په بغلان کې د ۴۱ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق مخه نیول شوې

د بغلان ولایت پولیسو د ۴۱ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.

د بغلان امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع د سې شنبه په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۴۱ کېلو ګرامه هیروئین چې په ټېلر موټر کې ځای پر ځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې له بغلان ولایت څخه‌يې کابل ته قاچاق کړي، د دې ولایت پولیسو په پلخمري ښار کې د تلاشۍ پر مهال ونيول.

ښاغلی سریع زیاتوي:

"په توربو ټېلري موټر کې ۴۱ کېلو او ۵۰۰ کېلو ګرامه هیروئین ځای پر ځای شوي وو چې پولیسو په پلخمري کې د تلاشۍ پر مهال کشف کړل، د دې هیروئینو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي."

د یادونې وړ ده چې نیول شوی کس د ټېلر موټر چلوونکی دی.

دغه‌راز د پنجشنبې په ورځ د بغلان پولیسو ۲۵ کېلو ګرامه چرس او تاریاک هغه مهال ونیول چې یو قاچاق وړونکي غوښتل په کرولا موټر کې یې له اندراب ولسوالۍ څخه پلخمري ته قاچاق کړي.

په ننګرهار کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۴ تنه نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې څلور تنه د لسګونه کېلو ګرامه نشي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د سې شنبې په ورځ په سرخ رود ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۰۴ کېلو ګرامه چرس په داسې حال کې ونیول چې قاچاق وړونکو تورخم ته وړل.

ښاغلی دانش وایي چې د دغو موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پولیسو د روان کال له پیله بيا تر اوسه پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۱۴ ټنه نشي توکي نیولي او د قاچاق په تور یې ۲۴۵۷ کسان عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.

موحد: د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه نیول شوي

په مرکز او ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه ونیول شول.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند، خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دې ۱۳ تنو څخه پنځه‌یې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې هند ته د ۳.۶۸۵ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.

اته تنه نور بیا د هېواد په شپږو ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي چې درې کېلو ګرامه هیروئین، ۱۷۷ کېلو ګرامه تاریاک او څه باندې ۵۸۰ کېلو ګرامه چرس هم ورسره نيول شوي دي.

د کندهار په سپین‎بولدک کې ۳۵۶ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول

د کندهار ولایت د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي ځواکونو د کندهار په سپین‎بولدک کې د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک ونیول.

دی وايي:

"۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک چې د مېوې په کرېټونو او د کشمشو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو او پاکستان ته قاچاق کېدل، د شپې د ګزمې پر مهال د سرحدي پولیسو د کمي‌سارۍ له‎خوا نیول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په سپین‎بولدک ولسوالۍ کې یو بل تن هم د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی چې ۲۰ ګرامه هیروئین او ۶۰ ګرامه شیشه یا کرسټال ورسره وو.

مؤحد: ۷ ورځو کې د نشه‎يي موادو ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي

د کابل ولایت د هوايي ډګر د کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کېلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کېلو ګرامه تاریاکو، ۳۶۹ کېلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لیټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخه‌یې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتل‌یې هند ته هیروئين قاچاق کړي.

چارواکي: د طالبانو پر "سرې قطعې" د برید پر مهال نشه‎يي مواد نیول شوي

افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله‎والو طالبانو پر "سرې قطعې" د برید پر مهال په لسګونه کېلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کمانډو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له‎خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې د اووم کنډک کمانډو ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو د سرې قطعې پر پټن‎ځای باندې د برید پر مهال ۹۰ کېلو ګرامه چرس نيولي او بيا يې له‎منځه وړي دي.

په دې عملیاتو کې د وسله‎والو طالبانو ۱۷ هغه کسان هم نیول شوي چې د نشه‎يي موادو د قاچاقي کاروانونو امنیت‌يې ساته.

په فراه کې یو ایرانی د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو

افغان ځواکونو په فراه ولایت کې یو ایرانی وګړی د نشه‎يي توکو د قاچاق په تور ونیو.

د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، یو ایرانی وګړی چې ۶۷ کېلو ګرامه کرسټال یا شیشه یې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې ایران ته‌یې قاچاق کړي، د افغانستان سرحدي ځواکونو د ابو نصر فراهي په پوسته کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې ایرانيان له فراه څخه ایران ته د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول کېږي.

ننګرهار کې د نشه‌يي موادو څلور قاچاق کوونکي نیول شوي

د ننګرهار پولیسو د جلال‌اباد او تورخم پر لویه لاره د نشه‌يي موادو څلور تنه قاچاق کوونکي ونیول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دې څلورو کسانو غوښتل چې تر ۲۰۰ کېلو ګرامو زیات نشه‌يي مواد چې په دوو موترو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل‌يې له جلال‌اباده‌یې تورخم ته قاچاق کړي، د مارکو د بازار په سیمه کې پولیسو ونیول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د جلال‌اباد له ښار څخه د دې ولایت ځینو ولسواليو ته د نشه‌يي موادو د قاچاق مخه نيسي.

په جدي میاشت کې ۷۳ کسان د مخدره موادو عدلي او قضایي مرکز ته لېږل شوي

په افغانستان کې د روان لمریز کال د جدي په میاشت کې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۷۳ کسان د نورو څېړنو لپاره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ولېږل شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې کسانو کې د عامه خدماتو دوه کارکوونکي، درې ښځې او یو ایرانی هم شامل دي چې له دوی څخه ۲ کېلو ګرامه هیروئين، ۱۰ کېلو ګرامه تاریاک، ۵۰ کېلو ګرامه چرس، ۵۰ ليټره الکولي مشروبات او ۵۵ کېلو ګرامه کېمیاوي مواد هم تر لاسه شوي دي.

ښاغلی موحد وايي چې د جدي په میاشت کې پر ځینو مشکوکو قاچاق وړونکو د محکمو له‌خوا حکمونه هم صادر شول.

نوموړي وویل:

"د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ۴۳ قضیې ابتدائي محکمې، ۴۷ قضيې استېناف محکمې او ۱۸ قضیې د سترې محکمې د امنیت عامه دېوان ته د پرېکړو په خاطر لېږلې دي چې د ابتدائي محکمې له‌خوا ۵۸ کسان چې ۱۱ تنه‌یې د عامه خدماتو کارکوونکي، شپږ ښځې او یو ایرانی و، محکوم کړل. دغه ډول ۲۷ کسان د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې له‌خوا په ۲۰ کاله بند محکوم شول."

د یادونې وړ ده چې ۲۴ نقلیه وسایط، لسګونه موبايل ټيلیفونونه او يوه اندازه نغدې پیسې له قاچاق وړونکو څخه تر لاسه او د عدلي او قضايي مرکز له‌خوا د افغانستان بانک ته سپارل شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG