د زهرو کاروان
له نشهيي موادو سره د مبارزې په اړه د هلمند د والي خبرداری
د هلمند والي وایي، هر هغه دولتي مسؤل چې له نشهيي موادو سره په مبارزه کې لټي وکړي، مجازات به شي.
د هلمند والي حیاتالله حیات چې د دې ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسيون غړو د ستایلو په غونډه کې خبرې کولې وویل، نشهيي مواد په هلمند ولایت کې د جګړې مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.
دا ډېره ضروري ده چې د امنیت ټینګولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو له تولید سره جدي مبارزه وشي.
ښاغلي حیات دولتي مسؤلینو ته خبرداری ورکړ چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.
عبدالله: د کوکنارو د کښت لهمنځه وړل، د افغان حکومت له توانه وتلې
د افغان حکومت اجرائیه رئیس نشهيي مواد د افغانستان تر ټولو لویه اجتماعي ستونزه بولي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې غوښتنه کوي.
ډاکتر عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځیې د اجرائیه ریاست په دفتر کې د عامه پوهاوي او نشهيي موادو د غوښتنې کمولو غونډې ته خبرې کولې وویل، د کوکنارو کښت او نشهيي موادو د تولید عوامل لهمنځه وړل، په يوازې سر د افغان حکومت له توانه وتلې خبره ده، ځکه په نړیوال بازار کې د نشهیي موادو د بیې لوړوالي نړیواله غوښتنه زیاته کړې او په افغانستان کې یې روانې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې ده.
نوموړی وايي:
"د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید یو بحراني حالت دی. د ټولو دولتي ادارو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري، خو ستاسو تمرکز باید د تقاضا پر کمولو وي. د ستونزې یوه برخه بهرنی مارکېټ دی، هغه ګټه چې قاچاق کوونکي او نړیواله مافیا یې له دې درکه ترلاسه کوي، په هغو کې ترهګرې ډلې او سازمان شوي، جرمي شبکې هم شاملې دي چې د دې ټولو مخنیوی زموږ له توانه وتلی کار دی."
اجرائیه رئیس اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې خپل ټول پام د نشهيي موادو د غوښتنې کمولو ته واړوي.
زابل کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول
په زابل ولایت کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول، دغه مواد چې پهکې تریاک، هیروئین، چرس، شراب او نور مخدره مواد شامل وو، پرون چهارشنبه د دې ولایت په مرکز قلات کې د چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وسوځول شول.
د زابل د امنیه قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر څارمن سردار محمد هوتک وویل:
"له دغو موادو سره شااوخوا ۷۷ تنه د مخدره موادو مشکوک قاچاق وړونکي نیول شوي چې په دوه پهکې ښځې دي او ۲۷ عرادې وسایل هم نیول شوي چې په خپل وخت د کندهار ګمرک ته تسلیم شوي دي."
د ښاغلي هوتک په وینا دغه مخدره مواد په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي وو.
د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې زابل هم یو له هغو ولایتونو دی چې پهکې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
لوی درستیزانو په کابل کې د نشهیي موادو پر ضد په مبارزې ټینګار وکړ
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لوی درستیزانو او نظامي استازو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشهيي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشهيي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشهيي مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې، نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې دې کار په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید دوام ته زمینه برابره کړې ده.
عبدالله: د نشهیي موادو او معتادینو ډېرېدل د اندېښنې وړ دي
د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې په هېواد کې د نشهيي موادو او معتادينو ډېروالی د اندېښنې وړ دی.
د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د چهار شنبې په ورځ له نشهيي موادو سره د مبارزې د ملي کمېټې په ناسته کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ د کمزورې همغږۍ له امله انتقاد وکړ او زياتهيې کړه چې په افغانستان کې د نشهيي موادو د کښت، توليد او استعمال ډېرېدل، د ټول حکومت ناکامي ده.
په دې غونډه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د نشهيي موادو کښت او توليد ډېر شوی دی.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معين ویلي چې په تېر کال کې تقريباً درې زره کسان د نشهيي موادو د قاچاق او تولید په تور نیول شوي دي.
د کندز پولیسو د نشهیي موادو د قاچاق په تور ۷ تنه نیولي
د کندز ولایت پولیسو د نشهيي موادو د قاچاق په تور اووه تنه نیولي دي.
د کندز له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال ویسالدین تلاش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا کسان د کندز ښار په اړوندو ناحیو او شااوخوا سیمو کې د پولیسو لهخوا نیول شوي او یو تن چې غوښتل یې څلور کېلو ګرامه نشهيي مواد له تخار ولایت څخه کابل ته انتقال کړي، د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
نوموړی زیاتوي:
"دې ۷ کسانو د نشهيي موادو په قاچاق، تهدیدونو او وسلهوالو غلاوو کې لاس درلود او د عینالله په نوم د مزار شریف یو تن چې څلور کېلو ګرامه نشهيي مواد یې له تخار ولایت څخه قاچاق کول، پولیسو نیولی دی."
د ښاغلي تلاش په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې د لازیاتو څېړنو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.
په کابل کې ۲ تنه له ۳۰ کېلو ګرامه هیروئینو سره ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په کابل کې دوه تنه د ۳۰ کېلو ګرامو هیروئینو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د خاک جبار ولسوالۍ د ترهخېلو دښتې په سیمه کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین نیولي او په دې تور یې دوه تنه هم نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په روان لمریز کال کې یې ۲۱۴ ټنه بېلا بېل نشهيي مواد په مختلفو سیمو کې نیولي او په دې تور یې ۲۴۶۰ نیول شوي تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي دي.
د حامد کرزي په هوایي ډګر کې یو تن قاچاق وړونکی نیول شوی
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو یو تن د ۳ کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولی دی.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس دا مواد په یوه بکس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتلیې چې هندوستان تهیې قاچاق کړي چې د هوايي ډګر د مسؤلینو لهخوا ونیول شو.
د ښاغلي موحِد په وینا، له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ مخکې هم دوه تنه قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي وو.
ځایي اوسېدونکي: په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې
په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې چې له امله یې زیات کسان د نشه یي توکو پر څښلو روږدي شوي دي.
دوی له حکومت او مرستندویو ټولنو غواړي چې باید ورته ټولګټې پروژې پیل کړي او همداراز ورسره د معتادو کسانو د درملنې په برخه کې هم مرستې وکړي.
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکزي حکومت او مرستندویو ادارو تراوسه له دوی سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې هېڅ ډول مرستې نه دي کړي.
دوی وايي، په نورو ولایتونو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمیاوي سرې او نور شیان ورکول کېږي، خو د منډول اوسېدونکو ته تراوسه په دې برخه کې هېڅ ډول توجه نه ده شوې او زیاتوي چې د کوکنارو د کښت له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
اخوا د نورستان د مخدره موادو په ضد د مبارزې رئیس هارون واحد وایي، هڅه کوي چې نورګرام او منډول ته دبدیل معشیت پروګرامونه ورکړي او په دې برخه ځیني پروګرامونه په نظر کې نیول شوي چې په دغو پلانونو کې ورسره د کرنې ریاست هم همکار دی.
د نورستان ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي، ځمکې يې کمي دي، نو که چېرته ورته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي او یا هم ورته د باغدارۍ په برخه کې توجه وشي، نو له کمو ځمکو به ډېر حاصل ترلاسه او د کوکنارو له کرلو به لاس واخلي.
د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د ترهخېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
افغان چارواکي وايي چې مخدره مواد د ترورېستي ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پر ضد غوڅه مبارزه کوي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴ ټنه مخدره مواد ضبط شوي او ورسره نږدې ۲۵۰۰ زره مشکوک کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.