د زهرو کاروان
په کندهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پیل شو
په کندهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پیل شو.
د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین د سې شنبې په ورځ د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې پیل شو او تر دې مهاله پکې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
د ژېړۍ ولسوال جمال الدین ازادي راډیو ته وویل چې ۱۲۰ جریبه ځمکه یوازې په ژېړۍ ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې او دا کمپاین اوس هم دوام لري.
مسؤلین: د هيروئينو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نيول شوي
د هيروئينو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نيول شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کسان چې په جلا جلا توګه يې غوښتل یو اعشاریه ۴۲۸ کیلو ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ډیلي ته انتقال کړي، د پولیسو له خوا ونیول شول او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شول.
د ښاغلي موحد په وینا، پنځه تنه نور قاچاق وړونکي د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د ۱۶ کیلو ګرامه هیروئينو، ۱۲ کیلو ګرامه تاریاکو او ۵۵۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور ونیول چې دوسیې یې د څېړنو په حال کې دي.
تېرکال په ننګرهار کې د مخدره موادو ۳۷ قاچاق وړونکي نیول شوي
په تېر یوه کال کې په ننګرهار ولایت کې ۳۷ کسان د سلګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۷ تنه د ۱۵۶۸ کیلو ګرامه بېلابېلو نشه يي موادو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.
ښاغلی مشرقیوال وايي چې ننګرهار د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی او ډېری نشه يي مواد له ګاونډیو هېوادونو څخه دې ولایت ته قاچاق کېږي.
نوموړی وایي:
"ننګرهار یو سرحدي ولایت دی چې زیاتره نشه يي مواد، په ځانګړې توګه چرس له شمال ولایتونو څخه ننګرهار ته قاچاق کېږي، تاریاک له لغمان او کونړ څخه دلته راوړل کېږي، دغه ډول په خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو کې چرس کرل شوي او د قاچاق په خاطر د غني خېلو او دور بابا ولسوالیو ته انتقالېږي چې ډېری یې زموږ د پولیسو له خوا نیول شوي دي."
د یادونې وړ ده چې په یوه تازه پېښه کې د ننګرهار پولیسو ۳۱ کیلو ګرامه تاریاک له لغمان ولایت څخه د قاچاق پر مهال د دې ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې نیولي او یو تن یې هم د قاچاق په تور نیولی دی.
په کابل کې دوه تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په کابل کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو پر مهال په کابل کې ۱۷۳ کیلو ګرامه چرس ونيول چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
دوی غوښتل چې دا مواد له کابل څخه دباندې قاچاق کړي، خو د پولیسو له خوا د کابل په دسپیچري سیمه کې ونیول شول.
درانی: د کندهار پولیسو دوه تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول
د کندهار پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه تنه ونیول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو یو قاچاق وړونکی چې ۳۰۰ ګرامه هیروئين یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیو.
دغه ډول په يوه بله پېښه کې یو بل کس هم پوليسو ونيو چې غوښتل یې ۶۵ کیلو ګرامه چرس د کندهار ولایت له ډنډ ولسوالۍ څخه ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړي.
دا دوه کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.
دقیق: په هرات کې د ۵۸۶ معتادینو درملنه شوې
د هرات د امنيتي چارواکو په وينا د یوې میاشتې په جریان کې یې نږدې ۶۰۰ معتادین د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه راټول کړي دي.
د هرات ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا راغونډ شوي معتادین ټول بېکوره و او د ژمي سړې شپې یې تر شنه اسمان لاندې تېرولې>
ده وويل:
"په مجموع کې ۵۸۶ تنه بېکوره معتادین راټول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي، دغه ډول ځیني معتادین چې د هرات خپل خپل اوسېدونکي و، خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي."
د ښاغلي دقیق په وینا د معتادینو د راټولولو تر څنګ په رباط سنګي ولسوالۍ کې خلکو په خپله خوښه نږدې په خپلو ۲۰۰ جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار لهمنځه وړي دي.
چارواکي: په ننګرهار کې ۵۵۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیول شوي
د ننګرهار پولیسو د یوې اوونۍ په بهير کې نږدې ۵۵۰ کېلو ګرامه بېلا بېل نشهيي مواد نیولي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د سُرخ رود، دُربابا او جلالاباد-تورخم پر لویه لاره د عملیاتو په پايله کې نیولي او په دې تور یې پنځه کسان هم نیولي دي.
ښاغلی مشرقیوال زیاتوي:
"د تېرې اوونۍ په بهير کې نږدې ۵۵۰ کېلو ګرامه بېلا بېل نشهيي مواد نیول شوي او په دې تور ۵ تنه هم نیول شوي چې د څېړنو لپارهيې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په دې ولایت کې د هیروئينو درې کارخانې ویجاړې او په لسګونه کېلو ګرامه هیروئین او تاریاک ونیول.
موحد: ۸ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور په بند محکوم شول
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۸ تنه له ۵ څخه تر ۱۴ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.
د دې مرکز ویاند خالد موحِد ازادي راډیو ته وویل، دا کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د نشهيي موادو د بېلابېلو پېښو په تور نیولي دي.
ښاغلي موحِد زیاته کړه چې دوی ۱۰ تنه نور هم د دې مرکز د استېناف محکمې په بېلابېلو جزاګانو محکوم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان لمریز کال کې د نشهيي موادو د مخنیوي په خاطر په ټول افغانستان کې تر ۲۰۰۰ زیات عملیات تر سره شوي او په پایله کې يې ۲۸۴۸ تنه نیول شوي دي.
خوګياڼی: ننګرهار کې د هیروئینو د تولید ۳ فابریکې ویجاړې شوي
له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ویجاړې کړې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکرخېلو په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د هیروئینو د تولید پر فابریکو عملیات وکړل چې په نتيجه کې یې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ويجاړې شوي.
د عملیاتو پر مهال لسګونه کېلو ګرامه تاریاک او هیروئین تر لاسه شوي او په دې تور درې تنه هم نیول شوي دي.
په پنجشیر کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشهيي توکي ونیول شول
په پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشهيي توکي ونیول شول.
د پنجشیر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۳،۲۰۰ کېلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشیر پولیسو ۱۸۵ کېلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کېلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کېلو ګرامه کیمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان نیول شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.