د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

د زهرو کاروان

افغان حکومت تر دې وروسته نیول شوي تاریاک پلوري

افغان حکومت به تر دې وروسته د پولیسو له‌خوا نیول شوي تریاک د سوځولو پر ځای، پر بهرنيو هېوادونو خرڅوي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د نویو تعدیلاتو له مخې شوې ده.

د ښاغلي موحد په خبره، هغه شرکتونه چې د تریاکو رانيولو جواز لري، کولای شي چې دا تریاک رانيسي.

نوموړي وویل:

"تر دې وروسته افغان دولت د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې له بورډ سره د موافقې له مخې، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې داسې تعدیل راوستی چې هغه شرکتونه چې د تریاکو د رانيولو جواز لري او دا ترياک په صنعت کې کار ځیني اخلي، موږ یې ورباندې خرڅوو."

دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۱۸۹۱ کېلو ګرامه هيروئین، ۱۰۶۰۰ کېلو ګرامه مورفین او نږدې دوه نيم ټنه کېلو ګرامه تریاک نیولي دي.

۵۶۸ قضيې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرکز ته سپارل شوي

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د نشه‌يي موادو اړوند ۵۶۸ قضيې او ۷۴۱ مشکوک کسان د عدلي او قضايي تعقیب لپاره دې مرکز ته سپارل شوې دي.

د یاد مرکز ویاند خالد مؤحد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د نشه‌يي موادو د قاچاق په قضیو کې له نیول شویو کسانو څخه یو ایرانی، یو پاکستانی، ۲۸ ښځې او ۵۹ د عامه خدماتو کارکوونکي دي.

نوموړي وویل، تېر کال په کابل کې د نشه‌يي موادو اړوند ۲۰۰ جرمي قضيې او په دوهم قدم کې په ننګرهار کې ۱۰۵ قضيې ثبت شوې دي.

د کندهار د هوايي ډګر پولیسو د هیروئینو ۴ قاچاق کوونکي نیولي

د کندهار د هوايي ډګر پولیسو دوه نارینه او دوه ښځې په داسې حال کې نیولي چې د هېروئينو نږدې ۱۲۶ کپسولونه‌یې قاچاق کول.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو مشر سمونوال ولي شاه ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه‌يي موادو یوه قاچاق کوونکې ډله نیولې چې په خپلو خېټو کې یې لسګونه کېلو ګرامه نشه‌يي مواد هند ته وړل.

د ښاغلي ولي شاه په خبره په نیول شویو کسانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي چې غوښتل‌یې نشه‌يي مواد په خپلو کاليو کې قاچاق کړي.

ولي شاه زیاته کړه، په دې نیول شویو کسانو کې دوه تنه‌يې نارینه وو چې يوه‌يې د هېروئينو ۲۲ او بل‌يې ۲۵ کپسولونه په خپلو خېټو کې انتقالول.

دوی په داسې حال کې پولیسو ونيول چې له تلاشۍ تېر شوي، خو هند ته د پرواز د ځنډ له امله‌یې د یوه په خېټه کې د هیروئينو کپسول چاودلی او ناروغ شوی و.

د بغلان پولیسو د مخدره موادو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي

د بغلان ولایت پولیسو دوه تنه د لسګونه کېلو ګرامو نشه‌يي موادو په تور نیولي دي.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې د بغلان ولایت پوليسو د پلخمري په سیمه کې يو تن د تلاشۍ پر مهال نیولی چې غوښتل‌یې ۲۱ کېلو ګرامه هیروئين له بغلان ولایت څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي.

دی زیاتوي:

"۱۰ کېلو ګرامه خام چرس چې د کندز ولایت څخه په یوه موټر کې د کابل خوا ته وړل کېدل، د بغلان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیریت په شمرکمر بند کې نیولي او په دې تور څلور کسان هم نیول شوي چې له لومړیو څېړنو وروسته به‌یې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د بغلان پولیسو ۵۰۰ کېلو ګرامه هیروئين نيولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او غوښتل‌یې کابل ته‌یې چاقاق کړي.

د ننګرهار ولایت پولیسو ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین نیولي

د ننګرهار ولایت پولیسو ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار رسنيو ته وویل چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې دوه تنه قاچاق وړونکي په مومند درې ولسوالۍ کې نیولي دي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه، دې دوو تنو غوښتل ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین چې په یوه مازډا موټر کې یې ځای پر ځای کړي و او غوښتل‌یې کابل ته‌یې انتقال کړي، د مومند درې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونیول.

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په روانه میاشت کې د ۳۴۰ عملیاتو په ترڅ کې ۳۷۱ تنه قاچاق وړونکي نیولي او نږدې نهه نیم ټنه بېلابېل نشه‌يي مواد یې هم نیولي دي.

افغان ځواکونو ۸ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي

افغان ځواکونو په تېرو ۷ ورځو کې ۸ کسان په هېواد کې دننه او بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې ۸ کسانو کې څلورو يې دوه کېلو ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل‌یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي چې د هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول.

په درېیو نورو پېښو کې پولیسو څلور کسان په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ۳ کېلو ګرامه هیروئینو، ۹۴ کېلو ګرامه تاریاکو او ۲۲۹ کېلو ګرامه چرسو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته‌یې د څېړنو لپاره استولي دي.

په بغلان کې ۲ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونه کېلو ګرامو نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسین‎خېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کېلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې کابل ته‌یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول شول.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشه‎يي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۳ کسان د قاچاق په تور نیولي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ کسان په څلورو ولایتونو کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي پوليسو یو تن په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې ۳،۳۴۶ کېلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي له هوايي ډګر نه دبۍ ته قاچاق کړي.

د ښاغلي مؤحد په وینا په بېلابېلو پېښو کې په کابل، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې ۲۲ تنه نور قاچاق وړونکي هم نیول شوي چې ۲۱ کېلو ګرامه هیروئين،۲۱ کېلو ګرامه مورفین، ۳۳۶ کېلو ګرامه تاریاک، ۲۳۱۵ کېلو ګرامه چرس او ۴۶۲ لیټره الکولي مشروبات‌یې قاچاق کول.

ياده دې وي چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۱ کسان د نشه‎يي موادو په څو پېښو کې د لاس لرلو په تور له دوو څخه نيولې بيا تر ۳۶ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.

په کندهار کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول

په کندهار ولایت کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول.

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۲ زره ۴۹۵ کېلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیولي دي.

ښاغلی عبدالباقي وايي، د دې موادو د قاچاق په تور ۴۳۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

عبدالباقي زیاتوي:

"موږ په روان کال کې د نشه‎يي موادو ۱۷۰ پېښې لرو او د نشه‎يي موادو د مبارزې په برخه کې د هغو کسانو په لټه کې هم یو چې پر معتادینو نشه‎يي مواد د پرچون په ډول خرڅوي او تر دې دمه مو څو کسان نیولي هم دي."

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه دا دوهم ځل دی چې په کندهار کې نیول شوي نشه‎يي مواد سوځول کېږي.

د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی د قاچاق په تور نیول شوی

د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی په فرانسه کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د فرانسې سرحدي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ د «PIA» په نوم د پاکستان هوايي شرکت یوه سټي‎ورډ په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتل‌یې په ۷۴۹ نمبر پرواز کې نشه‎يي مواد فرانسې ته قاچاق کړي.

د فرانسې دولت تر دې مهاله د پاکستان د دې هوايي شرکت له کار کوونکي څخه د نیول شويو نشه‎يي موادو اندازه نه‎ده ښودلې او وايي چې په‎دې برخه کې څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان اروپايي هېوادونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاق اصلي لاره بللې او اروپايي بازارونو ته‌یې د دې موادو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG