د زهرو کاروان
په ننګرهار کې د هيروئينو د قاچاق په تور دوه تنه ونيول شول
په ننګرهار ولایت کې د لسګونو کيلو ګرامو هيروئينو د قاچاق په تور دوه تنه ونيول شول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوه نفره چې غوښتل يې ۵۱۵ کيلو ګرامه چرس د لارۍ موټر په وسيله له کندز څخه ننګرهار ته قاچاق کړي، پوليسو د روداتو ولسوالۍ په سيمه کې د ننګرهار ولايت پر لويه لاره ونيول.
د يادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې هم د ننګرهار پولیسو ۳۹ کيلو ګرامه چرس نيولي وو چې جلال اباد ته قاچاق کېدل.
په کندز کې د مخدره موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي
د کندز پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې درې تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه یو تنیې ۹ کېلو ګرامه هیروئین د کرولا موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای کړي او غوښتلیې له تخار څخهیې بلخ ولایت ته انتقال کړي چې د دوی پولیسو ونيول.
د ښاغلي رحماني په خبره له نیول شويو کسانو څخه تحقيقات کېږي او تر لومړنیو څېړنو وروسته بهیې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.
د هرات پولیسو د مخدره موادو د قاچاق په تور ۴ تنه نیولي
د هرات پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې څلور تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په درېیو بېلابېلو پېښو کې د هرات ښار او دې ولایت ته غځېدلو لویو لارو کې نیول شوي دي.
ښاغلی وليزاده زیاتوي:
"د هرات د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیس په تېره یوه اوونۍ کې توانېدلي چې د ۳۷ کېلو ګرامه هیروئینو، ۷۰۰ ګرامه شیشې او پنځه کېلو ګرامه چرسو د قاچاقو مخه ونیسي او په دې تور نیول شوي کسان د قانون منګولو ته وسپاري."
د هرات پولیسو په یوه بله پېښه کې نږدې یو میلیون پاکستانۍ کلدارې نیولي چې د مخدره موادو له عایداتو څخه ترلاسه شوي او له جلالاباد ښار څخه هرات ته د حوالې له لارې انتقال شوې وې.
په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپیان پیل شو
په تېره يوه اوونۍ کې په ننګرهار کې نږدې زر جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
د ننګرهار ولايت امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو په روان کال کې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره د کوز کونړ، نازيانو، خوګياڼو، روداتو، غنيخېلو او اچین ولسواليو اړوندو سیمو کې ګډ عمليات کړي چې په نتيجه کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
د ښاغلي مشرقيوال په خبره په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو لړۍ اوس هم دوام لري او د دوی پلان دا دی چې ۱۵۰۰ هِکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټي څخه پاکه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلي و چې سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.
په کابل کې له ۳۰۰ زیات معتادین د درملنې مرکزونو ته واستول شول
د عامې روغتيا وزارت د پوليسو په مرسته په کابل ښار کې تر ۳۰۰ ډېر معتادين راټول او د درملنې مرکزونو تهیې واستول.
د کابل ولايت امنیه قوماندان داوود امين د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د کابل د پل سوخته او ښار له واټونو يې ۳۰۵ معتادين ټول کړي.
ښاغلی امين له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې له کابل ښاره د معتادينو په راټولولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
نوموړی وايي:
"له ښاروالۍ غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، څو د معتادينو خیمې راټولې او پُل خالي کړو، خو د دې ټولو توکو راټولول د پوليسو له توانه وتلی، که ښاروالي او خلک همکاري ونهکړي، موږ دا کار يوازې نهشو کولای، موږ د معتادينو د راټولولو او نشهيي موادو د خرڅوونکو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي."
بلخوا د کابل امنيه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پوليسو مديريت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی له ۱۰ کېلو ګرامو چرسو سره نيولی دی.
د ننګرهار والي: محلي چارواکي دې په خپلو سيمو کې د کوکنارو کښتونه واړوي
د ننګرهار والي له محلي امنيتي مسؤلينو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې د کوکنارو کښتونه واړوي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل د ۱۴ ولسوالیو له امنيه قوماندانانو سره په غونډه کې وويل چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کښت دوام د اندېښنې وړ دی.
ښاغلي منګل له امنيه قوماندانانو وغوښتل چې د کوکنارو له کښت سره په کلکه مبارزه وکړي او د دې بوټي کښتونه لهمنځه يوسي.
د ننګرهار والي وايي چې تېر کال ۱۴ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه او په مقابل کې يې ننګرهار ته ۲۲ ميلیونه ډالر امتياز ورکړل شو، خو که په روان کال کې زر جريبه ځمکه هم د کوکنارو له کښته پاکه کړي، نو دې ولايت ته به ۲۸ میليونه ډالره امتياز ورکړل شي.
د هرات پوليسو د نشهيي توکو درې تنه قاچاقچیان نیولي
د هرات پوليسو درې تنه نيولي چې له هېواده دباندې يې لسګونه کېلو ګرامه نشهيي مواد قاچاق کول.
د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو مديريت رسنيو ته وويل چې دوی دوه تنه د ۲۰ کېلو ګرامو هيروئينو په تور نيولي او عدلي او قضايي مرکز تهيې سپارلي دي.
دې دوو تنو غوښتل چې دغه نشهيي مواد د هرات له غوريانو ولسوالۍ څخه اسلامقلعه ته قاچاق کړي.
بلخوا د اسلامقلعه پوليسو يو بل تن هم د قاچاقو په تور نيولی دی.
دې سړي غوښتل چې ۲۵۰ کېلو ګرامه هيروئين ايران ته قاچاق کړي.
د هرات سرحدي پوليس وايي چې دا نشهيي مواد يې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ ايښي و.
په کندهار ولایت کې درې کېلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول
درې کېلو ګرامه نشهيي مواد په داسې حال کې ونيول شول چې د کندهار له هوايي ډګره هندوستان ته قاچاق کېدل.
د کندهار هوايي ډګر مسؤلينو د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، درې تنو چې تر درې کېلو ګرامو ډېر هيروئينيې په يوه بیک کې ځای پر ځای کړي وو غوښتليې د کندهار له هوايي ډګرهيې ډېلي ته يوسي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې د هوا له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته د نشهيي موادو د قاچاقو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې ده.
د ننګرهار پولیسو دوه تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول
د ننګرهار پولیسو دوه تنه د ۸۴ کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي نشهيي مواد په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاق کوونکو غوښتل چې له بغلان ولایتهیې ننګرهار ته قاچاق کړي، خو د دوی پوليسو د سره رود ولسوالۍ اړوند د درونټې په سیمه کې ونيول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو دوه تنه د ۵۰ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق په تور نیولي وو.
د کابل پولیسو ۲۵ کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي
د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۵ کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل ۱۰۱ نمبر اسمايي زون قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی پولیسو د کابل په بېلابېلو سیمو کې، ۲۵ عملیات کړي او د دې عملیاتو په نتيجه کې يې د مخدره موادو ۲۵ تنه خرڅوونکي او قاچاق کوونکي نيولي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، له دې کسانو سرهيې ۱۳ کېلو ګرامه تاریاک، ۳۹۶ ګرامه هیروئین، ۴۷ ګرامه شیشه او ۱۶ تابلېټ «کا» ګولۍ نيولې دي.