د زهرو کاروان
په ننګرهار کې د نشه يي موادو د پلور او قاچاق په تور ۴۷تنه نیول شوي
د ننګرهار پولیسو په تېره یوه میاشت کې په ۳۳ پېښو کې ۴۷ کسان د نشه يي موادو په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د روان شمسې کال د حمل په میاشت کې ۴۷ کسان د ۷۰۰ کېلو ګرامو تاریاکو، ۳۱۶۶ کېلو ګرامو چرسو او لسګونو کېلو ګرامو کېمیاوي موادو په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ تنو يې نشه مواد په پرچون ډول خرڅول او نورو ۳۷ تنو یې بیا په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي موادو قاچاق کاوه.
له کابل ښار نه ۳۹۰ معتادین د درملنې مرکز ته ولېږدول شول
د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نېږدې ۴۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول.
د کابل امنیه قوماندان داود آمین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو د نشه يي موادو په برخه کې د همکارو ادارو په ملګرتوب ۳۹۰ تنه معتادین د پل سوخته، کابل شپږمې امنیتې حوزې او سرای شمالي له غونډۍ څخه را ټول او درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته یووړل.
د معتادینو را ټولولو پروګرام چې په روان کال کې پیل شوی، په څلورو پړاوونو کې یې نېږدې زر تنه معتادین د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه را ټول او درمنلې مرکزونو ته استولي دي.
ښاغلی امین وايي چې د معتادینو د را ټولولو ترڅنګ د پرچون خرڅوونکو نیول هم روان دي او هڅه کوي چې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي.
په هرات کې ۳کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په هرات ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دا درې کسان چې د بادغیس او هرات اوسېدونکي و، غوښتل یې یو کېلو او ۵۳ ګرامه نشه يي مواد د هرات یوولسمې او نهمې ناحیې ته انتقال کړي."
په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت نږدې یو کېلو ګرام بېلا بېل نشه يي مواد په یوه کور کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
ښاغلی ولیزاده وايي چې د کور خاوند تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.
د بېلابېلو نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۹تنه نیولي شوي
۱۹ تنه تر دوه زره کېلو ګرامه زیاتو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په اوو ولایتونو کې ۱۹ تنه قاچاق وړونکي، د ۸۹ کېلو ګرامو هیرويينو،۱۸ کېلو ګرامو تاریاکو،۲۵۱۱ کېلو ګرامو چرسو، ۵۹کېلو ګرامو کېمیاوي موادو، تقريباً يو کېلوګرامو شیشې یا کرسټالو او ۱۳۵ ټابلېټ (K) ګولیو په تور نیولي دي.
د دې ۱۹ تنه قاچاق وړونکو څخه درې تنه یې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې مرکز ابتدائیه محکمې په څلورو پېښو کې ۷ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور له یوه څخه تر شلو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.
د هرات چارواکي: نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيول شوي
د هرات پولیسو د یو لړ عملیاتو په لړ کې نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيولي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي مواد د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې په یو کور کې ځای پر ځای شوي وو چې د دوی د پولیسو لاس ته ورغلل.
نوموړی وايي:
"نیول شوي مخدره مواد ۱۹ کېلو او ۴۰۰ ګرامه دي چې زموږ د پولیسو لهخوا کشف او ترلاسه شوي. د دې موادو په تور لا تر اوسه څوک نهدي نیول شوي، خو عاملینیې پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي."
دا پهداسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې د هرات پولیسو درې تنه د مخدره مواد د قاچاق په تور نیولي چې یو تنیې غوښتل ۲۵۰ کېلو ګرامه تریاک له هراته ایران ته قاچاق کړي.
د ننګرهار چارواکي: تېره اوونۍ ۲۱۵ کېلو ګرامه مخدره مواد کشف شوي
د ننګرهار پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۱۵ کېلو ګرامه مخدره مواد کشف کړي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مخدره مواد د ننګرهار پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې په دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې نيولي دي.
نوموړی وايي:
"په تېره یوه اوونۍ کې شااوخوا ۲۱۵ کېلو ګرامه بېلابېل نشهيي مواد کشف شوي او په تور یې ۵ کسان نیول شوي دي. دا مواد د دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاس ته ورغلي دي."
د یادولو ده چې د ننګرهار پولیسو له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه له نږدې یوې میاشتې راهیسې پهدې ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې د چارواکو په باور تر دې دمه زرګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او یاد کمپاین اوس هم دوام لري.
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مرکز ته ۵۳ قضیې استول شوي
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز مسؤلین وايي چې د روان شمسي کال د حمل په میاشت کې د مخدره موادو د قاچاق ۵۳ قضیې د څېړنو لپاره دې مرکز ته استول شوې دي.
د دې مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قضیو په تړاو د یوې ښځې، ۴ دولتي کار کوونکو او یوه ايراني سړي په ګډون ۶۵ کسان نیول شوي دي.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قضیو ډېره برخه د حامد کرزي نړیوال هوايي میدان اړوند قضیې دي.
د یادونې وړ ده چې پهدې موده کې د مخدره موادو پر وړاندې د ابتدائیه محکمې لهخوا د یوې ښځې په ګډون ۲۸ تنه او د استېناف محکمې لهخوا ۲۳ تنه په بند محکوم شوي دي.
د کابل پوليسو ۴ تنه د نشه يي ګوليو د جوړولو او خرڅولو په تور ونيول
د کابل ولایت پوليسو څلور تنه د نشه يي ګوليو د جوړولو او خرڅولو په تور ونيول.
د کابل امنيې قوماندان داود امين د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، د کابل پوليسو د څلورمې، اتمې او نهمې امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کې څلور تنه په داسې حال کې ونیول چې د ټابلېټ کا په نوم نشه يي ګوليو په جوړولو بوخت وو.
له دې څلورو تنو سره زر دانې ټابلېټ کا ګولۍ، د دې ګوليو جوړولو وسايل، کيمياوي مواد او پر دې سربېره، څو کيلو ګرامه نور نشه يي مواد هم نيول شوي دي.
دا مواد په داسې حال کې نيول کېږي چې په دې وروستيو کې په کابل کې د بېلابېلو نشه يي موادو، په تېره بیا ټابلېټ کا ګوليو استعمال او خرڅول ډېر شوي دي.
په تېره اوونۍ کې ۸۵ تنه د نشه يي موادو قاچاقوونکي نیول شوي
د کورنيو چارو وزارت په تېره اوونۍ کې ۸۵ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د دوی پوليسو په تېره اوونۍ کې د عملياتو او لويو لارو باندې د تلاشۍ په نتيجه کې له قاچاق کوونکو څخه تر ۸۹۸ کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي دي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۸۵ تنه نيول شوي او له دوی سره ۱۸ موټرونه، وسلې او يوه اندازه نغدې پيسې هم نيول شوي چې د نشه يي موادو په قاچاق کې کار ځنې اخيستل کېده.
په هلمند کې له ۱۰ زرو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې له ۱۰ زرو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.
د هلمند د ولايت مقام رسنيو ته وويل، د کومانډو اووم نمبر کنډک د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هيروئينو جوړولو پر يوه کارخانه بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۹ زره کيلو ګرامه تارياک او ۱۲۵۰ کيلو ګرامه هيروئين ونيول.
په دې عملياتو کې د هيروئينو جوړولو يوه دستګاه، د هيروئينو د کڅوړو ګنډلو يو ماشين، د تارياکو جوړولو ځيني سامان الات او لوښي او پر دې سربېره ۱۵ بوجۍ هغه کيمياوي مواد هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېده.