د زهرو کاروان
موحد: په ثور میاشت کې ۷۳ د مخدره موادو قاچاق کوونکی نیول شوي
افغان ګډو ځواکواکونو د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د نشهيي موادو تر ۷۰ ډېر قاچاق کوونکي نیولي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۳۰ ورځو کې د ۶۶ پېښو په نتيجه کې د بېلا بېلو ولایتونو ۷۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.
له دې کسانو سره تر ۱۱۱ کېلو ګرامو زیات هیروئين، ۲۷ کېلو ګرامه مورفین، ۴۱۰ کېلو ګرامه تریاک، ۳۶۱۱ کېلو ګرامه چرس، تر ۱۱ کېلو ګرامو زیاته شیشه یا کرسټال، ۵۰۴ لیټره تېزاب او ۵۷۴ ټابلېټ «K» ګولۍ نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو د دوو ښځو په ګډون ۸۰ کسان مجازات کړي او د نشهيي موادو د قاچاق په تور یې له یوه څخه تر ۱۵ کالو بند باندې محکوم کړي دي، دغه ډول د ثور په میاشت کې د نشهيي موادو د ۱۷ جرمي پېښو په اړه حکمونه صادر شوي دي."
د مولانا جلالالدین بلخي په هوايي ډګر کې ۲ قاچقچیان نيول شوي
د مولانا جلالالدین محمد بلخي په هوايي ډګر کې دوه تنه نيول شوي چې غوښتليې هندوستان ته نشهيي مواد قاچاق کړي.
د مولانا جلالالدین محمد بلخي د هوايي ډګر د پولیسو قوماندان خان محمد مطمئن د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دې دوو تنو د هیروئینو ۳۶ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتليې هند تهیې قاچاق کړي چې پولیسو ونيول او تر نيولو وروستهيې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونیو کې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته د نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی چې یوازې په تېرو درېیو اوونیو کې نږدې ۲۰ تنه په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
هرات کې ۳ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ونیول شول
په هرات ولایت کې درې تنه د نشهيي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ونیول شول.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې د اتمې حوزې پولیسو دوه تنه هغه مهال نیولي چې ۸ کېلو ګرامه چرسیې د «اوبه» ولسوالۍ له لارې د ولایت مرکز هرات ته انتقالول.
له بله پلوه د هرات پولیسو د نشهيي موادو یو پرچون خرڅوونکی د هیروئينو له ۵۰۳ پوړیو سره یوځای نیولی چې په ښار کې یې نشهيي مواد خرڅول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د هرات پولیسو په دوو پېښو کې ایران ته د لسګونه کېلو ګرامه تریاکو د لېږلو مخه ونیوله او په دې تور يې دوه ایرانیان هم نیولي دي.
ستانکزی: د نشهيي توکو د قاچاق کوونکو پر خلاف ۲۲ عملیات شوي
د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشهیي موادو د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر خلاف ۲۲ عملیاتونه کړي دي.
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو تېره اوونۍ د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر وړاندې ۲۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۲۴ کسان له ۲۲۷ ګرامه هیروئینو، ۲۷ ګرامه شیشې، ۵۰۸ ګرامو چرسو او ۴۱۳ کېلو ګرامو تریاکو سره نیولي دي.
نوموړی وايي:
"په تېره یوه میاشت کې مو ۸۲ کسان ونیول چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې نشهيي مواد خرڅول. دغه ډول په هغو ځانګړو عملیاتو کې چې پولیسو په دهسبز ولسوالۍ کې ترسره کړل، څلور کسانیې له ۱۰ کېلو ګرامو هیروئینو سره نیولي دي."
د یادونې وړ ده چې د کابل پولیسو د روان شمسي کال له پیله د نشهيي موادو د خرڅوونکو او کابل ښار څخه د معتادینو د راټولو په برخه کې عملیات پيل کړي چې تر اوسهیې تر زرو زیات معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته سپارلي دي.
د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي
د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته وویل چې دوو قاچاق کوونکو غوښتل په موټر کې ۸۸ کېلو ګرامه ځای پر ځای کړي تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د پولیسو لهخوا ونیول شول.
تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۷ تنه د قاچاق په تور نیول شوي
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اووه تنه د قاچاق په تور ونیول شول.
له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې اوو تنو غوښتل په خپلو خېټو او بکسونو کې څلور کېلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو ونیول.
په ورته وخت کې پولیسو په کابل، جوزجان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه نیولي دي چې څو کېلو ګرامه هیروئين، ۱۱۴ کېلو ګرامه تریاک، ۱۵۷کېلو ګرامه چرس، ۸۱۱ کېلو ګرامه کیمیاوي مواد او ۴۲ ګرامه شیشه يا کرسټال هم ورسره نیول شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د قاچاق په تور نیولي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د درېیو ښځو په ګډون، بهر او داخل کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لهخوا ازادي راډیو ته رسېدلې، راغلي چې له دې ۲۹ کسانو څخه ۱۱ تنو یې غوښتل چې په خپلو بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي نشهيي مواد د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې د هند پايتخت ډهلي ته قاچاق کړي.
له نیول شویو کسانو څخه تر ۴۲ کېلو ګرامو ډېر هیروئین، ۱۵۸ کېلو ګرامه تریاک، ۹۴ کېلو ګرامه چرس، څلور کېلو ګرامه کیمیاوي مواد، ۹ کېلو ګرامه شیشه او ۳۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ کسان تر ۱۵ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.
د کابل پولیسو تېره اوونۍ ۳۰ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي
د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۳۰ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل ولایت امنیه قوماندان داود امین ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د ۲۳ عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کسان د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور د کابل ښار په بېلابېلو برخو کي نیولي او له دوی سرهیې ۱۰ کېلو ګرامه هیروئين، ۵۴ کېلو ګرامه شیشه، نږدې دوه کېلو ګرامه چرس، ۲۴ دانې ټابلېټ کا (K) ګولۍ او ۱۲۳ بوتله الکولي مشروبات هم نیولي دي.
ښاغلی امین وايي چې په کابل ښار کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو نیول دوام لري او هڅه کوي چې له دې عملیاتو سره يوځای له کابل ښار څخه د معتادینو د راټولولو کمپاین هم پر مخ بوځي.
په ننګرهار کې پولیسو ۷۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد ونیول
د ننګرهار پولیسو په درېیو بېلابېلو پېښو کې ۷۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد ونیول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته وویل چې د دې قومندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۵۶ کېلو ګرامه چرس ونيول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
په یوه بله پېښه کې د ننګرهار پولیسو ۲۲ کېلو ګرامه چرس د سره رود او جلالاباد پر لویه لاره د تلاشۍ پر مهال نيولي دي.
دا نشهيي مواد په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له سره رود ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کېدل او د پېښې په تړاو د نشهيي موادو درې تنه قاچاق کوونکي هم نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې د ننګرهار پولیسو ۳۵۳۱ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي او په دې تړاو یې ۴۲ قاچاق کوونکي هم عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
د کابل ښار له څلورو ناحیو ۲۵۰ تنه معتادین را ټول شول
د کابل ښار له څلورو ناحیو ۲۵۰ تنه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته وسپارل شول.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریف د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې له پل سوخته څخهیې معتادین راټولول، ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ مو د کابل د درېیمې، پنځمې، شپږمې او اوومې ناحیې څخه ۲۵۰ معتادین راټول او د در ملنې لپاره مو د ابن سینا زر بستریز او نورو روغتونونو ته واستول.
نوموړي وویل:
"یوه ستونزه شته چې هغه نشهيي موادو ته اسانه لاسرسی دی، همدا ستونزه ده چې کله موږ د معتادینو درملنه کوو، له بده مرغه چې له روغتون څخه تر رخصتېدلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي، اصلي علتیې بېکاري ده، په دومره شمېر زیاتو خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کول مشکل کار دی."
په کابل کې د معتادینو راټولولو د ګډ ټیم مسئولین وايي چې د روان کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې یې تر زرو زیات معتادین له کابل ښار، په تېره بيا له هغو سيمو راټول کړي چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وه.