د زهرو کاروان
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۴۷ کسان نیولي
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۴۷ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي موادو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې ۳۳ عملیاتونه کړي چې په نتيجه کې یې ۴۷ کسان تر ۶۵۲ کېلو ګرامو زیاتو نشهيي موادو سره نیولي او بيا يې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.
له نیول شویو کسانو څخه تر دوو کېلو او ۸۳۲ ګرامو ډېر هیروئین او ۳۵۴ کېلو ګرامه تریاک نیول شوي چې په هېواد کې دننه او بهر تهیې قاچاق کول.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.
د هرات د هوايي ډګر پولیسو ۲ تنه د نشهيي توکو قاچاقچیان نیولي
د هرات ولایت د هوايي ډګر پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتلیې نشهيي مواد هند ته قاچاق کړي.
د هرات د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نېکنام ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د هرات ولايت اوسېدونکي دي.
دوی د هیروئینو ۱۸۳ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتلیې په مستقیم پرواز کې يې د هندوستان ډېلي ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو ۴۵ ورځو کې د هرات ولايت سرحدي پولیسو ۲۳ کسان نیولي چې غوښتلیې ۱۲ کېلو ګرامه نشهيي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.
امریکا یو پاکستانی د نشهيي توکو د شبکې د رهبرۍ په تور محکوم کړ
د امریکا متحده ایالاتو فډرال محکمې یو پاکستانی د نشهيي موادو د شبکې د رهبرۍ په تور په عمري بند محکوم کړ.
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شهباز خان په نوم پاکستانی په ۲۰۱۶ میلادي کال په لیبریا کې نیول شوی او بیا د امریکا متحده ایالاتو ته سپارل شوی دی.
دا پاکستانی په افغانستان او پاکستان کې د نشهيي موادو د یوې قاچاقي شبکې په رهبرۍ تورن شوی چې په زرګونه کېلو ګرامه هیروئینیې د هوا او سمندر له لارې امریکا ته قاچاقول.
د نیویارک فډرال محکمې قاضي د قضائيه غونډې په پای کې اعلان وکړ چې شهباز خان به لومړی نشهيي مواد له افغانستان او پاکستانه امریکا ته قاچاق کول او بيا بهيې لهدې لارې لاسته راغلې پیسې هغو جنګي ډلو ته ورکولې چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.
پر شهباز خان د محکمې وروستۍ پرېکړه به د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وشي.
مؤحد: تېره اوونۍ تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي
په تېره یوه اوونۍ کې تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لهخوا په بند محکوم شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۴ کسان چې د نشهيي موادو د قاچاقو په ۱۴ قضیو کې نیول شوي، د ابتدائیه او استېناف محکمو لهخوا له ۶ میاشتو څخه نيولې تر ۲۰ کالو پورې پر بند محکوم شول.
ښاغلی مؤحد وايي، په تېره اوونۍ کې ۳۳ کسان چې د افغان ځواکونو لهخوا په ۲۲ عملیاتو کې نیول شوي، له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نورو څېړنو لپاره لېږل شوي دي.
دی وايي:
"نهه کسان د هیروئینو د قاچاق په بېلابېلو قضیو کې نيول شوي چې غوښتلیې د حامد کرزي له تړیوال هوايي ډګره هیروئین قاچاق کړي، دوی د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. دې کسانو په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نشهيي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتلیې چې هند تهیې قاچاق کړي."
له دې کسانو سره ۳۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۲۵۴۰ کېلو ګرامه مورفین، ۵۶۹۰ کېلو ګرامه تریاک، ۵۴ ګرامه شیشه یا کرسټال او ۵۲۵۸ ټابلېټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.
تېره اوونۍ په ۴ ولایتونو کې د مخدره موادو ۱۶ قاچاق وړونکي نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۶ کسان په هېواد کې دننه او بهر د ۵۶۲ کېلو ګرامه نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ کسانیې په څلورو ولایتونو کې د قاچاق په پېښو کې نیولي او له دوی سرهیې ۱۶ کېلو ګرامه هیروئين، ۱۰۱ کېلو ګرامه تریاک، ۴۴۴ کېلو ګرامه چرس او تر یوې کېلو ډېره شیشه یا کرسټال او کيمیاوي مواد هم نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوو تنو یې غوښتل چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې ځای پر ځای کړي هیروئين د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي.
د هرات پولیسو ۱۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي
ځایي چارواکي وایي چې د هرات پولیسو ۱۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول.
د هرات ولایت امنیه قوماندان امینالله امرخېل رسنیو ته وویل، دا ۱۳ کسان د هرات د هوايي ډګر پولیسو او نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت په ګډو عملیاتو کې نیولي چې غوښتليې د هیروئينو ۷۳۸ کپسولونه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.
نوموړي وویل:
"د پولیسو له عملیاتو سره قاچاق کوونکي هم د قاچاق لارو چارو ته بدلون ورکوي، د قاچاق کوونکو وروستۍ طریقه په خېټو کې د نشهيي موادو انتقال دی، په بېلابېلو وسايلو، بکسونو، کامرو او ان د مربا او رُبو په سر پټو قطیو کې نیول شوي دي."
له دې ۱۳ کسانو سره ۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیول شوي دي.
د هرات پولیسو د روان لمریز کال له پیل څخه بيا تر اوسه ۴۸ کسان نیولي او عدلي او قضايي مرکز تهيې سپارلي دي.
په دې موادو کې تر ۳۷۵ کېلو ګرامو ډېر نشهيي مواد یې په هېواد کې دننه او بهر قاچاق کول.
په فراه کې یو ایرانی قاچاق وړونکی نیول شوی
په فراه ولایت کې یو ایرانی د ۲۹ کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شو.
د فراه د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یو ایرانی چې غوښتلیې ۲۹ کېلو ګرامه نشهيي مواد ایران ته قاچاق کړي، د ابو نصر فراهي له سیمې څخه تېرېده چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيو.
په نیول شویو موادو کې ۲۸ کېلو ګرامه کرسټال او ۹۴۰ ګرامه تریاک شامل دي چې د اوبو په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتليې چې د ټانکر په وسيلهيې انتقال کړي.
د یادونې وړ ده چې ایرانی ټانکر چلوونکی نیول شوی او له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.
په کندهار کې د هیروئینو د چاقاق په تور ۲ تنه نیول شوي
دوه کسان چې غوښتلیې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي هیروئين له هېواده بهر قاچاق کړي، د کندهار د ملي امنیت کارکوونکو ونیول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د ملي امنیت ریاست لهخوا خپره شوې راغلي چې دې دوو کسانو د هیرويينو ۳۵ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتلیې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي چې هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې د ملي امنیت کارکوونکو ونیول.
په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې بهر ته د هیروئينو قاچاق کوونکي نیول کېږي.
په ننګرهار کې د لسګونه کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق مخه نیول شوې
د ننګرهار پولیسو د لسګونه کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې غوښتلیې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیروئین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.
په هرات کې درې تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په هرات ولایت کې درې تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
د هرات ولایت د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیک نام رسنیو ته وویل چې د هرات د هوايي ډګر پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې غوښتلیې تر یوه کېلو زیات نشهيي مواد هند ته قاچاق کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دې قاچاق کوونکو هر یوه د هیروئینو ۵۰ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او د دې قاچاق په بدل کې درې زره امریکايي ډالر ورکړل شوي و."
په یوه بله پېښه کې یو تن د پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيول شوی چې غوښتلیې ۶ کېلو ګرامه تریاک د هرات ښار ته انتقال کړي، دی عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د نشهيي موادو قاچاق زیات شوی او د قاچاق کوونکو د نیولو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.