د زهرو کاروان
له نشهيي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلولو سیالۍ!
له نشهيي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د نجونو او هلکانو د ټیمونو بایسکل ځغلولو سیالي وشوه.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا سیالي د پنجشنبې په ورځ پهداسې ډول ترسره شوه چې سيالي کوونکو دا شعار بدرګه کاوه چې «نشهيي مواد انسان تباه کوي».
د يادونې وړ ده چې د بايسکل ځغلولو دا ټيم د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه روان او تر کاپیسا ولایت پورې به ۴۵ کیلو ميټره لاره ووهي.
یاده دې وي چې دا سیالي د بایسکل ځغلولو فډراسیون په همکارۍ جوړه شوه.
محمد سمیع: نیمروز کې په یوه کال کې ۳۶ ټنه مخدر مواد سوځول شوي
د نیمروز والي محمد سمیع وايي، په یوه کال کې يې ۳۶ ټنه مخدر مواد سوځولي دي.
ښاغلي سمیع پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د مخدرو موادو د قاچاق وړونکو په وړاندې له هېڅ ډول زغمه کار نه اخېستل کېږي.
د نیمروز والي وویل چې په هغه ولایت کې د مخدرو موادو کښت هم بند شوی دی.
محمد سمیع زیاته کړه:
"موږ له مخدرو موادو، کښت او قاچاق وړونکو سره په ډېر شدت مبارزه کوو. په نیمروز کې «د مخدرو موادو» کښت هم نشته او موږ چا ته اجازه هم نه ورکوو چې د مخدرو موادو قاچاق دلته وکړي، که يې دا کار کړي وي، هغوی نیول شوي او قانون ته سپارل شوي دي."
نیمروز د ایران له سیستان او بلوچستان ولایت سره پر پوله پروت دی.
په دې سیمه کې څو ورځې وړاندې د مخدرو موادو د قاچاق وړونکو او د ایران د سرحدي ساتونکو ترمنځ په نښته کې د ایران دوه سرحدي ساتونکي ووژل او درې تنه زخمیان شول.
د ایران د سرحدي قواوو قوماندان د ګډ سرحد پر امنیت او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه د خبرو لپاره د سې شنبې په ورځ کابل ته ولاړ.
په هرات کې سل تنه معتادین د درملنې مرکزونو ته لېږل شوي
له هرات ښاره سل تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول.
د معتادینو د درملنې د یوه خصوصي مرکز مسؤل نور محمد عرب د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا سل کسان چې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، را ټول او دې مرکز ته واستول شول.
په پام کې ده چې دا معتادین تر درملنې وروسته د هرات ولایت د حرفوي زده کړو مرکز ته واستول شي، تر څو د يوه کسب تر زده کولو وروسته، د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پيدا کړي.
د یادونې وړ ده چې د معتادینو د درملنې دې خصوصي مرکز په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۴۰ معتادینو درمنله کړې او خپلو کورنيو ته يې روغ رمټ ورسپارلي دي.
ستانکزی: ۱۹ تنه د نشه يي موادو قاچاقوړونکي او پلورونکي نیول شوي
د کابل پولیسو درې تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او ۱۶ تنه نور یې د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس نیولي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دوو لومړیو پېښو کې درې کسان هغه مهال پولیسو ونیول چې غوښتل یې ۲۲ کیلو ګرامه تاریاک په جلا جلا توګه د کابل ولایت کاریزمیر سیمې ته قاچاق کړي.
نوموړي وویل:
"ّ په تېره یوه اوونۍ کې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې (۱۶) کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي چې د ټابلېټ کا په ګډون یې څو کیلو ګرامه نشه يي مواد هم ورسره نیول شوي دي."
په څو نورو پېښو کې د کابل ۱۰۱ اسمايي زون پولیسو د اختر په ورځو کې د ښار په بېلا بېلو ناحیو کې د نشه يي موادو څو خرڅوونکي نیولي او د نورو څېړنو لپاره یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
په کابل کې هند ته د قاچاق کېدونکو هېروئینو مخه نیول شوې
هند ته د نېږدې درې کیلو ګرامو هیروئينو د قاچاق مخه ونیول شوه.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي هوايي ډګر سرحدي پولیسو رسینو ته لېږلې، راغلي چې د حامد کرزي د هوايي ډګر پولیسو درې تنه قاچاق کوونکي نیولي، دوی غوښتل چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نېږدې ۳ کیلو ګرامه هیروئين هند ته قاچاق کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو روزونکو له خوا د مسلکي پرسونل د روزلو او پرمختللو وسائلو له دوی سره مرسته کړې چې د قاچاق کوونکو مخه ونيسي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۶قاچاق کوونکي نیولي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۶ کسان نیولي چې تر زرو کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد یې په هېواد کې دننه او دباندې قاچاق کول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په کابل، فراه او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي او ورسره ۳۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۹۴۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۱ کیلو ګرامه چرس، ۱۵۰ کیلو ګرامه جامد کيمیاوي مواد او ۲۱۹۳ د نېښ وهلو ځانګړي تېغونه هم نیولي دي.
دی وایي:
"ّپه دې ۱۶ کسانو کې ۷ تنو یې غوښتل چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې ځای پر ځای کړي نشه يي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ډهلي ته قاچاق کړي، دا کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې مسؤلینو نیولي او د څېړنو لپاره یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي."
د یادونې وړه ده چې په دې وروستيو کې د هغو کسانو نیول ډېر شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې نشه يي مواد بهر ته قاچاق کوي او په دې لړ کې تېره اوونۍ هم د حامد کرزي په هوايي ډګر کې په دې تور پنځه کسان نیول شوي وو.
مؤحد: په ۸ ولایتونو کې ۲۸ کسان د قاچاق په تور ونیول شول
د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۲۸ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشهیي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په اتو ولایتونو کې عمليات کړي او په نتيجه کې يې ۲۸ کسان د ۲۴ کېلو ګرامه هیروئینو، ۱۲۰۰ کېلو ګرامه مورفینو، ۹۷ کېلو ګرامه تریاکو، ۱۰۵۰ کېلو ګرامه جامدو کیمیاوي موادو ۷۲ کېلو ګرامه شیشې یا کرسټالو او ۳۷ ټابلېټ «K» ګولیو په تور نیولي دي.
د مؤحد په وینا په نیول شویو کسانو کې پنځو يې غوښتل چې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي نشهيي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۱ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.
له هراته بهر ته د نشهیي موادو قاچاق کوونکی نیول شوی
پولیسو یو تن نیولی چې غوښتلیې نشهيي مواد له هراته بهر ته قاچاق کړي.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس غوښتل ۱۰ کېلو ګرامه چرس له هراته اسلام قلعه ته قاچاق کړي چې د لويو لارو پولیسو د هرات او اسلام قلعه پر لویه لاره ونیو او تر لومړنیو څېړنو وروستهیې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلی دی.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو د قاچاق کوونکو له ۳ ډلو سره نښته وکړه
د تاجکستان سرحدي ځواکونو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د قاچاق کوونکو له درېیو ډلو سره نښته وکړه، دې قاچاق کوونکو غوښتل چې له افغانستانه تاجکستان ته نشهيي مواد قاچاق کړي.
د تاجکستان د سرحدي ځواکونو یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» په یوه خبري ناسته کې وویل چې د قاچاق کوونکو درې ډلو په درېیو بېلابېلو پېښو کې هڅه وکړه، تر ۵۰ کېلو ګرامو ډېر نشهيي مواد له افغانستانه تاجکستان ته قاچاق کړي چې د تاجکستان له ځواکونو سره د وسلهوالې نښتې په ترڅ کې قاچاق کوونکي بېرته افغانستان ته واوښتل او نشهیي مواد ځینې پاتې شول.
له دې درېیو ډلو څخه ۵۷ کېلو ګرامه چرس او دوه کېلو ګرامه تریاک د تاجکستان سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي، خو دواړو لورو ته کوم ځاني زیان نهدی اوښتی.
نیمروز: یو قاچاق کوونکی تر ۵ لکو ډېرو پاکستاني کلدارو سره ونیول شو
په نیمروز ولایت کې یو قاچاق کوونکی تر پنځو لکو ډېرو پاکستاني کلدارو سره ونیول شو.
د نیمروز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» رسنیو ته وویل چې پولیسو یو قاچاق کوونکی د نیمروز په مرکز زرنج کې پهداسې حال کې نیولی چې تر پنځو لکو زیاتې پاکستانۍ کلدارې یې له دې ولایته ګاونډي ولایت ته انتقالولې.
د لومړیو څېړنو له مخې دې قاچاق کوونکي دا پیسې د نشهيي موادو له خرڅلاوه تر لاسه کړي چې پوليسو له زرنجه تر تلو وړاندې ونيو.