د زهرو کاروان
د کندز پولیسو ۱۶۵ لیټره تېزاب او یوه اندازه نشهیي مواد نیولي
د کندز پولیسو لسګونه لیټره تېزاب او یوه اندازه نشهیي مواد ونيول.
د کندز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د کندز-خاناباد پر لویه لاره د عملیاتو پر مهال، په دوو موټرو کې ۱۶۵ لیټره تېزاب او څلور کېلو ګرامه تریاک ونیول.
دی وايي:
"دا تېزاب چې د هیروئینو په جوړولو کې کارول کېږي، پولیسو ونيول او د قاچاقو په تور یې څلور تنه هم نیول شوي چې اوس تحقيق ځینې کېږي او وروسته بهيې دوسيه څارنوالۍ ته وسپارل شي."
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونیو کې دا څووم ځل دی چې د کندز پولیس له شمال څخه د هېواد مرکزي سیمو ته د نشهيي موادو د قاچاق مخه نیسي.
د هرات په هوايي ډګر کې د هېروئینو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی
یو تن چې غوښتلیې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي نشهيي مواد هند ته قاچاق کړي، د هرات په هوايي ډګر کې ونيول شو.
تورن کس وايي چې دا نشهيي مواد یې د پیسو په مقابل کې هند ته قاچاق کول.
دی زیاتوي چې له هرات څخه هندوستان ته د هر کېلو ګرام هيروئينو په بدل کې قاچاق کوونکو درې زره امریکايي ډالر ورکول.
د هرات ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان ناصر نېکنام ازادي راډیو ته وویل:
"له یو تن څخه د هیروئینو ۶۲ کپسولونه تر لاسه شوي چې د خولې له لارې يې تېر کړي او ۶۰۰ ګرامه وزنیې درلود، دا تورن کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی دی."
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د هرات نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ۲۷ کسان له هرات څخه ډهلي ته د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي او له دوی سرهیې اوولس نیم کېلو ګرامه هیروئین هم نیولي دي.
په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور۲۹تنه نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۲۴ بېلابېلو عملیاتو کې ۳۴۹ کېلو ګرامه بېلابېل نشهيي مواد نیولي دي.
دا عملیات په کابل، هرات، هلمند، ننګرهار، تخار، بادغیس، فراه، لغمان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسان نیول شوي او له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۸۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.
پولسو په لښکرګاه کې د الکهولي مشروباتو کارخانه ویجاړه کړې
د هلمند ولایت پولیسو په لښکرګاه ښار کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه ویجاړه کړه.
د هلمند ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر محمد ولي غوثي رسنیو ته وویل چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمه کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه لهمنځه يووړه.
د دې عملیاتو په ترڅ کې پولیسو د الکهولي مشروباتو د تولید په تور یو تن له ۱۴۲ لیټره شرابو سره نیولی دی.
تېره اوونۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مرکز ته ۸ قضیې لېږل شوي
په تېره یوه اوونۍ کې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره ۸ قضیې لېږل شوې دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پنځو ولایتونو کې یې ۱۴ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په اتو قضیو کې نیولي چې په دوی کې څلورو یې غوښتل نشهيي مواد د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه بهر ته قاچاق کړي.
له نیول شویو کسانو سره ۱۱ کېلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۵۱ کېلو ګرامه تریاک، ۱۰۰ لیټره تېزاب، ۲۲ ګرامه شیشه او څه اندازه نقدې پیسې هم نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ۱۱ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په ۹ قضیو کې له یوه څخه تر ۱۶ کاله پورې بند باندې محکوم کړي دي.
د فراه چارواکي: یو ایرانی له ۱۲ کیلوګرامه تریاکو سره نیول شوی
د فراه امنیتي چارواکي وایي، پرون چهارشنبه ناوخته یو ایرانی له ۱۲ کیلوګرامه تریاکو سره د شیخ ابونصر فراهي په سرحدي سیمه کې ونیول شو.
د امنیه قوماندان ویاند محب الله محب وویل، دې کس غوښتل چې د شیخ ابو نصر فراهي سیمې له لارې مخدرمواد په موټر کې ایران ته یوسي.
د ښاغلي محب په وینا د دې پېښې تحقیقات روان دي.
موحد: ۳ میاشتو کې ۲۳۱تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي
د ۱۳۹۷شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې۲۳۱ کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي او دوسیې یې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره استول شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي چې ۲۳۱ کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په ۱۸۶پېښو کې نیول شوي چې پهدې ډله کې ۱۳يې ښځې، دوه بهرنیان او ۹ تنه یې د ملکي خدمتونو مامورین وو.
له دې کسانو څخه سره د پاسه ۸۵۶ کیلو ګرامه هیرويين، تر ۳۸۰ کیلوګرامو ډېر مورفین، ۶۴۳۹ کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه ۲۱ زره کیلو ګرامه چرس، څه د پاسه ۱۴کیلو ګرامه شیشه یا کریسټال، ۶۱۵۹ ټابلېټ «K» ګولۍ او په سلګونو لېټره الکولي مشروبات او کېمیاوي مواد نیول شوي دي.
نوموړی وايي:
"په نیول شویو کسانو کې ۶۷ تنو یې غوښتل چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر ه هیرویین هندوستان او سعودي عربستان ته قاچاق کړي، پهدې قاچاقو کې د عامه خدمتونوکارکوونکي، دغه ډول له عادي سرتېري څخه نيولي بیا د ملي امنیت کار کوونکو، پولیسو او ملي ځواکونو تر جګړن پورې نظاميانو هم لاس درلود چې قاچاق کوونکو ته یې اسانتیاوې برابرولې او یا هم په قاچاقو کې ورسره شریک وو."
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷۹ کسان د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو لهخوا له یوه څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند محکوم شوي دي.
هرات کې ۶تنه د نشه يي توکو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي
په هرات ولایت کې شپږکسان د نشهيي موادو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي دي.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شپږ کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په انجیل ولسوالۍ او هرات ښار نیولي دي.
لومړي عملیات په انجیل ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نشهيي موادو دوه تنه خرڅوونکي له ۵۷۶ ګرامو هیرويينو او ۳۳۴ ګرامو شیشې یا کرسټالو سره ونیول شول او پهدې ولسوالۍ کې د دوهم ځل عملیاتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخانه کشف او په تور یې یو تن له ۱۸۶ لېټره الکولي مشروبات سره نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې درې نور کسان هم په بېلابېلو پېښو کې د نشهيي موادو د خرڅلاو په تور لاس په لاس نیول شوي چې څلور کیلو او لس ګرامه هیرويين هم ورسره وو.
د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د قاچاقو مخه نیولې
د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د نشهيي موادو د قاچاقو مخه نیولې ده.
د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین په بس کې له کندهاره کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته قاچاق کړي.
نوموړی وايي:
"دا نشهيي مواد د انرژۍ په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتل يې چې په ۳۰۳ بينز موټر کې یې د دوو کسانو په واسطه کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته انتقال کړي چې د سپندې په سیمه کې پولیسو ونیول."
د یادونې وړ ده چې غزني د نشهيي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوی او پهدې وروستیو کې پولیسو د نشهيي موادو د قاچاقو د څو پېښو مخه نيولې ده.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د قاچاق په تور نیولي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۳۲ بېلابېلو عملیاتو کې د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ۳۸ کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ننګرهار، نیمروز، بغلان، سرپل، بدخشان، کابل، بادغیس، خوست او هرات ولایتونو کې شوي چې په نتیجه کې يې ۳۸ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
له دې کسانوسره ۳۹کیلو ګرامه بېلابېل نشهيي مواد لکه هیروئین، تریاک، چرس، ټابلېټ «K» ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.