د زهرو کاروان
دُبی ته د چرسو د قاچاقو پر مهال یو تن ونیول شو
دُبی ته د چرسو د قاچاقو پر مهال یو تن ونیول شو. د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو یو تن هغه مهال ونیو چې ۷۸۵ ګرامه چرس یې د لډو ګېم په تختو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د هوايي ډګر له لارې یې دُبی ته يوسي.
په دې وروستیو اوونیو کې قاچاق کوونکي ډېره هڅه کوي نشه يي مواد د هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر قاچاق کړي چې تر اوسه یې په لسګونو کسان نیول شوي دي.
په غزني کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نیول شوي
د روان کال په وروستیو میاشتو کې په غزني ولایت کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو ۳۱ قاچاق کوونکي نيولي او له دوی سره يې سلګونو کیلوګرامه نشه يي مواد هم نيولي چې د هېواد له جنوب څخه یې مرکز ته قاچاق کول.
ښاغلی مشعل له خلکو غواړي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
دی زیاتوي:
"له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت ټولو امنیتي حوزو ته یو مفصل پلان جوړ کړی او د غزني له اوسېدونکو څخه غواړو چې هر چېرې د نشه يي موادو خرڅوونکي ويني، نېږدې پوستې ته دې خبر ورکړي. د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نیولو هڅې مو ګړندۍ کړي دي، ترڅو نشه يي مواد له غزني څخه ورک کړو."
ښاغلی مشعل زیاتوي چې په دې وروستیو کلونو کې په غزني کې د کوکنارو کښت صفر شوی و، خو سږ بیا د اجرستان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې ده، کوکنار کرل شوي دي.
په کابل کې یوه کور کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په کابل ښار کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د کابل امنیه قوماندان داوود امین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د «۱۰۱» نمبر اسمايي زون له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د نهمې ناحیې په اړونده سیمه هوتخېلو کې یو کور تلاشي او ۷۰ کیلو ګرامه تریاک یې ونیول.
نوموړی وايي:
"د هوتخېلو د بازار په سیمه کې ۷۰ کیلو ګرامه تریاک له یو تن تورن او یوه کلاشینکوف سره نیول شوي دي. موږ کولای شو چې د دې کسانو په نیولو سره لويې مافیايي ډلې ته ځانونه ورسوو."
د کابل پولیسو په وروستیو میاشتو کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو پر وړاندې عملیات ډېر کړي او تردې مهاله یې په لسګونو کسان نیولي دي.
په هرات کې ۵ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول
په هرات ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هرات او فراه ولایتونو دوه اوسېدونکي چې له څه مودې راهيسې يې په هرات ښار کې نشه يي مواد خرڅول، د دوشنبې په ورځ له ۳۲ کیلوګرامو چرسو سره ونیول شول.
په دوو نورو پېښو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو درې نور کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد د پرچون په ډول په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې خرڅ کړي، دغه ډول له دوی سره په مجموع کې ۳۲ کیلو ګرامه چرس او هیروئين هم نیول شوي دي.
په غزني کې یو تن له ۲۵ کیلوګرامه هیروئینو سره نیول شوی
د غزني چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې یو تن له ۲۵ کیلوګرامه هیروئینو سره نیولی دی.
د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس نقیب الله نومېږي او د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د غزني امنیه قوماندان وايي، نیول شوي کس غوښتل چې غزني ښار ته دا مخدره مواد انتقال کړي چې د امنیتي منسوبینو له لوري ونیول شو.
تر دې وړاندې هم په غزني کې د پولیسو له خوا د مخدره موادو قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
د نشه يي موادو یوشمېر قاچاق کوونکي په بند محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څو کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا شپږ کسان چې د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق په تور د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي، د عدلي او قضايي مرکز په علني محکمه کې له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړل.
ښاغلی موحد وايي، په تېره اوونۍ کې شپږ کسان له ۲۴ کیلو ګرامو تاریاکو، ۳۱ کیلو ګرامو کيمیاوي موادو، ۱۳۵ ليټره تېزابو او ۹۸۴ ګرامه شیشې سره نیول شوي او دوسیې یې په عدلي او قضايي مرکز کې د څېړلو په حال کې دي.
له هراته هند ته د نشه یي موادو ۴ قاچاق کوونکي نیول شوي
څلور کسان چې غوښتل یې نشه يي مواد د هرات له هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر حمید الله نصرت زاده د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا څلور کسان چې د هیروئينو ۲۵۴ کپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د هرات د هوايي ډګر له لارې یې ډهلي ته قاچاق کړي، هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې پوليسو په ګذره ولسوالۍ کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې په دې ډله کې یو تن چې ډېر کپسولونه یې په خېټه کې ځای پر ځای کړي وو، ناروغ او په روغتون کې بستر دی.
په پنجشېر او بغلان کې پنځه تنه د چرسو قاچاق کوونکي نیول شوي
په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې پنځه کسان د چرسو د قاچاقو په مهال ونیول شول.
د شمشاد ۲۰۲ زون قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، يو تن چې غوښتل یې ۲۰ کیلو ګرامه چرس د یوه موټر په واسطه قاچاق کړي، د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ پولیسو په حصه اول ولسوالۍ کې نیولی دی.
په دوهمه پېښه کې په بغلان ولایت کې څلور کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې دا څلور کسان هغه مهال پولیسو ونیول چې غوښتل یې ۶۲۹ کیلو ګرامه چرس د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي.
په کابل کې ګڼ شمېر د نشه یي موادو قاچاق کوونکي نیول شوي
د کابل پولیسو نېږدې سل تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندان داود امین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي موادو ۹۹ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او بيا يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
له دې کسانو سره څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۳۶۱ ګرامه شیشه یا کرسټال، څه د پاسه ۲۹ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۱ کیلو ګرامه چرس، ۳۴ ټابلېټ کا ګولۍ او ۳۰۳۰ ليټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.
یاده دې وي چې په دې موده کې د کابل ښار له ۷ ناحیو څخه ۳۱۰ تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي.
پولیسو په ننګرهار کې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د اچین ولسوالۍ په (نرګوس)کلي کې شوي چې په نتيجه کې یې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه شوې ده.
د ښاغلي یادګاري په وینا، له دې کارخانې څخه ۴۵ کیلو ګرامه هیروئین او ۵۰ کیلو ګرامه تاریاک تر لاسه شوي دي.
بل لور ته، له نشه يي موادو سره د مبارزی پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو عملیات کړي او په نتيجه کې یې ۱۲۱ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.
ښاغلي یادګاري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۴ عملیات وکړل چې په نتیجه کې يې ۷۶۶ کیلو ګرامه نشه یی مواد ونیول شول، د قضیو په تور ۱۲۱ تنه نیول شوي چې په دوی کې درې تنه پولیس او درې مېرمنې هم شامل دي."