د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۲

د زهرو کاروان

په هرات کې یوه ښځه او مېړه د نشه یې موادو د قاچاق په تور نیول شوي

یوه ښځه او مېړه چې غوښتل یې شپږ کیلو ګرامه نشه يي مواد د هرات ولایت له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي، د هرات هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول.

د هرات هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیکنام خبریالانو ته وویل چې دې ښځې او مېړه یې نشه يي مواد په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي وو.

د یادونې وړ ده چې له درېیو میاشتو راهيسې د یوې ښځې په ګډون ۳۲ کسان د هرات له هوايي ډګر څخه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي او تر ۳۰ کیلو ګرامو ډېر هیروئین هم ورسره نیول شوي دي.

موحد: د نشه یي موادو ۱۲ قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو تر لسو ډېر کسان د جرمونو او نشه يي موادو په قاچاقو کې د لاس لرلو په تور له دوو څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۲ تنه چې دې مرکز ته د نشه يي موادو د قاچاقو په ۹ پېښو کې د لاس لرلو په تور معرفي شوي وو، د ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له دوو کالو او شپږو میاشتو څخه بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

ښاغلي موحد زياته کړه چې په تېره اوونۍ کې د بېلابېلو امنیتي ادارو له خوا عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره څو کسان معرفي شوي دي.

دی زیاتوي:

"په تېره اوونۍ کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د پېښو دوسيې عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي دي، په دې لړ کې د پنځو نفرو ځانګړې قضيې هم وې، دې پنځو نفرو په خپلو خېټو کې نشه يي مواد ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې چې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړي، خو پوليسو ونيول او دوسيې يې زموږ مرکز ته رارسېدلې دي."

د يادونې وړ ده چې په تېره يوه مياشت کې د کابل، کندهار، هرات او بلخ په هوايي ډګرونو کې لسګونه تنه بهرنيو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

پولیسو په ۱۴ ولایتونو کې تر زر کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد نیولي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۱۴ ولایتونو کې تر زر کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په هغه خبرپاڼه کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۴ ولایتونو کې د ۶۷ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۷۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات، تخمیر شوي کشمش او ټابلیټ (K) ګولۍ پکې شاملې وې، نیولي او په دې تور یې ۷۲ تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې قاچاق کوونکو سره وسلې او زر امریکايي ډالر هم نیول شوي دي.

د کونړ او ننګرهار پولیسو نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

د کونړ او ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د هېواد په ختیځ کې د شمشاد ۲۰۲ زون قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پوليسو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۳۹ کیلو ګرامه چرس ونیول چې ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې د کونړ ولايت پولیسو ۵ کیلو ګرامه چرس ونيول چې د کرولا موټر په وسيله ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدل.

د یادونې وړ ده چې په دې پېښو کې درې تنه د قاچاقو په تور نیول شوي هم دي.

په پنجشیر کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شوی

په پنجشیر ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد ۲۰۲ زون قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې د پنجشیر پولیسو د سې شنبې په ورځ د تلاشۍ پر مهال شپږ نیم کېلو ګرامه چرس په داسې حال کې ونیول چې د موټر په واسطه له دې ولایت څخه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې له پنجشیر څخه په لسګونو کېلو ګرامه چرس د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.

په سرطان میاشت کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۷ تنه نیول شوي

د روان شمسي کال د جوزا د میاشتې په پرتله په سرطان مياشت کې د قاچاق کووونکو نيول کم شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې کال په سرطان میاشت کې ۷۷ کسان د ۵۷ پېښو په تړاو دې مرکز ته لېږل شوي دي، په داسې حال کې چې په جوزا کې ۹۲ کسان د نشه يي موادو د ۶۷ پېښو په تړاو دې مرکز ته معرفي شوي و.

ښاغلی موحد زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې یو ایرانی او پنځه ښځې شاملې وې چې له دوی څخه ۱۳۳کېلو ګرامه هیرویین، ۳۷۸ کېلو ګرامه تاریاک، ۳۰۵ کېلو ګرامه چرس، ۳۱ کېلو ګرامه کېمیاوي مواد، ۲۵ کېلو ګرامه شیشه، ۲۳۵ لېټره تېزاب او ۳۰ ټابلېټ K ګولۍ نیول شوي دي.

په ننګرهار کې لسګونه کېلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو لسګونه کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ځانګړو عملیاتو له مخي په سرخ رود ولسوالۍ کې ۱۹۵کېلو ګرامه چرس ونیول چې د یوه موټر په واسطه قاچاق کېدل.

د یادونې وړه ده چې ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له دې ځايه نشه يي مواد ګاونډيو ولايتونو او له هېواده دباندې قاچاق کېږي.

په ۲۱ولایتونو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور۲۰تنه نیول شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور شل کسان ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو پر مهال ۱۱۹کېلو ګرامه بېلا بېل نشه يي مواد نیول شوي دي:

"د دې پېښو په تړاو ۱۱۹ تنه نيول شوي چې په دوی کې يو پوليس او درې تنې ښځې دي، دغه ډول له قاچاق کوونکو سره ۱۳ موټرونه، ۳۷ سيټه موبايلونه، دوه ميله وسلې او ۱۰۱۰ امريکايي ډالر هم نيول شوي دي".

ښاغلی یادګاري زیاتوي چې په دې وروستیو کې له نشه يي موادو سره د پولیسو له خوا د قاچاق کوونکو پر خلاف مستقل او غیر مستقل عملیات ډېر شوي دي.

په هرات کې دوه تنه د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې دوه کسان د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې دا دوه کسان چې د هرات ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې يې الکولي مشروبات جوړ کړي و د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس ونیول شول.

د الکولي مشروباتو د جوړولو په دې دوو پېښو کې پولیسو ۶۹۰ لېټره تخمیر شوي کشمش، ۹ لېټره الکولي مشروبات او نور وسائل هم نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د سې شنبې په ورځ په انجیل ولسوالۍ کې د نشه يي موادو دوه تنه خرڅوونکي د هیرویینو له ۲۱۹ پوړیو سره یوځای ونیول شول.

مؤحد: ۱۸ قاچق کوونکي له یوه نه تر ۱۰ کالو پر بند محکوم شول

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اړوندو محکمو ۱۸ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي او له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۸ کسان چې د بېلابېلو امنیتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۳قضیو کې نیول شوي وو، د دوسیو تر بشپړېدو وروسته د محکمې په علني غونډو کې له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم شول.

ښاغلی مؤحد وايي چې په تېره اوونۍ کې امنيتي ادارو په ۱۱ ولايتونو کې ۳۱ قاچاق کوونکي د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول چې په دوی کې دوې ښځې او يو ايرانی هم شامل دی.

له دوی سره ۱۴کیلو ګرامه هیروئين، ۷۸ کیلو ګرامه تریاک، ۱۶۶کیلو ګرامه چرس، ۳۰ ټابلېټ «K» ګولۍ او ۱۴کیلوګرامه شیشه هم نیول شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG