د زهرو کاروان
یادګاري: د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۹۳کسان نیول شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۱۹ ولایتونو کې د ۷۸ عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ونیول.
له دوی سره په نیول شویو موادو کې هیرویین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات، تخمر شوي کشمش او څه اندازه کېمیاوي مواد هم شامل دي.
په نیول شویو کسانو کې درې تنه یې د ملي پولیسو سرتېري او دوه کسان د ملي امنیت کارکوونکي و چې له قاچاق کوونکو سره د مرستې په تور نیول شوي دي.
په تخار کې شپږ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي
په تخار ولایت کې شپږ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
د تخار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري وايي چې پولیسو په لومړیو عملیاتو کې دوه کېلو او ۴۵ ګرامه هیرويين او په دوهم ځل عملیاتو کې په رُستاق ولسوالۍ کې یوکېلو او ۶۵۰ ګرامه هیرويين او ۱۲۴ بوتله الکولي مشروبات نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تړاو د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان نیول شوي چې د څېړنو لپاره د نشه يي موادو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په تور ۱۷تنه په جزا محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۱۷ کسان په جزا محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۷کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۳پېښو کې نیول شوي چې تېره اوونۍ د ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له دوو څخه تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم شول.
ښاغلی موحد زیاتوي چې دغه ډول تېره اوونۍ افغان ځواکونو څو تورن کسان له ۳۸ کېلوګرامو هیرویینو، ۱۴۰ کېلوګرامو چرسو، ۱۶کېلو ګرامو شیشې او ۶۳۸ لېټره الکولي مشروباتو سره نیولي او له دوسیو سره یوځای یې دې مرکز ته ورپېژندلي دي:
"په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې ۱۳ کسان نيول شوي چې دوې ښځې هم پکې شاملي او د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي او له دوی څخه پوښتنې ګروېږنې رواني دي، که چېرې پر دوی باندې لګېدلی تور ثابت شي، نو محکمو ته به یې معرفي کړي."
په بدخشان کې تر سلو کېلوګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
د بدخشان پولیسو په دوو جلا جلا عملیاتو کې تر سلو کېلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول.
د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د کشف آمر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل چې په لومړیو عملیاتو کې چې په کِشم ولسوالۍ کې وشول، له یوې کرولا موټر څخه ۲۸ کېلو ګرامه هیرویین تر لاسه شول چې د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ ته وړل کېدل او د قاچاقو په تور یې یو تن هم نیول شوی دی.
دوهم عملیات په درایم ولسوالۍ کې وشول، په دې عملیاتو کې پولیسو ۷۳ کېلو ګرامه تاریاک هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او کِشم ولسوالۍ ته قاچاق کېدل، د یادونې وړ ده چې په دې تور درې کسان هم نیول شوي دي.
په فارياب کې نېږدې نهه کېلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي
په فارياب ولايت کې نېږدې نهه کېلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.
د فاریاب امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر روح الله ناصري د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو په دوو جلا جلا عملیاتو کې د تلاشۍ پر مهال په لومړۍ پېښه کې اته کېلو او ۳۰۰ ګرامه چرس او په دوهمه پېښه کې اووه کېلو ګرامه هیرويين له دوو موټرو سره نیولي دي.
د ښاغلي ناصري په وینا په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې د نشه يي موادو قاچاق او د پرچون په ډول خرڅلاو ډېر شوی، خو د دې تر څنګ پولیس په پرله پسې ډول د نقليه وسایطو، کورونو د تلاشيو او عملیاتو پر مهال قاچاق کوونکي او پرچون خرڅوونکي هم نیسي.
بدخشان: د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلوګرامه تریاک ونیول شول
په بدخشان ولایت کې له یوه کوره په لسګونه کیلو ګرامه نشهيي مواد تر لاسه شول.
د بدخشان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د کشف آمر نثار احمد جهانګیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د مخکینیو معلوماتو له مخې په ارګو ولسوالۍ کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلو ګرامه تریاک ونیول.
یاده دې وي چې د نیول شوېو نشهيي موادو په تور څوک نهدي نیول شوي.
یادګاري: په ۸۱ عملیاتونو کې تر یوه ټن ډېر نشه يي مواد نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۸۱ عملیاتونو په ترڅ کې تر یوه ټن ډېر نشهيي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د یوه لوی قاچاق کوونکي په ګډون لسګونه نور قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.
نوموړی وايي:
"د دې پېښو په تړاو ۱۰۵ تورن کسان نیول شوي چې پهدې ډله کې درې يې ښځې دي. په نیول شوېو کسانو کې د نشهيي موادو یو لوی قاچاق کوونکی هم شامل دی چې له نشهيي موادو سره د مبارزې کارکوونکو په کندهار ولایت کې نیولی دی."
په نیول شوېو موادو کې دوه ډوله کېمیاوي مواد شامل دي چې د نشهيي موادو او نشهيي ګولیو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېږي.
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو قاچاقچي ونیول شو
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو تن بهر ته د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د مطبوعاتي دفتر لهخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس یو کیلو او ۸۷۲ ګرامه چرس په خپل سفري بکس کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې دُبی ته یې قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیو.
په دوو وروستیو اوونیو کې تر لسو ډېر کسان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند او دُبی ته د نشهيي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوي دي.
مؤحد: له ۱۱ د ډېرو کسانو دوسيې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي
تېره اوونۍ د نشهيي موادو د قاچاقو په تور تر ۱۱ ډېرو کسانو دوسيې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۱ کسان چې د افغانستان د پنځو ولایتونو اوسېدونکي دي، د نشهيي موادو په نهو پېښو کې نیول شوي او له دوی سره شپږ کیلو ګرامه هیرويين، ۲۳ کیلو ګرامه تریاک، ۱۹۵کیلو ګرامه چرس، ۱۴ زره کیلو ګرامه خاشخاش، ۱۱۵کیلو ګرامه شیشه، ۷۰۴ لېټره الکولي مشروبات او ۴۷ ټابلېټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په نیول شوېو کسانو کې درې تنو یې غوښتل چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره هند ته هیرويين قاچاق کړي.
بلخ کې پولیسو ۳ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول
د بلخ ولایت پولیسو درې کسان د نشهيي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول.
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر وحیدالله ایزدیار رسنیو ته وویل چې دا درې کسان د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د نشهيي موادو د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس ونیول شول.
له نیول شوېو کسانو سره نېږدې دوه کیلوګرامه چرس، ۲۳۰ ټابلیټ «K» ګولۍ، ۲۰۰ امریکايي ډالر او تر ۱۶ زرو ډېرې افغانۍ هم نیول شوي چې د نشهيي موادو له خرڅلاو څخه تر لاسه شوې وې.