د زهرو کاروان
د نشه يي موادو ۱۰ قاچاقوونکي عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول
د نشه يي موادو د قاچاقو په تور لس تنه له دوسیو سره یوځای عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، تېره اوونۍ لس کسان چې د پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو له خوا د نشه يي موادو د نهو پېښو په تړاو نیول شوي وو، د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.
له نیول شویو کسانو سره درې کیلو ګرامه هیروئین، ۲۵ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۳۳ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو ګرام شیشه، ۹ لېټره الکولي مشروبات، ۳۹۷ د نشې ګولۍ او ۷۰۰۰ لېټره تېزاب ونیول شول.
ښاغلی موحد وايي، د دې مرکز محکمو په علني غونډو کې یو شمېر تورن کسان په جزاء محکوم کړل.
د پروان پولیسو ننګرهار ته د نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیوه
د پروان ولایت پولیسو ننګرهار ولایت ته د لسګونو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیوله.
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې څلور کسان چې غوښتل يې ۷۰ کیلو ګرامه چرس او ۴۸۰ ګرامه شیشه د یوه موټر په واسطه له شمالي ولایتونو څخه ننګرهار ته قاچاق کړي، د سالنګ په سیمه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو نیولي دي.
په وروستیو میاشتو کې د پروان ولایت له لارې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه ختیځو او جنوبي ولایتونو ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
تر ۵۰ د ډېرو قاچاق کوونکي دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي
د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې تر ۵۰ ډېر قاچاق کوونکي له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوي راغلي چې ۵۶ کسان چې څلور يې ښځې وې د اسد په میاشت کې د نشهيي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي او دوسيې یې د څېړلو په حال کې دي.
له ۵۶ نیول شوېو کسانو سره ۶۴کیلو ګرامه هیروئین، ۲۴۰کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه ۸۷۷ کیلو ګرامه چرس، ۱۷کیلو ګرامه شیشه، ۲۸۳ ټابلېټ «K» ګولۍ او ۱۴ زره کیلو خاشخاش نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال د سرطان په میاشت کې ۵۷ قضیې له ۷۷ تورنو کسانو سره دې مرکز ته استول شوي دي.
پکتیکا کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشهيي مواد وسوځول شول
په پکتیکا ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشهيي مواد وسوځول شول.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي شېرپاچا اُرګوني د نشهيي موادو د سوځولو پر مهال وویل، پهدې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو، په ځانګړي توګه له نشهيي موادو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹۰ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو او ۲۲۵ګرامه تریاک، څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۱۶۶ ګرامه مورفین، ۱۷لېټره الکولي مشروبات او څه اندازه خاشخاش نیولي دي.
نوموړی وايي:
"دا نشهيي مواد له قاچاق کوونکو او استعمالوونکو سره يو ځای نیول شوي او تاسو یې ګورئ چې سوځي. دا پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ولري، موږ له نشهيي موادو سره مبارزې ته ژمن یو."
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې د کوکنارو او نورو نشهيي موادو کښت صفر شوی او ټول نیول شوي نشهيي مواد له نورو ولایتونو څخه پکتیکا ته قاچاق شوي وو.
بختیار: په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په لسګونو ټنه نشهيي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار رسنیو ته وویل، افغان ځواکونو د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې د ۲۹۴ عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشهيي مواد نیولي چې پهدې نشهيي موادو کې هیروئین، تریاک، چرس، کېمیاوي مواد او الکولي مشروبات شامل وو.
ښاغلي بختيار زیاته کړه چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۵۹کسان هم نیولي دي.
په نیول شوېو کسانو کې درې پولیس، د ملي پوځ درې سرتېري او د ملي امنیت دوه کارکوونکي هم شامل دي چې د نشهيي موادو په قاچاقو کې یې لاس درلود.
۳ تنه هند ته د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي
درې تنه هند ته د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ لهخوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې د فراه ولایت دوه قاچاق کوونکي چې غوښتل یې د هیرویینو ۱۷۷ کېپسولونه په خپلو خېټو کې هندوستان ته قاچاق کړي، د فراه ولایت په هوايي ډګر کې د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو نيولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو اصلي خاوند چې قاچاق کوونکي یې مخکې لا هوايي ډګر ته انتقال کړي، د هوايي ډګر د موټرو په پارکينګ نیول شوی دی.
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۵ قاچاقچیان ونیول
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو پنځه تنه هغه مهال ونیول چې ترکیې ته یې نشهيي مواد قاچاق کول.
د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل، دې پنځو کسانو دوه کیلو او ۲۲۰ګرامه چرس د خپلو بوټونو په تليو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له بغلان ولایته یې کابل او بیا له هغه ځايه د کابل هوايي ډګر له لارې ترکیې ته قاچاق کړي چې د ارغندۍ دروازې پولیسو ونیول.
د یادونې وړ ده چې دې پنځو کسانو غوښتل د کار کولو په پلمه ترکیې ته ولاړ شي.
د میدان وردګو پولیسو درې کېلو هیرئین نیولي
د میدان وردګو ولایت پولیسو څه اندازه نشه يي مواد کابل ته د قاچاق پر مهال ونیول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ له خوا آزادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې درې کېلو هیرویین او یوه کیلو شیشه پولیسو هغه مهال ونیول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي او د هېواد له جنوبي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کېدل.
موټر چلوونکی او ورسره همکار یې د قاچاق په تور نیول شوی او څېړنې دوام لري.
د کابل پولیسو ۷۳کېلوګرامه چرس نیولي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه اویا کېلو ګرامه نشه يي مواد کابل ته د قاچاقو پر مهال ونیول.
د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ارغندۍ چوک کې ۷۳ کېلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او د کابل یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې دوه کسان د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي او د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
د کندهار د هوايي ډګر پولسیو۲کېلوګرامه هیروئین نیولي
د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو تر دوو کېلو ګرامو زیات هیرویین نيولي چې له چایو سره ګډ شوي و.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې یو تن دوه کېلو او ۷۵۸ ګرامه هیرویین تقريباً لس کېلو ګرامه شين چای کې ګډ کړي او په پام کې وه چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.
کله چې چای د عدلي او قضايي مرکز په ځانګړي لابراتوار کې معاینه شو، نو معلومه شوه چې په چای کې هیرویین ګډ دي.
په دې پېښه کې له نیول شوي کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي:
"ّپخوا هم موږ دې ته ورته قضیې درلودې چې هیرویین به یې له جامو، د نارینه وو له واسکټونو ، کاوبای پتلونونو او دسملونو سره ګډول او غوښتل به یې چې بهر ته یې انتقال کړي، وروستۍ طریقه يې همدا وه چې په تور او شين چای کې يې هيروين ګډ کړي او بهر ته يې قاچاق کړي."
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال د حمل د میاشتې له لومړې نېټې څخه نيولې بیا د سرطان تر وروستیو ورځو پورې د هوايي ډګرونو سرحدي پولیسو ۱۰۶ کسان نیولي چې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه یې په بېلا بېلو طریقو نشه يي مواد قاچاق کول.