د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۹

د زهرو کاروان

په سرپل کې تر ۴۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول

په سرپل ولایت کې تر ۴۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

د سرپل مرستيال والي عبدالمالک عظیمي رسنیو ته وویل، دا سوځول شوي مواد چې ۴۸۰ کيلو ګرامه ترياک او لسګونه بوتله الکولي مشروبات دي، افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د عملیاتو او تلاشۍ پر مهال نیولي وو.

د یادونې وړ ده چې کوم کسان د دې موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نیول شوي، تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

سرحدي پولیسو ۶ تنه بهر ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي

د افغانستان سرحدي پولیسو شپږ تنه بهر ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له‎خوا ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سرحدي پولیسو د تېرې شمسي میاشتې له پیله بيا تر اوسه پورې په څلورو هوايي ډګرونو کې شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.

له نیول شوېو کسانو سره ۲۰کیلو ګرامه هيروئين نیول شوي دي.

له دې موادو څخه ۱۰کیلو او دوه سوه ګرامه يې د بلخ په هوايي ډګر، څلور کیلو او ۲۱۱ ګرامه له دوو قاچاق کوونکو سره د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر، درې کیلو ګرامه هیروئين له یوه قاچاق کوونکي سره د کندهار په هوايي ډګر او یو قاچاق کوونکی له دوو کیلو او ۸۵ ګرامو هیروئینو سره د هرات په هوايي ډګر کې نیولي دي.

په کندز کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو

په کندز ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل، یو نیم کیلو ګرامه تریاک چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې له تخار ولایت څخه یې کندز ولایت ته قاچاق کړي، پوليسو د پل چرخ اب په سیمه کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې له تخار ولایته ګاونډیو ولایتونو ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی او یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۴ کسان کندز او بدخشان ولایتونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

د ننګرهار پولیسو نېږدې سل کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

د ننګرهار پولیسو نېږدې سل کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد زون پولیسو ازادي راډیو ته رالېږلې راغلي، ۹۹ کیلو ګرامه چرس چې د مڼو په کڅوړو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې په دوو موټرو کې یې کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته قاچاق کړي، په سرخ رود ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.

د دې موادو د قاچاقو په تور درې کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د کابل پولیسو څه باندې ۵کېلو ګرامه هېروئین نیولي

یو موټر چلوونکي هغه مهال ونیول شو چې له کندهار څخه يې کابل ته نشه يي مواد قاچاق کول.

د کابل ښار د دروازو د کنټرول قومندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل چې پنځه کېلو او ۷۰ ګرامه هیرویین چې د انارو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د بس په وسيله يې کابل ته قاچاق کړي، په ارغندۍ چوک کې د پولیسو له خوا د تلاشۍ پر مهال ونیول شول او موټر چلوونکی هم په د قاچاقو به تور نیول شوی دی.

په تېرو دریو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیس په داسې حال کې قاچاق کوونکي نیسي چې له ولایتونو څخه کابل ته نشه يي مواد قاچاق کوي.

په تخار کې نېږدې لس کېلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

د تخار ولایت پولیسو په دې ولایت کې د نږدې لس کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولې ده.

د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري ازادي راډیو ته وویل چې نهه نیم کېلو ګرامه تاریاک چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د تخار ولایت له کلفګان ولسوالۍ څخه یې یوه ګاونډی ولایت ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي او د قاچاقو په تور یې یو تن هم نیولی دی.

ښاغلي نادري زیاته کړه چې په وروستیو دوو اوونیو کې د تخار ولایت په ولسواليو کې د تولید شویو نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال څو کسان نیول شوي چې غوښتل یې د دې ولایت مرکز ته یې قاچاق کړي.

موحد: د نشه موادو د قاچاق په تور ۱۶تنه محاکمه شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۱۶ کسان محاکمه کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاق په لسو پېښو کې نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي و، تېره اوونۍ د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له پنځو څخه تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول ښاغلی موحد وايي چې په تېره اوونۍ کې ۳۴ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي و، دې مرکز ته معرفي شول:

"د تېري اوونۍ په جریان کې د بېلابېلو ادارو له خوا عدلي او قضايي مرکز ته د ۳۴ تورنو کسانو قضيې لېږل شوي دي، په دې ۳۴ تورنو کسانو کې يې مېرمنې دي، د دوی دوسیې دا مهال تر څېړنو لاندې دي چې تر څېړنو وروسته به محکمو ته ولېږل شي. "

له نیول شویو کسانو څخه درې تنه یې هغه مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي.

په ننګرهار کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل چې دا درې کسان په سرخ رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې په بېلا بېلو عملیاتو کې په داسې حال ونیول شول چې غوښتل یې ۳۲۸ کېلو ګرامه چرس د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو په وروستیو اوونیو کې لسګونه کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې لومړی ننګرهار ولایت او بیا له هغه ځايه بهر ته قاچاق کېدل.

هندوستان ته د هیروئینو د قاچاق په تور څلور تنه ونیول شول

هندوستان ته د هیروئینو د قاچاق په تور څلور تنه ونیول شول.

د حامد کرزي د نړیوالو هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په هغه خبر پاڼه کې چې ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې یو کیلو او ۱۷۸ ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

دغه ډول په دوهمه پېښه کې دوه تنه چې ۸۹ ګرامه هیروئين یې په خپلو سفري بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو، د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.

تورن کسان له نیول شویو نشه يي موادو سره یو ځای عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.

له بدخشانه تخار ته یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو

له بدخشانه تخار ولایت ته یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو.

د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر ازادي راډیو ته وویل، یونیم کیلو چرس چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه تخار ولایت ته یې قاچاق کړي، د کشم پولیسو ونیوه.

د یادونې وړ ده چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی هم د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG