د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د زهرو کاروان

له بلخ څخه فاریاب ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۲تنه نیول شوي

له بلخ ولایت څخه فاریاب ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه کسان ونیول شول.

د جوزجان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد جمعه بیګزاد ازادي راډیو ته وویل چې دوه کسان چې غوښتل یې ۲۳ کېلو ګرامه تاریاک له بلخ څخه فاریاب ته د جوزجان له لارې قاچاق کړي، د سلطان کوټ په سیمه کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو اوونیو کې له بلخ ولایت څخه مرکزي او ګاونډیو ولایتونو ته د نشه يي موادو، په ځانګړې توګه د تاریاکو قاچاق ډېر شوی دی.

د ننګرهار پولیسو تر پنځوسو کېلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي

د ننګرهار پولیسو تر پنځوسو کېلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي چې په سلګونو نشه يي ګولۍ هم پکې شاملې دي.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو يو تن هغه مهال ونیو چې غوښتل یې ۲۸ کېلو ګرامه چرس په سرخ رود ولسوالۍ کې د یوه موټر په واسطه قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې ۲۴ کېلو ګرامه هیرويين له بهسودو ولسوالۍ څخه جلال آباد ته قاچاق کړي، د جلال اباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرخ رود په دوه لارې کې ۵۲۰۰ ټابلېټ K ګولۍ نیولې، خو په دې تور يې لا تر اوسه پورې څوک نه دي نيولي.

موحد:‌د نشه يي موادو د ۱۵قاچاق وړونکو دوسیې تر څېړنې لاندې دي

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د ۱۵ تورنو کسانو دوسیې لېږل شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی مرکز ته په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو ۱۲ قضیې له ۱۵ تورنو کسانو سره يو ځای لېږل شوي او د څېړلو په حال کې دي.

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو د قضايي غونډو په ترڅ کې د نشه يي موادو ۱۹ قاچاق کوونکي چې یوه یې ښځه وه له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر ۱۳ کلونو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

په بغلان کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي

په بغلان ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر شاه محمد پویا ازادي راډیو ته وویل چې درې کسان چې غوښتل يې ۳۵ کېلو ګرامه چرس د ګازو په ډبه کې قاچاق کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

د یادونې وړ ده چې درې واړه تورن کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

تېره یوه اوونۍ کې له نشه يي موادو سره د مبارزې له ۶۰ ډېر عملیات شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې تر ۶۰ ډېر عملیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شلو ولایتونو کې د (۶۳) عملیاتو په ترڅ کې (۵۶۲) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د یادګاري په خبره، د نشه يي موادو د قاچاق په تور (۷۴) کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په نیول شویو کسانو کې یو پاکستانی هم شامل دی.

په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۱۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

د روان شمسي کال په تېرو درېیو میاشتو کې (۲۱۷) کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د درې میاشتني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې دې مرکز ته (۱۵۹) قضیې له (۲۱۷) تورنو کسانو سره رسېدلې دي.

په دې ډله کې (۴۸) کسان یې هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې نشه يي مواد د کابل هوايي ډګر له لارې ډهلي، دُبۍ او سعودي عربستان ته قاچاق کړي.

ښاغلی موحد وايي، په دې موده کې په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد هم نیول شوي دي.

دی زیاتوي:

"د (۱۵۹) جرمي قضیو په تړاو (۳۸۰) کیلو ګرامه هیروئین، (۸۹۸) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۸۰۰) کیلو ګرامه چرس، (۴۹) کیلو ګرامه شیشه، (۵۸۲۹) ليټره الکولي مشروبات، (۹۹۵) ټابلېټ (K) ګولۍ او (۱۴) ټنه خاشخاش هم نیول شوي دي."

د یادونې وړه ده چې په دې درېیو میاشتو کې ابتدائیه محکمې (۲۲۸) قضیې او استېناف محکمې (۱۴۴) قضیې څېړلي او په تورنو کسانو یې حکم صادر کړی دی.

پولیسو په ننګرهار کې ۷۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

د ننګرهار ولایت پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې (۷۴) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې (۱۳) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې مرکز ته یې قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې یو تن چې غوښتل یې (۶۱)کیلو ګرامه چرس له روداتو ولسوالۍ څخه د ننګرهار ولایت یوې بلې ولسوالۍ ته قاچاق کړي، د تلاشۍ پر مهال ونیول شو.

په نورستان ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

نورستان/ افغانستان
نورستان/ افغانستان

په نورستان ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په داسې حال کې چې د دې ولایت په مرکز پارون کې یې له نشه يي موادو سره د مبارزې په نوم کنفرانس ته یې خبرې کولې، وویل چې په نورستان ولایت کې د نشه يي موادو کښت صفر شوی، موږ اوس هڅه کوو چې د دوو کلینیکونو په جوړولو سره په نورګرام او برګمټال ولسوالیو کې، د معتادینو درملنې ته زمینه برابره کړو.

د یادونې وړ ده چې ډېری معتادین په دې دوو ولسوالیو کې اوسېږي او د خپلې اړتیا وړ نشه يي مواد له ګاونډیو ولایتونو څخه تر لاسه کوي.

په کابل کې ۲ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونیول شول

په کابل کې دوه کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونیول شول.

د کابل د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد کبیر ابراهیم خېل رسنیو ته وویل، پولیسو د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور دوه پرچون خرڅوونکي نیولي چې (۴۵) ګرامه هیروئین، (۲۸) ګرامه شیشه، (۵۱۴) ګرامه چرس او (۱۸۰) ګرامه تاریاک هم ورسره وو.

ښاغلي ابراخېل زیاته کړه، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د پرچون خرڅوونکو پر خلاف عملیات ډېر شوي او په نتيجه کې يې تر اوسه څو کسان نیول شوي چې تر څېړنو وروسته یې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د اوسېدو ځایونه هم موندل شوي دي.

یادګاري: ۱۸ولایتونو کې ۴۱۲ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې څو کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې دوه کسان ونیول شول. دوی غوښتل ۱۶ کیلو ګرامه تریاک د غنمو په بوجیو کې د هېواد له شماله کابل ته قاچاق کړي چې د کابل په شمالي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.

ښاغلي یادګاري زیاته کړه:

"په ۷۵ عملیاتو کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۱۲ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي او د دې پېښو په تور ۸۸ کسان نیول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد له شماله پایتخت او جنوب ختیځو ولایتونو ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی او د کابل په شمالي دروازه او ارغندۍ چوک کې څو تنه نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG