د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۳

د زهرو کاروان

موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په جرم ۱۳ کسان محکوم شول

خالد موحد سخنگوی مرکز عدلی و قضایی مبارزه علیه مواد مخدر
خالد موحد سخنگوی مرکز عدلی و قضایی مبارزه علیه مواد مخدر

د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ او استېناف محکمو (۱۳) کسان په جزا محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا (۱۳) کسان چې یوه یې ښځه وه، د نشه يي موادو د قاچاق د لسو قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د ابتدائيه او استېناف محکمو له خوا له پنځو څخه تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شول.

د یادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق (۲۳) تورن کسان دې مرکز ته معرفي شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره (۴۸) کیلو ګرامه هیروئین، (۷) کیلو ګرامه مورفین، تر (۳۶) کیلو ګرامو ډېر تاریاک، (۵۳۰) کیلو ګرامه چرس او (۵۳۶۶) ټابلېټ (K) ګولۍ نیول شوي دي.

په ننګرهار کې ۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار کې اووه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال نیول شوی چې غوښتل یې په کرولا موټر کې تر (۱۰) کیلو ګرامو ډېر چرس له سره رود ولسوالۍ غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو په جلال اباد کې د نشه يي موادو شپږ پرچون خرڅوونکي له یو نیم کیلوګرامو هیروئینو سره ونیول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار پولیسو (۳۳۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره یو ځای نیولي دي.

له کابل ښاره ۳۰۰ معتادین را ټول شول

له کابل ښاره (۳۰۰) معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتيژۍ مرستیال جاوید احمد قایم ازادي راډیو ته وویل، دا درې سوه کسان چې د کابل ښار د نادرخان تپې په شااوخوا کې اوسېدل، له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو له خوا راټول او د معتادینو زر بستریز روغتون ته انتقال شول.

دی وایي:

"د معتادینو را ټولول یو دوامداره پروګرام دی چې معمولاً په اوونۍ او یا پنځلسو وروځو کې یو ځل معتادين راټولېږي، په ژمي کې د بې سرپنا معتادینو د را ټولولو شمېر ډېرېږي، د نادر خان تپې معتادین هم په دې خاطر را ټول شول چې زموږ اجتماعي څانګه د کار د زده کړې په برخه کې مرسته ورسره وکړي، موږ په پام کې لرو چې په راتلونکې اوونۍ که هم معتادین را ټول کړو."

د یادونې وړه ده چې په کابل ښار کې د بې سرپنا معتادینو را ټولو کمپاین د روان شمسي کال په لومړیو کې پیل او تر دې مهاله نېږدې دوه زره معتادین د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي.

په بدخشان کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوه

په بدخشان ولایت کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوه.

د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل، د بدخشان پولیسو په کِشم ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه او په دې کارخانه کې يې (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک هم نیولي دي.

په یوه بله پېښه کې د بدخشان پولیسو (۱۳۶) بوتله الکولي مشروبات نیولي چې له آرګو ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کېدل چې په تور يې یو موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

په هرات کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۵ کسان نیول شوي

د هرات ولایت د پولیسو چارواکي د مخدره موادو د قاچاق په تور د فراه ولایت د پنځو اوسېدونکو د نیولو خبر ورکوي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دې کسانو ۲۶۶ تابلیتونه چې له مخدرو مواد ډک وو خوړلي و، او غوښتل یې چې هند ته یې قاچاق کړي. ښاغلي ولیزاده زیاته کړه:

"مخکې له دې چې دا کسان د هرات هوايي ډګر ته ننوځي د امنیه قوماندانۍ د مخدر موادو پرضد د مبارزې د مدیریت د پولیسو له خوا تشخیص او ونیول شول."

د هرات د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د روان کال له پیله په دې ولایت کې د مخدروموادو د قاچاق په تور دېرش کسان نیول شوي دي.

مؤحد: ۳۰ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په ۱۹پېښو کې نیول شوي

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد
له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي ۳۰ کسان د بېلابېلو امنیتي ادارو له‌خوا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا دېرش کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۹ پېښو کې نیول شوي، له دوی سره ۴۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۴۷۶ کیلو ګرامه تریاک، څلور کیلو ګرامه چرس، ۱۲۱۴ټابلېټ (K) ګولۍ او څه اندازه نقدي پیسې هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په نيول شوېو کسانو کې لسو یې غوښتل چې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي هیرویین او چرس د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر له لارې هند او ترکیې ته قاچاق کړي.

تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۷۰ عملیاتونه کړي

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو اویا عملیات وکړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لسو ولایتونو کې د څو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشه‎يي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

ښاغلي یادګاري زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې اویا عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۷۵۳ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول او په‎دې تور یې ۸۷ کسان هم ونیول."

د ننګرهار پولیسو تر ۶۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول

د ننګرهار ولايت پولیسو تر شپږ سوه کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو یو تن د تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې ونيو چې غوښتل یې ۳۳ کیلو ګرامه چرس سرخ رود ولسوالۍ ته د موټر په وسيله قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې یو بل تن چې غوښتل یې ۳۳۵ کیلو ګرامه چرس په یوه لارۍ کې له مومند درې ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي، د پولیسو له‎خوا ونیول شو.

د یادونې وړ ده چې تورن کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

په هرات کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښته پاکه شوه

په هرات ولایت کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوه.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده رسنیو ته وویل، د نشه‎يي موادو د کښتونو اړولو په لړ کې د انجیل ولسوالۍ پولیسو دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه کړه.

د یادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې د بنګو اړولو لړۍ پیل شوې او تر دې مهاله یې څو جریبه ځمکې د بنګو له کښته پاکې شوي دي.

امریکا د کورنیو چارو وزارت ته د ماین معلومولو ۲۵ دستګاوې ورکړې

د امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ته د ماین معلومولو ۲۵ دستګاوي ورکړې.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په خبر پاڼه کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون د تنفیذ ادارې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې له معینیت سره د ۷۵ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د ماین پيدا کولو د دستګاوو مرسته وکړه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار وايي، دا دستګاوي به په ناامنه سیمو کې د کوکنارو د کښت اړولو پر مهال له پولیسو سره مرسته وکړي چې ښخ شوي ماینونه پیدا او ورسره به د پوليسو د مړینې کچه را کمه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG