د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۲

د زهرو کاروان

پولیس: په تخار کې د نشه یي موادو یو قاچاق وړونکی ونیول شو

د تخار ولايت پولیسو د نظامي عملياتو په ترڅ کې يو قاچاق کوونکی له څه اندازه نشه يي موادو سره ونيو.

د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير احمدشاه نادري رسنيو ته وويل، دا نظامي عمليات په اشکمش ولسوالۍ کې وشول چې په نتیجه کې يې شپږ کيلو ګرامه نشه يي مواد د پولیسو لاس ته ورغلل او په دې تړاو يې یو نفر هم نيولی دی.

په تېرو درېيو اوونيو کې دا درېيم ځل دی چې په تخار ولايت کې هغه قاچاق کوونکي نيول کېږي چې له تخار څخه بدخشان ولایت ته نشه يي مواد قاچاق کوي.

په جوزجان کې نېږدې يو ټن نشه يي مواد وسوځول شول

په جوزجان ولايت کې نېږدې يو ټن نشه يي مواد وسوځول شول.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي رسنيو ته وويل، ۵۲ زره، پنځه سوه او دولس کيلو ګرامه نشه يي مواد چې له ۱۳۹۱ شمسي کال څخه بيا تر اوسه پورې افغان امنيتي ځواکونو نيولي وو، د سې شنبې په ورځ وسوځول شول.

په دې نيول شويو موادو کې ۵۷۴ کيلو ګرامه تارياک، ۲۳۱ کيلو ګرامه چرس، ۴۵۰ کيلو ګرامه مورفين، ۲۱۶ ګرامه شيشه او لسګونه کيلو ګرامه کېمياوي مواد شامل او په دې تور څو کسان نيول شوي او تر هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په تور ۲۵ تنه تورن شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور د ۲۵ تنو ۱۴ قضيې سپارل شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۵ تورن کسان تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولايتونو کې نيول شوي او له دوی سره ۳۷ کيلو ګرامه هيروئين، ۲۴ کيلوګرامه تارياک، تر يوه کيلو ګرام ډېر چرس، ۳۵۴۸ ټابليټ (کا) نومي نشه يي ګولۍ او ۱۵ زره کيلو ګرامه بنګ نيول شوي دي.

ښاغلی موحد وايي، په تېره اوونۍ کې د دې مرکز د ابتدائيه او استيناف محکمو له خوا ۲۳ تورن کسان محکوم او مجازات شوي دي.

دی وایي:

"په مجموعي ډول د نشه يي موادو د قاچاق د ۱۳ جرمي قضيو په تړاو ۲۳ تنه د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائيه او استيناف محکمو په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو مياشتو څخه نيولې بيا تر ۱۸ کالو پورې په بند باندې محکوم شول، د يادونې وړ ده چې دا محکوم شوي کسان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له نشه يي موادو سره يو ځای نيول شوي وو."

د يادونې وړ ده چې هغه تورن کسان چې په تېره اوونۍ کې نيول شوي، په دوی کې يوولسو يې غوښتل چې د حامد کرزي نړيوال ډګر څخه ډيلي او دوبۍ ته هيروئين قاچاق کړي.

په غور کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي

په غور ولايت کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

د غور والي غلام ناصر خاضع په فیروز کوه کې د دې موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډيو ته وویل، دا دوه ټنه نشه يي مواد د تېرو دوو کالو په بهير کې د نظامي عملياتو او موټرو د تلاشيو په نتيجه کې نيول شوي وو.

په دې نشه يي موادو کې هيروئين، چرس، الکولي مشروبات او کېمياوي مواد شامل وو.

ښاغلي خاضع وويل، د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅولو په تور شپېته تنه نيول شوي او بيا عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په روان کال کې په غور کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول ډېر شوی دی.

د غور ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره وايي چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت تر څنګ، د معتادينو شمېر هم ډېر شوی دی.

د ننګرهار په ۴ ولسوالیو کې ۳۸۰ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي

د ننګرهار پوليسو د دې ولايت په څلورو ولسواليو کې نېږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونيول.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير خالد عمر ازادي راډيو ته وويل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پوليسو په روداتو، سره رود، اچين او مومند درې ولسواليو کې د نظامي عملياتو او امنيتي پوستو د تلاشيو په نتيجه کې (۲۱) کيلوګرامه تارياک او (۲۵۹) کيلو ګرامه چرس ونيول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو (۱۴) کيلو ګرامه چرس په داسې حال کې ونیول چې یوه قاچاق کوونکي غوښتل، له چپرهار ولسوالۍ څخه يې جلال اباد ته قاچاق کړي.

د يادونې وړ ده چې د دې پېښو په تړاو څلور تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

په ننګرهار کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل،دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کیلو ګرامه چرس په موټر کې تورخم او سرخ رود ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د ګڼو قاچاق کوونکو او نشه يي موادو په نیولو کې بریالي کېږي.

کورنیو چارو وزارت: د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ۶۰ تنه ونیول شو

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور ۶۰ کسان ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په لسو ولایتونو کې ۴۹ عملیاتونه وکړل چې په نتیجه کې يې ۶۰ تورن کسان له لسګونو کیلوګرامو نشه‎يي موادو سره ونیول.

ښاغلي یادګاري زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې بېلابېل نشه‎يي مواد نيول شوي لکه هیروئین، چرس، تریاک، امفیتامین، ټابلیټ کا، د بنګو دانې او الکولي مشروبات او د دې موادو د قاچاقو په تور ۵۷ تورن کسان هم نیول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په نیول شوېو کسانو کې ۱۳ تنو یې غوښتل ۱۲کیلو ګرامه هیروئين د کابل او هرات هوايي ډګرونو له لارې هند ته قاچاق کړي.

له بلخه هند ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ۲ تنه نیول شوي

د بلخ ولايت له هوايي ډګر څخه هند ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د بلخ د هوايي ډګر سرحدي پولیسو رسنیو ته لېږلي راغلي چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې څلور کیلو ګرامه هیروئین په خپلو سفري بکسونو کې د بلخ هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په‎دې وروستیو میاشتو کې بهر ته د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د نشه‎يي موادو قاچاق ډېر شوی او تر اوسه پورې له پنځوسو څخه ډېر کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

د بدخشان پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي

د بدخشان ولایت پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي دي.

د بدخشان ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل چې دوی په کِشم ولسوالۍ کې ۳۲۹ بوتله الکولي مشروبات په داسې حال نیولي چې په دوو موټرو کې د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه بدخشان ته قاچاق کېدل او په‎دې تور یې دوه تنه هم نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د بدخشان پولیسو تر سل بوتله ډېر الکولي مشروبات دې ولایت ته د قاچاقو پر مهال نیولي دي.

په نیمروز زر کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په نیمروز ولایت کې نېږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.

د نیمروز والي سید ولي سلطاني د دې موادو د سوځولو پر مهال وویل، د تېر یوه کال په بهير کې په مرکز او ولسواليو کې بېلابېل نشه يي مواد نيول شوي چې قاچاق کوونکو غوښتل د نیمروز ولایت له لارې يې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي.

په‎دې موادو کې ۵۲۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۵۴ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰۰کیلو ګرامه امفیتامین یا کرسټال، ۲۳۲ کیلو ګرامه چرس او تر پنځه سوه کیلو ګرامو ډېر جامد او مایع کېمیاوي مواد هم نیول شوي وو.

د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو په روان کال کې لسګونه قاچاق کوونکي هم نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG