د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۶

د زهرو کاروان

په ننګرهار کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نېږدې شپېته کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې یو تن چې غوښتل یې ۲۲ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د دې ولایت له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پولیسو دوه قاچاق کوونکي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.

تورن کسان تر لومړنيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

په لوګر کې څه د پاسه ۲۱ ټنه نشه يي مواد ونیول شول

تخریب شش ذخیره گاه مواد مخدر در ولایت لوگر
تخریب شش ذخیره گاه مواد مخدر در ولایت لوگر

په لوګر ولایت کې څه د پاسه (۲۱) ټنه نشه يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د هوايي ځواکونو په مرسته د لوګر ولایت په روسي میدان سیمه کې د نظامي عملیاتو په نتېجه کې ۲۱ ټنه او ۴۲۵ کیلو ګرامه چرس تر نیولو وروسته وسوځول.

ښاغلی یاد ګاري وایي چې په روانه اوونۍ کې د دوی پولیسو د څو نورو نظامي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشه یي مواد او قاچاق کوونکي هم نیولي دي.

دی وایي:

"د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې (۶۶) عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۱۰۱) ټنه نشه يي مواد ونیول شول، په دې تور يې (۸۷) مشکوک خلک نيول شوي او د نشه يي موادو شپږ زېرمې هم ويجاړې شوي دي."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتلو په تور اته تنه له څه اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

په بغلان کې دوه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په بغلان ولایت کې دوه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر شاه محمود پویا رسنیو ته وویل، (۷۵) کیلو ګرامه تاریاک او (۱۱) کیلو ګرامه چرس چې د دې ولایت له خنجان ولسوالۍ څخه په یوه لارۍ موټر کې بلخ ولایت ته قاچاق کېدل، د پلخمري د امنیتي کمر بند پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

د دې پېښې په تور دوه تنه هم نیول شوي او د لومړیو څېړنو په نتيجه کې یې پر خپلو جرمومونو اعتراف کړی دی.

د نیمروز په ګمرک کې لسګونه ليټره کېمياوي مواد ونيول

د نیمروز ولایت په ګمرک کې لسګونه ليټره هغه کېمياوي مواد ونيول شول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارول کېږي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د نیمروز ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې څه د پاسه اته سوه ليټره د اسیتون او تولین په نومونو کېمیاوي مواد چې په یوه ټېلر موټر کې بار شوي وو، د ګمرک کارکوونکو ونیول.

د ګمرک مسئولین وايي چې په پام کې وه چې دا مواد تر محصول کولو وروسته د هیروئینو د تولید لپاره یوه ولایت ته قاچاق شي.

د بدخشان پولیسو د ۲۸ کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله

د بدخشان ولایت پولیسو د څو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع رسنیو ته وویل، (۲۸) کیلو ګرامه هیروئین چې په یوه ټونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې له کشم ولسوالۍ د بدخشان ولایت شهر بزرګ ولسوالۍ ته قاچاق شي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي او په دې تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

په دې وروستیو اوونیو کې د بدخشان ولایت له لارې ګاونډیو ولایتونو او له هېواده دباندې د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

په زابل کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۵ کسان نیول شوي

په زابل ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي چې درې یې ښځې دي.

د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ کمیسار محمد مصطفی مایار د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دې پنځو کسانو غوښتل ۱۷کیلو ګرامه هیروئین د زابل ولایت له لارې له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې پولیسو له نشه يي موادو سره یو ځای ونیول.

تورنو کسانو غوښتل چې دا مواد له هېواده بهر قاچاق کړي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

۲ قاچاقچیان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

دوه تنه قاچاق کوونکي له هېواده بهر د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې راغلي دي چې دې دوو کسانو غوښتل په دوو بېلابېلو پېښو کې شپږ کیلو او ۳۸۶ ګرامه هیروئین په خپلو خېټو او انارو کې هند ته قاچاق کړي چې سرحدي پولیسو ونیول.

په دې وروستیو اوونیو کې قاچاق کوونکي هڅه کوي چې په بېلابېلو چلونو سره د هوايي ډګرونو له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته نشه‌يي مواد قاچاق کړي.

په هرات کې ۱۳ ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په هرات ولایت کې دیارلس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.

د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل د دې موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، دا مواد په ۳۶۳ بېلابېلو عملیاتو کې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷کلونو په بهير کې نیول شوي چې ۴۴۲ کیلو ګرامه هیروئين، ۹۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۴۴۸ کیلو ګرامه چرس، ۳۲۹ کیلو ګرامه شیشه او لس لېټره کېمیاوي مواد په‌کې شامل دي.

دغه ډول د هرات د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي مواد سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت زاده وويل، تېره اوونۍ یې هم یو شمېر قاچاق کوونکي نیولي چې له هېواده بهر یې هیروئين قاچاق کول.

دی وايي:

"پنځه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د هرات له هوايي ډګر څخه د هیرويينو ۲۶۶ کپسولونه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي چې د تلاشۍ پر مهال په ګذرې ولسوالۍ کې ونیول شول."

د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې په مجموعي ډول په دې ولایت کې د نشهيي موادو ۴۵۴ قاچاق کوونکي نیول شوي چې له دې جملې څخه پنځه یې ایرانیان، اووه ښځې او اووه یې ماشومان دي.

د کابل پولیسو تر لسو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي

د کابل ولایت پولیسو تر لسو کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد له څلورو کسانو سره یو ځای نیولي دي.

د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې په ارغندۍ چوک کې دوه تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

دغه ډول په دوهمه پېښه کې هم دوه تنه نیول شوي چې غوښتل یې درې کیلو ګرامه نشه يي مواد په کرولا موټر کې کابل ته قاچاق کړي.

په تېرو درېیو اونیو کې دا څلورم ځل دی چې د کابل پولیس نشه يي مواد او قاچاق کوونکي په داسې حال کې نیسي چې غوښتل يې نشه يي مواد له ګاونډیو ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي.

د ننګرهار پولیسو تر سلو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي

د ننګرهار پولیسو تر سلو کیلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد نیولي دي.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر وايي، د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې ۱۰۹کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له سروخ رود ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو په بهسودو ولسوالۍ کې ۵۰ کیلو او پنځه سوه ګرامه چرس په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال ونیول او په دې تور یې یو تن هم نیولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG