د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

د زهرو کاروان

بدخشان ته د لسو کیلو ګرامو نوشادرو د قاچاق مخه نیولې

ارشیف
ارشیف

د بدخشان ولایت پولیسو دې ولایت ته د لسو کیلو ګرامو نوشادرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع رسنیو ته وویل، یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې (۶۰۰) کیلو ګرامه نوشادر په یوه باروړونکي موټر کې له کندزه د بدخشان درایم ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

دغه ډول په ډې تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې قاچاق کوونکي له تخار او کندز ولایتونو بدخشان ته د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال نیول کېږي.

د نشه يي موادو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي

د نشه يي موادو د قاچاق د پنځو قضیو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا درې کسان تېره اوونۍ په کابل او خوست ولایتونو کې نیول شوي او له دوی سره نېږدې یو کیلو ګرام هیروئین، څه د پاسه یو ټن چرس، د نشې ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

ښاغلی موحد زياتوي چې په دې یوه اوونۍ کې لس تورن کسان د دې مرکز په محکمو کې مجازات شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې مرکز ابتدائیه محکمې د روان شمسي کال د عقرب په میاشت کې (۳۳) کسان له شپږو میاشتو تر اتلسو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.

په پکتیا کې د نشه يي موادو ۱۱ زېرمې ویجاړې شوې

په پکتیا ولایت کې له نشه یي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د نشه يي موادو ۱۱ زېرمې ویجاړې کړې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د پکتیا ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو ۱۱ ذخیرې ویجاړې کړي دي.

په دې ذخیرو کې څه د پاسه پنځه ټنه اومه چرس او (۲۵۸۰) کیلو ګرامه پاخه چرس، ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي او په دې تور پنځه تنه تورن کسان هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه په کابل، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د نشه يي موادو پر ضد عملیات کوي.

په کابل کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس خرڅوونکي ونیول شول

په کابل ښار کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د کشف مدیر میان احمد احمدي رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښاري حوزو د پولیسو په همکارۍ په څلورمه، پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو (۱۶) پرچون خرڅوونکي له نېږدې شل کیلو ګرامو نشه يي موادو سره نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې له دوی سره هیروئین، چرس، تاریاک او د نشې ګولۍ هم نیول شوي دي.

په ننګرهار کې درې تنه د مخدره موادو قاچاق کوونکي نیول شوی

ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې د لويي لارې پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې (۱۲۶) کیلو ګرامه چرس په دوو موټرو کې روداتو او دور بابا ولسوالیو ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې په جلال اباد ښار کې یې اته ګرامه ټابلیټ (K) ګولۍ په پرچون ډول خرڅولې.

په کابل کې پولیسو ۱۳ ټنه چرس سوځولي دي

په کابل ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څو ټنه چرس سوځولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي پوځ د ۷۷۷ هوايي لېوا په مرسته د کابل د خاک جبار ولسوالۍ د ګرګي میدان په سیمه کې ۱۳ ټنه چرس نیولي دي.

دا چرس تر نیول کېدو وروسته سوځول شوي او په دې تور تردې مهاله څوک نه‌دي نیول شوي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې څو ټنه چرس سوځولي وو.

په کندز کې شپږ وسله وال قاچاق کوونکي نیول شوي

په کندز ولایت کې شپږ وسله وال قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد شِفاء شِفاء رسنیو ته وویل، دا شپږ کسان چې غوښتل یې ۳۲ کیلو او ۵۴۵ ګرامه هیروئین او ۵۷ ګرامه شیشه کندز ښار ته قاچاق کړي، په امام صاحب ولسوالۍ کې ونیول شول.

له نیول شوېو قاچاق کوونکو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يې موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ته سپارل شوي دي.

د تخار پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه کابل ته یې قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې نهه نیم کیلو ګرامه تریاک هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټر سایکلو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د تخار مرکز تالقانو ته یې قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې دوو پېښو په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت تېرکال د نشه يي موادو ۳زره قاچاقچیان نیولي

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو تېر میلادي کال د درېيو زرو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څه د پاسه درې زره کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار په یوه خبرې غونډه کې وویل، دا عملیات د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شوي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه لوی قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۳۱۵ ټنه نشه يي مواد نیولي دي.

دی وايي:

"۳۱۵ اعشاریه ۶۶۱ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي چې د تېرکال په پرتله په سلو کې ۲۶ ډېروالی ښيې. دغه ډول ۲۲۱۴۵ ټابلېټ (K) ګولۍ هم نیول شوې چې له بهره هېواد ته را وړل کېږي او په سلو کې ۶۰ ډېروالی په کې راغلی دی."

د یادونې وړ ده چې دا عملیات د ټولو افغان امنیتي ځواکونو په ګډه مرسته ترسره شوي دي.

په هرات کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵ کسان نیول شوي

په هرات ولایت کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې دوه کسان نیول شوي چې غوښتل یې دوه کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه درې کیلو ګرامه کرسټال په دوو سفري بکسونو کې د اسلام کلا له لارې بهر ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې د هرات پولیسو د پرچون خرڅوونکو پر خلاف په عملیاتو کې درې کسان له څه اندازه نشه يي موادو، الکولي مشروباتو ۶۶ بوتلونو او وسلو سره نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG