د زهرو کاروان
د نشه يي توکو څه باندې۴۰ قاچاق وړونکي قضايي مرکز ته معرفي شول
په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څه د پاسه(۴۰) کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د (۳۳) قضیو په تړاو په (۱۳) ولایتونو کې (۴۲) کسان نیول شوي دي چې درې یې ښځې دي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې (۴۲) کسانو څخه پنځو یې غوښتل چې نشه يي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي.
په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیاته شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیات کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې پولیسو په مستقل ډول او له افغان هوايي ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي، په نتیجه کې یې په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
ده وویل:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یووه اوونۍ کې (۹۴) عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۱۹۸۷) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول او په دې تور یې (۱۰۳) کسان هم ونیول او دغه راز یې د نشه يي موادو دوه زېرمې هم ویجاړې کړې دي او دا عملیات د مرکز په شمول په لسو ولایتونو کې ترسره شول."
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې د نشه يي موادو د زېرمو پر وړاندې پولیسو جدي اقدامات کړي او تر دې دمه یې په کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ عملیات ترسره کړي دي.
د تخار پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه هیروئین ونیول
د تخار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه (۴۰) کیلو ګرامه هیروئین ونیول.
د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې (۳۵) کیلو او (۷۴۰) ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي او تالقانو ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې یو تن اته کیلو ګرامه هیروئین په یوه موټر کې قاچاق کول چې پولیسو په نمک آب ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال ونیول.
د دې دوو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
خوست کې ۳۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد او الکولي مشروبات ونیول شول
په خوست ولایت کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه نشه يي مواد او څو لېټره الکولي مشروبات ونیول شول.
د خوست ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر وحیدالله ټني رسنیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې ۷۲ بوتله الکولي مشروبات د ولایت په مرکز پورې اړوند متون سیمه کې له یوې ریکشې څخه تر لاسه شول.
او په دوهمه قضیه کې پولیسو د نادرشاه کوټ په سیمه کې ۳۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د دې دوو قضیو په تړاو پنځه تورن کسان هم نیول شوي دي.
د نیمروز پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي
د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د نیمروز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته لېږلې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په مرکز پورې اړوند په مالدا او ملکي سیمو کې ۳۱ کیلوګرامه هیروئین، ۷ کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه تریاک نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې یو تن د دې موادو د ساتلو په تور هم نیول شوی دی.
د کندهار د هوايي ډګر پولیسو د قاچاق په تور ۶ کسان ونیول
د کندهار د هوايي ډګر پولیسو بهر ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور شپږ کسان ونیول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار ولایت د سرحدي پولیسو قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې راغلي چې شپږکسان هغه مهال ونیول شول چې درې کیلوګرامه هیروئین یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې بهر ته قاچاق کړي.
نیول شوي شپږکسان له نشه يي موادو سره یوځای د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شول.
د تخار پولیسو څو کیلو ګرامه نشه يي او کيمیاوي مواد نیولي
د تخار ولایت پولیسو څو کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې د تخار ولایت پولیسو د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د اسیټیک انهایډرایډ په نوم ۱۷ لېټره تېزاب ونیول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېدل.
او په دوهمه پېښه کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال څه د پاسه ۳۵ کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې دوو قضیو په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۲تنه د قاچاق په تور ونیول شول
د حامد کرزي د هوايي ډګر پولیسو دوه تنه بهر ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول.
د حامد کرزي د هوايي ډګر له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد ارشاد نوري ازادي راډیو ته وویل: دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۴۷۵ او ۵۲۶ ګرامه هیروئین په جلا جلا توګه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.
په تېرو دوو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیول کېږي.
په زابل کې د نشه يي موادو یو شمېر پرچون پلورنکي نیول شوي
په زابل ولایت کې د نشه يي موادو یو شمېر پرچون خرڅوونکي نیول شوي دي.
د زابل ولایت امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل، د زابل پولیسو د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو څو تنه پرچون خرڅوونکي له څه اندازې نشه يي موادو سره یو ځای نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو د نشه يي موادو قاچاق کوونکي له ۱۷کیلو ګرامو نشه يي موادو سره یو ځای ونیول او په دوهمه مرحله کې د ښار له مختلفو برخو څخه معتادین را ټول شول چې د معتادینو روغتیايي مرکزونو ته به معرفي شي."
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ ازادي راډیو د زابل له والي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د نشه يي موادو د پرچون خرڅوونکو په اړه د کلات ښار د اوسیدونکو اندېښنې شریکه کړې وې او هغه هم ژمنه کړې وه چې په وړاندې به یې اقدام کوي.
له تخاره قاچاق کېدونکي نشه یي مواد او په تور یې ۲ تنه نیول شوي
څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد له تخار ولایته دباندې د قاچاق پر مهال ونیول شول.
د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پوليسو یو کس هغه مهال ونیو چې لس کیلو ګرامه هیروئین یې په یوه موټر کې له تخار ولایته د باندې قاچاق کول.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د شرقي معبر په سیمه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کابل ته یې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې دواړه تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.