د زهرو کاروان
په ننګرهار کې څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد زون پولیسو ازادي راډیو ته لېږلې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو له هوايي ځواکونو سره په همغږۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې (۴۳) ټنه بېلابېل نشه يي مواد ونیول.
په دوهمه پېښه کې (۱۷) نیم کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې له سره رود ولسوالۍ یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.
د دې دوو پېښو په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.
له کابل ښاره لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته يوړل شول
له کابل ښاره لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته يوړل شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې راکمولو رئیس ډاکتر محمد ناصر شریفي ازادي راډیو ته وویل، تېره سې شنبه یې د کابل ښار له پل سوخته او میرویس میدان سیمو دوه سوه کسان را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته يوړل.
ده وویل:
"څرنګه چې په ژمي کې یخني ډېره وي او ډېری معتادین د سړې هوا له امله مړه کېږي، نو له همدې امله موږ په هرو (۱۵) ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو بې سرپنا معتادین را ټولوو او بيا يې ابن سینا زر بستریز روغتون ته وړو."
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د کابل ښار له پل سوخته او میرویس میدان سیمو څخه پنځه سوه معتادین را ټول شوي دي.
د کندهار پوليس وايي د نشهيي توکو د کار و بار يو مرکز يې نيولى
د کندهار پوليس وايي، د نشهيي توکو د کار و بار يو مرکز يې نيولى دی.
دغه مرکز د کندهار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د يخ کارېز په سيمه کي د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړو ځواکونو پرون يکشنبه کشف کړى دى.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی وایي، دغه مرکز په يوه کور کې و او د قضيې په تړاو ځيني کسان نيول شوي هم دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د قضيې په تړاو څلور کسان نيول شوي چې له دوى څخه درې کېلو او ٥٢٦ ګرامه مخدره توکي ترلاسه شوي چې د کپسولونو په بڼهيې جوړ کړي وو او خلکو تهيې ورکول چې په نس کې يې تر هندوستان او نورو هېوادونو ورسوي."
د کندهار د پوليسو وياند وايي، په نيول شویو کسانو کې درې ښځې او يو نارينه شامل دى.
د کندهار د هوايي ډګر مسؤلانو ویلي چي له دغه هوايي ډګره بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول هندوستان ته د نشهيي توکو قاچاق ډېر شوی دى.
د کابل په قرغې بند کې ۲ د الکولي مشروباتو پلورونکي نیول شوي
پولیسو د کابل په قرغې بند کې دوه تنه د الکولي مشروباتو خرڅوونکي ونیول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دې دوو کسانو له څه مودې راهېسې د قرغې په تفریحي بند کې نشه يي مواد او الکولي مشروبات خرڅول چې پولیسو له ۲۷ بوتلو الکولي مشروباتو او دوو کیلو ګرامو تریاکو سره ونیول.
دا دوه کسان له ابتدائي څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.
د کابل پولیسو د نشهيي موادو څه دپاسه ۱۰ پرچون پلورونکي ونیول
د کابل پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي موادو څه دپاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معنیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د کابل امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د ۱۶ پرچون خرڅوونکو ترڅنګ څه دپاسه دوه کیلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
د ښاغلي یادګاري په وینا تېره اوونۍ د کابل په شمول په څو ولایتونو کې عملیات ترسره شول:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د یوې اوونۍ په جریان کې په مرکز او ولایتونو کې ۶۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۶۵۴ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیولي دي. دغه راز یې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۷۱ تورن کسان هم نیولي چې په نیول شویو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه ده."
د یادونې وړ ده چې په کابل کې د معتادینو له ډېرېدلو سره د نشه يي موادو پرچون خرڅوونکي هم ډېر شوي دي چې ځوانانو ته یې د نشه يي موادو لاسرسی آسان کړی دی.
په کابل کې یو تن هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شو
په کابل کې یو تن هند ته د هیروئینو د قاچاقو په تور ونیول شو.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ازادي راډیو ته لېږلې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې ۷۴۶ ګرامه هیرئینو یې په خپله خېټه کې ځای پر کړي او ډهلي ته یې قاچاق کول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا شپږم ځل دی چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هند، دُبۍ او ترکیې ته د هیروئینو د قاچاقو په تور نیول کېږي.
د ننګرهار پولیسو څه د پاسه۴۰۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي
د ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه څلور سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ لهخوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۹۵ کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې له سرخ رود ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې پولیسو ۱۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې یوه قاچاق وړونکي له بهسودو ولسوالۍ څخه یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کول.
د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
مؤحد: ابتدائیه او استیناف محکمو ۳۰کسان محکوم کړل
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو نېږدې دېرش کسان په مجازاتو محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د ۲۱ قضیو په تړاو ۲۵ کسان ونیول شول او د عدلي او قضايي مرکز په علني غونډو کې له درېیو تر اوو کالو بند باندې محکوم شول.
د ښاغلي مؤحد په خبره دغه راز تېره اوونۍ افغان ځواکونو په نهو ولایتونو کې ۲۱ کسان نیولي او دې مرکز ته یې معرفي کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې ۲۱کسانو څخه ۱۲۷ کیلو ګرامه هیروئین، ۶۵ کیلو ګرامه تریاک، ۱۴۶۹کیلو ګرامه چرس ۱۲ کیلو ګرامه شیشه او ۱۹۸۵ د ټابلېټ (K) ګولۍ هم نیول شوي دي.
په کونړ کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو
په کونړ ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو.
د کونړ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست له خوا ازادي راډیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي چې غوښتل یې (۱۱) نیم کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له ننګرهار څخه کونړ ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیو.
تورن کس له ابتدايي څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شو.
په ننګرهار کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد له منځه ولاړل
په ننګرهار ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد له منځه ولاړل.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت خپره کړې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو دوه زېرمې له څه د پاسه (۱۵۰۰) کیلو ګرامو چرسو سره له منځه وړي دي.
په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو په بهسودو ولسوالۍ کې په يوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال (۳۳) کیلو ګرامه چرس ونیول.
په درېیمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو (۲۶) کیلو ګرامه هیروئین او یوه کیلو شیشه په تورخم کې د تلاشۍ پر مهال ونیول چې له کابل څخه د مېوو په کارتنونو کې انتقال شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو دوو قضیو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.