د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د زهرو کاروان

په ۱۱ ولایتونو کې د نشه یي موادو ۳۹ پلورونکي نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان په څو ولايتونو کې د نشه يي موادو نږدې څلوېښت پلورونکي ونيول شول.

د نشه يي موادو د خرڅوونکو پرضد د افغانستان په يوولسو ولايتونو کې عملیات وشول چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۳۹ پلورونکي ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي چې نيول شوي تورن کسان تر لومړنيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالي ته استول شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په دې ۳۹ تنو کې د نشه يي موادو د يوې ډلې مشر هم شامل دی چې په ننګرهار ولایت کې نيول شوی دی.

له دې تورنو کسانو سره تر شلو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، ترياک، چرس او شراب نيول شوي دي.

په بدخشان کې تر ۳ ټنه زیات نشه یي مواد سوځول شوي

ارشیف، نشه يي توکي
ارشیف، نشه يي توکي

په بدخشان ولایت کې تر درې ټنه ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

د بدخشان له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير نثار احمد جهانګير ازادي راډيو ته وويل، دوی په تېر يوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په لړ کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳۵ عملیات کړي چې په پایله کې ۱۹۵ کیلوګرامه هيرويين، ۱۲۸۲ کيلوګرامه تارياک، تر څلور سوه کيلوګرامه ډېر چرس، ۱۹۴ لېټره شراب او ۴۶۵ کيلوګرامه جامد کېمياوي مواد نيولي او دا ټول مواد يې د جوزا د میاشتې پر څلورمه نېټه سوځولي دي.

د دې موادو د قاچاقو په تور ۱۶۶ تنه نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا به بند محکوم شوي دي.

فراه چارواکي: د طالبانو د نشه یي توکو لویه کارخانه ویجاړه  شوه

فراه کې د طالبانو د نشه يي توکو کارخانه
فراه کې د طالبانو د نشه يي توکو کارخانه

په فراه ولايت کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د نشه يي موادو يوه لویه کارخونه له دوو لابراتورونو سر ويجاړه شوه.

په فراه ولایت کې د ملي اردو د دوهمې لوا وياند حشمت الله احمدي ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو دې کارخانو په طالبانو پورې اړه درلوده او ترلاسه شوي مواد ځای پر ځای سوځول شوي دي.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا عملیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې کمانډويانو، ملي اردو او نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ګډه وکړل چې په پایله کې يې دوه لابراتورونه ويجاړ شول او د دې تر څنګ یوولس سوه لېټره اوبلنه ښیښه، ۱۰۷۶ کيلوګرامه خالصه ښیښه، ۱۰۵۰ کيلوګرامه سوډا او د ښیښې جوړولو درې ماشينونه هم ونيول شول.

ننګرهار کې زرګونه نشه‌يي ګولۍ او تر ۱۰ کيلوګرامو ډېر ترياک ونيول شول

ارشیف، نشه‌یي ګولۍ
ارشیف، نشه‌یي ګولۍ

د ننګرهار ولايت پولیسو په دې ولايت کې زرګونه نشه‌يي ګولۍ او تر ۱۰ کيلوګرامو ډېر ترياک ونيول.

لومړي عمليات چې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې وشول، په نتيجه کې يې په یوه کور کې دوه نفره له ۱،۲۷۷ نشه‌يي ګولیو سره ونيول شول.

د يادونې وړ ده چې دوه مياشتې مخکې هم پولیسو له دې کور څخه ۴،۳۸۵ نشه‌يي ګولۍ ترلاسه کړې وې، خو هغه وخت د دې نشه‌يي موادو دوه قاچاق کوونکي تښتېدلي وو چې دا ځل ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات د ننګرهار ولايت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۱۶نيم کيلوګرامه ترياک ونيول شول، خو قاچاق کوونکي يې لا تر اوسه پورې نه‌دي نيول شوي.

فاریاب او بدخشان کې لسګونه لیتره شراب ونیول شول

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي شراب
ارشیف، افغانستان کې نیول شوي شراب

په فارياب او بدخشان ولايتونو کې نږدې ۴۰ لیتره شراب ونيول شول.

په لومړي ګام کې د فارياب له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د نشه‌يي موادو خرڅولو پر يوه مرکز عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۰ لیتره شراب ونيول شول.

په پام کې وه چې دا شراب د فارياب مرکز ميمنه کې وپلورل شي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وويل، د بدخشان پولیسو هم د دې ولایت په مرکز فیض‌اباد کې اووه لیتره شراب د قاچاقو پر مهال نيولي دي.

د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګره د هيروئينو د قاچاق مخنیوی وشو

د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر
د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر

د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د هيروئينو د قاچاق مخه ونيول شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو څېړنو ادارې کارکوونکو د مسافرو د تلاشۍ پر مهال دوه نفره داسې مهال ونيول چې دوه کيلو او ۱۵۳ ګرامه هيروئين‌یې په خپلو خېټو کې پټ کړي او غوښتل‌يې د هندوستان پايتخت ډېلي ته‌يې قاچاق کړي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې په يوه بل اقدام کې د کابل په ارغندۍ چوک کې له يوه موټر څخه دوه کيلو ګرامه ښیښه او ۴۸۰ ګرامه هيروئين ترلاسه شول، د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

په پنجشېر کې ۲ تنه د چرسو د قاچاقو پر مهال ونيول شول

آرشیف، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي
آرشیف، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي

په پنجشېر ولایت کې دوه تنه د چرسو د قاچاقو پر مهال ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل،۲۰ کيلو ګرامه چرس چې د ګازو په يوه ډبه کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د يوه سراچه موټر په وسيله له پنجشېر ولایت څخه کابل ته قاچاق کړل شي، د دالاسنګ په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

تورن کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

د نشه يي توکو ۴۱ قاچاقچیان په بند محکوم شول

آرشیف، په بغلان ولایت کې په نشه يي توکو یو قاچاق کوونکی نیول شوی. عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف، په بغلان ولایت کې په نشه يي توکو یو قاچاق کوونکی نیول شوی. عکس تزئیني بڼه لري

د محکمو له خوا تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استيناف محکمو د خپلو علني غونډو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۴۱ قاچاق کوونکي چې د قاچاقو ۴۰ قضيې يې درلودې او د امنيتې ادارو له خوا نيول شوي وو، له دوو څخه نيولی بیا تر اتلس کاله پورې په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، له دې محکوم شویو خلکو سره ۶۷ کيلو ګرامه هيرويين، ۴۲ کیلوګرامه مورفين، ۱۴۱ کیلوګرامه تارياک، نژدې شل کيلوګرامه ښیښه، ۱۹۶ کيلوګرامه چرس او اته سوه کيلوګرامه بنګ نيول شوي وو.

چارواکي: ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۱۸ پلورونکي نيول شوي

آرشیف، فراه کې د نشه يي توکو په قاچاق نیول شوی
آرشیف، فراه کې د نشه يي توکو په قاچاق نیول شوی

په ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو اتلس پلورونکي ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره اوونۍ کې د افغانستان په ۷ ولايتونو کې عملیات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۱۸پلورونکي نيول شوي دي.

له دوی سره نژدې لس کيلوګرامه نشه يي مواد لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک هم نيول شوي دي.

له بلې خوا د معتادينو د درملنې زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، د عامې روغتیا وزارت کار کوونکو د کابل ښار له له لومړۍ او اتمې ناحيې څخه ۱۲۰ تنه معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتون ته واستول.

ننګرهار کې تر سلو کيلوګرامو ډېر چرس او زرګونه نشه يي ګولۍ نيول شوي

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار ولایت کې تر سلو کيلوګرامو ډېر چرس او زرګونه نشه يي ګولۍ ونيول شوې.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۷۰ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

د ننګرهار امنيه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل، په دوهم اقدام کې پولیسو د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه ټېلر موتر کې تر پنځلس زره ډېرې نشه يي ګولۍ او ۱۲۲ سيټه موبايلونه ونيول.

د نشه يي موادو د دې دوو قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG