د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۶

د زهرو کاروان

په لوګر کې د نشه يي موادو ۲ کارخانې او ۳ زېرمې ویجاړې شوي

په لوګر ولایت کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او زېرمې ویجاړې شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت له خوا خپره شوې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او درې زېرمې ویجاړې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې کارخانو او زېرمو څخه څلور نیم زره کیلو ګرامه چرس او کېمیاوي مواد ترلاسه شوي دي.

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول شول

آرشیف، یو شمېر معتادین د درملنې لپاره روغتون ته د بیولو په حال کې
آرشیف، یو شمېر معتادین د درملنې لپاره روغتون ته د بیولو په حال کې

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو ادارې یوه کار کوونکي احمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، دا ځل مو د کابل د سرای شمالي په غونډۍ کې د معتادينو را ټولولو کمپاين وکړ چې په نتيجه کې يې (۱۵۰) بې سرپنا معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته د درملنې لپاره يووړل شول.

ښاغلی سلطاني دا مني چې د ځینو عواملو له امله ځیني معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

ده وویل:

"د معتادینو بېرته معتاد کېدل بېلابېل عوامل لري، لکه د کورنيو جګړو دوام، د نشه يي موادو له زیانونو څخه د خلکو بې خبري، بې سوادي، غير قانوني مهاجرتونه او نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی په نشو باندې د بيا اخته کېدو عمده لاملونه دي."

په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونه له کابل ښار څخه معتادین د درملنې لپاره را ټولوي.

خالد مؤحد: د عدلي او قضايي مرکز ۳۰ تنه مجازات کړل

خالد مؤحد
خالد مؤحد

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نېږدې دېرش تنه مجازات کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ۲۹ کسان د ۱۸ قضیو په اړه له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر یوه کال پورې په بند باندې محکوم کړل.

ښاغلی مؤحد زیاتوي، له دې کسانو څخه ځینې یې د هوايي ډګرونو له لارې د نشه‎يي موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.

دغه ډول تېره اوونۍ هم له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۵کسان تر ۱۶ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

په هرات کې پولیسو څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول

په هرات ولایت کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول.

د هرات د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هرات په څلورمه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴کیلو ګرام نشه‎يي مواد ونیول چې ۲۷ کیلو ګرامه یې چرس او څه د پاسه شپږ کیلو ګرامه یې تریاک وو.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په اړه تر اوسه پورې څوک نه‎دي نیول شوي.

په بغلان کې ۳ کسان د هیروئینو د قاچاق پر مهال ونیول شول

په بغلان ولایت کې درې کسان د هیروئینو د قاچاق پر مهال ونیول شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو ۱۱ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول چې د کاليو په بکسونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له بدخشانه یې د بغلان له لارې کابل ته قاچاق کړي.

په نیول شویو کسانو کې دوه ښځې او یو نارینه شامل دی.

په کابل کې پولیسو څه د پاسه ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول

په کابل کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه څلور سوه کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول.

په هغه خبرپاڼه کې چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت له‌خوا رسنيو ته استول شوې راغلي چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په دیسپېچري سیمه کې ۴۵۵ کیلو ګرامه چرس ونیول چې د پیازو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کابل ښار ته یې قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د افغانستان په ۲ هوايي ډګرونو کې ۸ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول

د افغانستان په دوو هوايي ډګرونو کې اته کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د شیشې په نوم څلور کیلو ګرامه نشه‎يي مواد هغه مهال ونیول شول چې پر څلورو دسمالونو باندې موښل شوي وو او په پام کې وه چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې یې له هېواده دباندې قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې څلور کیلو ګرامه نشه‎يي مواد هغه مهال ونیول شول چې په یوه سفري بکس کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په اړه درې تنه نیول شوي او وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

په کابل ښار کې د نشه يي موادو اووه پرچون خرڅوونکي نیول شوي

په کابل ښار کې د نشه يي موادو اووه پرچون خرڅوونکي څه د پاسه اووه کیلو ګرامو نشه يي موادو سره نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د کشف مدیر میان احمد احمدي ازادي راډیو ته وویل، په درېیو عملیاتو کې اووه کسان د کابل ښار په څلورمه، اتمه، یوولسمه او دولسمه حوزه کې نیول شوي او له دوی سره اووه نیم کیلو ګرامه چرس، تاریاک، هیروئین او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې په تېرو دوو اوونیو کې څو عملیاته کړي چې د نشه يي موادو نېږدې دېرش پرچون خرڅوونکي یې هم نیولي دی.

په درېیو هوايي ډګرونو کې د نشه يي موادو د قاچاق مخه نیول شوې

د افغانستان په درېیو هوايي ډګرونو کې ۱۱ تنه بهر ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې دا ۱۱ کسان هغه مهال ونیول شول چې په جلا جلا توګه یې پنځه نیم کیلو ګرامه هیروئین د حامد کرزي، بلخ او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هند، دُبۍ او ترکیې ته قاچاق کول.

نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو څېړنو کې ویلي چې دا مواد مافیايي ډلو ورکړي او دوی د پیسو په مقابل کې قاچاق کول.

په هرات کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په هرات ولایت کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل يې درې کيلو ګرامه هيروئين او چرس هرات ښار ته قاچاق کړي.

په دې وروستیو کې له ولسوالیو هرات ښار ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی چې دې کار نشه يي موادو ته لاسرسی اسانه کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG