د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

د زهرو کاروان

د کابل له ښاره پنځه سوه معتادین را ټول شول

آرشیف، یو شمېر معتادین چې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي
آرشیف، یو شمېر معتادین چې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي

د کابل له ښاره پنځه سوه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول.

د ابن سینا روغتيايي مرکز رئیس زلمي نورزي ازادي راډیو ته وویل، د معتادینو د را ټولولو د کمپاین په ترڅ کې تېره دوشنبه د سرای شمالي له غونډۍ پنځه سوه معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته انتقال شول.

ده وویل:

"پنځه سوه معتادين مو را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته مو انتقال کړل، له دې جملې مو (۳۵۰) کسان د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږل، په دې روغتون کې دا مهال د (۸۷۰) کسانو درملنه کېږي."

د عامې روغتیا وزارت دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادینو د درملنې (۱۱۰) مرکزونه لري چې د ماشومانو او ښځو په ګډون د زرګونو کسانو درملنه کوي.

په هرات کې ۲ تنه له نږدې لسو کیلو ګرامو نشه يي موادو سره ونیول شول

آرشیف،
آرشیف،

د هرات ولایت پولیسو دوه کسان له نږدې لسو کیلو ګرامو نشه يي موادو سره ونیول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې یو تن هغه مهال د شیدايي ښارګوټي په سیمه کې ونیول شو چې غوښتل یې څلور کیلو ګرامه هیروئین هرات ښار ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې په سیمه کې د نشه يي موادو یو خرڅوونکی هغه مهال لاس په لاس ونیول شو چې پر معتادینو یې نشه يي مواد خرڅول.

له نیول شوي کس سره پنځه کیلو ګرامه چرس او څلوېښت ګرامه تاریاک هم نیول شوي دي.

د کابل پولیسو د نشه يي موادو ۱۸ پلورونکي نیولي

آرشیف، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
آرشیف، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د کابل پولیسو د نشه يي موادو نږدې شل خرڅوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د کابل پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو (۱۸) خرڅوونکي د پنځو هغو قاچاق کوونکو په شمول نیولي چې نومونه یې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره او د نیولو حکم یې صادر شوی و.

له نیول شویو کسانو څخه څو کیلو ګرامه نشه يي مواد، وسلې او نقدي پیسې هم نیول شوي دي.

د ننګرهار په غازي امان الله خان ښارګوټي کې ۲۶۴ کیلو ګرامه چرس ونیول شول

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې ۲۶۴ کیلو ګرامه چرس هغه مهال د غازي امان الله خان د ښارګوټي په سیمه کې ونیول چې په پام کې وه د دوو موټرو په وسيله يې له روداتو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.

د نیول شویو نشه يي موادو په تور دوه کسان نیول شوي چې په خپل جرم تر اعتراف وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

موحد: له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز ۱۸ کسان محکوم کړل

خالد موحد
خالد موحد

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۱۸ کسان په مجازاتو محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۸کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۳پېښو په تړاو دې مرکز ته معرفي شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له درېیو کالو او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې مرکز محکمو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو باندې محکوم کړي دي.

د تخار پولیسو نېږدې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

د تخار ولایت پولیسو نېږدې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې ۱۱ کیلو او ۸۰۰ ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې ۳۷کیلو ګرامه هیروئین او ۲۰ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه له رستاق ولسوالۍ او تخار ولایت له مرکز څخه یې دباندې قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور شپږ کسان هم نیول شوي دي.

درې زره کیلوګرامه چرس په هلمند کې ونیول شول

درې زره کیلوګرامه چرس د هلمند بهرامچې سيمې ته د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۸۵۰کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه يې د ګرمسېر له لارې د بهرامچې سیمې ته قاچاق کړي.

د دې موادو د قاچاقو په تور څلور کسان نیول شوي او دوه ميله وسلې هم ورسره نيول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په بغلان کې لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونيول

د کورنیو چارو وزارت په بغلان ولایت کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونيول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۱ کیلو ګرامه هیروئین له بدخشان ولایت څخه د بغلان له لارې کابل ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تورنو کسانو کې دوه ښځې او یو سړی هم شامل دی.

په ننګرهار کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه او له دې کارخانې څخه یو ټن مورفین او پنځه نیم کیلو ګرامه چرس تر لاسه او هم هلته وسوځول شول.

په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څلور عملیاته وکړل چې په نتېجه کې یې په سره رود او مومنددرې ولسوالیو کې په څلورو موټرو کې (۱۸۵) کیلو ګرامه چرس ونیول.

د یادونې وړ ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۱ تنه مجازات کړل

آرشیف، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد
آرشیف، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۱ کسان مجازات کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۲۱ کسان چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو په غونډو کې له يوه نيم کال څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

د یادونې وړه ده چې تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۹ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۸ پېښو په تړاو له یوه نيم کال څخه نيولې بيا تر اوولسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG