د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

د زهرو کاروان

د ننګرهار پولیسو نږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

آرشیف، نیول شوي نشه یي توکي
آرشیف، نیول شوي نشه یي توکي

د ننګرهار پولیسو نږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا په سره رود، خوګیاڼيو او روداتو ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې (۹۵۸) کیلو ګرامه هیروئین، چرس او داسې نور نشه يي مواد ونیول شول.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تور شپږ کسان هم نیول شوي دي.

په سمنګان کې ۲ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په سمنګان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې (۱۵۶) کیلو ګرامه نشه يي مواد هغه مهال په آیبک ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې په یوه بس موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له سمنګان ولایته دباندې قاچاق شي.

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی او کلېنر هم نیول شوي دي.

ننګرهار کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو نیول شوي

د ننګرهار ولایت پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو نیولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار کې ۳۷ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د يادونې وړ ده چې دا چرس جلال اباد ښار ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو تن له ۱۴۰کیلو ګرامه چرسو سره نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړی دی.

رحیمي: په کابل کې د نشه‌يي موادو ۲۰ پرچون خرڅوونکي ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د نشه‌يي موادو شل تنه پرچون خرڅوونکي نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دا شل تنه چې د کابل ښار په لسو بېلابېلو حوزو کې نیول شوي، د نشه‌يي موادو د وېشلو او خرڅولو شبکې غړي دي.

د یادونې وړ ده چې په نیول شویو کې کسانو کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څه موده مخکې یې د کورنیو چارو وزارت نومونه خپاره کړي او له عامو خلکو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

په هلمند کې د نشه‌يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوې

ارشیف
ارشیف

په هلمند ولایت کې د ملي امنیت او پولیسو ګډو ځواکونو د نشه‌يي موادو یوه کارخانه ویجاړه کړې ده.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د نشه‌يي موادو د جوړولو یوه کارخانه ویجاړه کړې چې د طالبانو په سرې قطعې پورې يې اړه درلوده.

د نشه‌يي موادو د جوړولو له دې کارخانې څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه مورفین او ۴۱۱ لېټره کېمیاوي مواد تر نیولو وروسته همالته ځای پر ځای وسوځول شول.

د نیمروز پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي

د نیمروز ولایت پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي دي.

د نیمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت پولیسو ۱۸کیلو ګرامه امفیتامین یا شیشه، اووه نیم کیلو ګرامه هیروئین او ۳۳ زره ټابلېټ (K) ګولۍ نیولي دي.

دا نشه‌يي مواد په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د نیمروز ولایت د ابرېشم پل له لارې یې له هېواده دباندې قاچاق کړي.

یاده دې وي چې د دې پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

مؤحد: د نشه‌يي موادو ۱۵ قضیې څېړل شوي

 خالد موحد
خالد موحد

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو ۱۵ قضیې څېړلي او تورن کسان یې په جزاء محکوم کړي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې د نشه‌يي موادو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل:

"هغه کسان چې په جزاء محکوم شوي دي، له دوی سره په مجموع کې ۵۰ کیلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۱۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۹۸ کیلو ګرامه چرس او څه د پاسه ۱۱ کیلو ګرامه شیشه نیول شوې ده."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د دې مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو ۲۹ قاچاق کوونکي له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر ۱۷ کالو پورې په بند باندې محکوم کړي وو.

په پکتیا او بغلان کې نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور څو کسان نیول شوي

په پکتیا کې نیول شوي نشه يي توکي
په پکتیا کې نیول شوي نشه يي توکي

د پکتیا او بغلان چارواکي وايي، په زیاته اندازه نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور یې څو کسان نیولي دي.

  • بغلان

په بغلان کې پولیس وايي، څلورتنه یې د ۵۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.

د بغلان د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام‌الدین سریع رسنیو ته ویلي، دا نشه‌يي مواد یې د چهارشنبې په ورځ په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

  • پکتیا

د پکتیا امنیه قوماندانۍ هم وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت يې ۱۷۰۰کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګ‌دانې کشف او ضبط کړي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا نشه‌يي مواد یې د سیدکرم ولسوالۍ په نګرام سیمه کې له خلکو څخه په یوې خالي شوې کلا کې موندلي دي.

د پکتیا د پولیسو په وینا د دې نشه‌يي موادو په ارتباط تر اوسه څوک نه‌دي نیولي.

په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې (۹۹) کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د سره رود ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي.

په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو (۷۸) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې یې له بټي کوټ ولسوالۍ جلال اباد ښار ته قاچاق کول.

د يادونې وړه ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

د نیمروز ولایت پولیسو ۱۶۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

آرشیف
آرشیف

د نیمروز ولایت پولیسو ۱۶۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د نیمروز پولیسو د زرنج او دلارام پر لویه لاره (۸۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۲) کیلو ګرامه چرس او (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د زرنج ښار د څلورمې حوزې په سیمه کې (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په درېيمه پېښه کې پولیسو په انصاري ښارګوټي کې پنځوس کيلو او پنځه سوه ګرامه هیروئین ونیول.

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او زېرمه کولو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG