د زهرو کاروان
د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۲۷ کسان مجازات شوي
د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نږدې دېرش کسان مجازات شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، (۲۷) کسان چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نشه يي موادو د (۱۴) قضیو د قاچاقو په تور دې مرکز ته معرفي شوي وو، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو میاشتو نيولې، تر اتلسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
دغه ډول له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له قاچاق کوونکو څخه تر لاسه شوي نغدې پیسې د افغانستان بانک ته سپارلي دي.
دی وایي:
"په دې ډله کې درې يې داسې کسان وو چې غوښتل يې د هوايي ډګر له لارې هندوستان ته هيروئين قاچاق کړي، خو پولیسو نيولي وو."
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیله بيا تر اوسه پورې دا څووم ځل دی چې د عدلي او قضايي مرکز له خوا نغدې پیسې او له قاچاق کوونکو تر لاسه شوي وسائل اړوندو ادارو ته سپارل کېږي.
په پکتیا کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول
په پکتیا ولایت کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان د هوايي ځواکونو په همکارۍ د پکتیا ولایت ځاځیو ولسوالۍ د ګل غونډۍ په سیمه کې عملیات کړي چې په نتيجه کې یې د نشه يي موادو څلور زېرمې موندلي او له دې زېرمو يې (۳۵) زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ترلاسه کړي دي.
نیول شوي نشه يي مواد ځای پر ځای سوځول شوي او د ساتنې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی ونیول شو
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی بهرته د نشهيي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.
د حامد کرزي د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دې قاچاق کوونکي غوښتل درې کیلو ګرامه هیروئین په یوه سفري بکس کې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
په تېرو دوو اوونیو کې دا پنځم ځل دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې نشهيي مواد بهر ته قاچاق کېږي.
په بغلان کې دوه کسان د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شول
په بغلان ولایت کې دوه کسان د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې په دوشي ولسوالۍ کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۲۵کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له بغلان ولایته کابل ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې د نشهيي موادو قاچاق کوونکي له بغلان ولایته کابل ته د قاچاق پر مهال نیول کېږي.
په پکتیا کې په زرګونو کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول
په پکتیا ولایت کې په زرګونو کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست لهخوا رسنیو ته لېږل شوي راغلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پولیسو دوه زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس، تریاک او الکولي مشروبات نیولي او د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې سوځولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور ۳۹ کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د تخار پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي
د تخار ولایت پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، پولیسو ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال د تالقانو ښار د غربي معبر په سیمه کې ونیول چې په يوه کرولا موټر کې له بدخشان ولایته د تخار له لارې کندز ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور دوه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
په ننګرهار کې د نشهيي موادو ۴ کارخانې ویجاړې شوي
په ننګرهار ولایت کې د نشهيي موادو څلور کارخانې ویجاړې شوي دي.
له نشهیي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان د هوايي ځواکونو په مرسته د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتېجه کې د نشهيي موادو څلور کارخانې ویجاړې او نشهيي موادو یوه زېرمه یې موندلې چې شپږ زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس او مورفین پهکې ځای پر ځای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې نیول شوي مواد ځای پر ځای سوځول شوي او په تور یې دوه کسان نیول شوي دي.
په بدخشان کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي
په بدخشان ولایت کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست رسنیو ته ویلي چې دا ۲۱ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له ارګو ولسوالۍ يې د بدخشان مرکز فیض اباد ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې دا درېيم ځل دی چې د بدخشان پولیس نشه يي مواد نیسي.
د نیمروز پولیسو بهر ته د قاچاق کېدونکو نشه یي موادو مخنیوی وکړ
د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه یو سلو اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.
د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۷۳) کیلو ګرامه نشه يي مواد چې (۱۵۱) کیلو ګرامه یې تاریاک او (۲۲) کیلو ګرامه یې امفیټامین یا شیشه وه، هغه مهال ونیول شول چې په یوه بار وړونکي موتر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له هېواده بهر ته قاچاق شي.
د دې موادو د قاچاق په تور څلور کسان، دوه باروړونکي موټر، یو موټر سایکل او یو میل وسله هم نیول شوي دي.
د بغلان پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور یو کس ونیو
د بغلان پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور یو کس ونیو.
د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې (۵۲) کیلو ګرامه چرس په یو کرولا موټر کې پلخمري ښار ته قاچاق کړي.
تورن کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اقرار کړی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.