د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

د زهرو کاروان

مؤحد: ۷ کسان د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي

امنیتي ادارو اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا اووه کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي موادو په لسو پېښو کې نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره دې مرکز ته معرفي شوي دي.

دغه ډول ښاغلی مؤحد وايي چې د دې مرکز د محکمو له خوا پر څو کسانو باندې حکم صادر شوی دی:

"په تېره یوه اوونۍ کې په مجموعي ډول ۲۷کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق د ۲۱ قضیو په اړه د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائيه او استیناف محکمو په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو نهه قضیې څېړلي او عاملین یې په بند باندې محکوم کړي دي.

په نیمروز کې د سلو کیلو ګرام نشه‌‌يي موادو د قاچاق مخه نيول شوې

د نیمروز پولیسو په‌دې ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامو نشه‌‌يي موادو د قاچاق مخه نيولې ده.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۵۵کیلو ګرامه نشه‌يي مواد چې چرس او هیروئین په‌کې شامل او په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د دې ولایت پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې د نیمروز پولیس نشه يي مواد نیسي.

په هند کې ۴ افغانان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

د ایران او افغانستان نقشه
د ایران او افغانستان نقشه

په هند کې څلور افغانان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د ډېلي د هوايي ډګر له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې دې څلورو کسانو ۹۲۰ ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل‌یې د سرطان ناروغۍ د درملنې په پلمه هند ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې په روان شمسي کال کې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې نږدې ۱۰۰ کسان هند ته تر تګ مخکې د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

موحد: ۳۵ تورن کسان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مرکز ته معرفي شوي

احمد خالد موحد
احمد خالد موحد

۳۵ تورن کسان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره معرفي شوي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل:

"دا ۳۵ کسان چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي وو، دې مرکز ته معرفي او دوسیې يې د څېړلو په حال کې دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د قضايي غونډو په جریان کې تېره اوونۍ ۹ کسان په مجازاتو محکوم کړل.

جلال اباد کې ۲۰۶ معتادین روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول

ارشیف
ارشیف

له جلال اباد ښار څخه څه د پاسه ۲۰۰ معتادین راټول او د علاج لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول.

د ننګرهار ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د مقام او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د هوکړې پر اساس ۲۰۶ معتادین د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د درملنې لپاره په کابل کې ابن سینا نومې روغتون ته ولېږل شول:

"بې سرپناه معتادین چې شمېر یې ۲۰۶ کسان وو، له جلال اباد ښاره را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول. دغه ډول په ننګرهار ولایت کې هم د معتادینو د درملنې یو مرکز شته چې ۱۵۰ معتادین په‌کې بستري دي او دوه نور مرکزونه هم شته چې ۶۵ ښځې او ماشومان په‌کې بستري دي."

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې دا مهال په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه اتیا زره کسان په نشو اخته دي.

کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه

پولیسو کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یو تن چې غوښتل یې ۱۳کیلو ګرامه چرس او ۱۳کیلو ګرامه تریاک د پیازو په بوجیو کې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي، د خیرخانې کوتل په سیمه کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول.

د یادونې وړ ده چې په یوه بله پېښه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۶۰۰ بوتله الکولي مشروبات د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې نیولي دي.

په بغلان کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په بغلان ولایت کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د بغلان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په‌دې ولایت کې د ۱۳۹۷کال په بهير کې ۱۱۵ عملیات کړي دي.

د دې عملياتو په نتيجه کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۶۸ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نيول شوي او سوځول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵۵کسان نیول شوي او له دوی سره ۷۱ نیول شوي موټرونه هم اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

په کونړ کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په کونړ ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د کونړ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۷) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه کرولا موټر او ریکشا کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کونړ ته یې قاچاق کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته د دې ولایت څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د کابل پولیسو شااوخوا لس کیلو ګرامه هیروئین نیولي

آرشیف، یوه اندازه مخدره مواد
آرشیف، یوه اندازه مخدره مواد

د کابل پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې د عملیاتو په نيتجه کې (۱۵) کیلو ګرامه هیروئین نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د هېواد له ختیځو ولايتونو یې کابل ښار ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره مبارزه د پولیسو لومړیتوب ګڼي

آرشیف، په بغلان کې د نیول شویو مخدره موادو یو انځور
آرشیف، په بغلان کې د نیول شویو مخدره موادو یو انځور

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره مبارزه د ملي پولیسو لومړیتوبونه ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سعادت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د لیدلو پر مهال وویل، نشه يي مواد د ترورېزم اصلي مالي سرچینه ده، له دې امله د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د قاچاق کوونکو او نشه يي موادو د تولید پر خلاف عملیات ډېر کړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار امنیتي معین ته ډاډ ورکړ چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې قطعه او د دې معینیت کشفي او ټکنالوژۍ څانګې د نشه يي موادو پر خلاف عملیاتو ته چمتو دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG