د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۶

د زهرو کاروان

په فراه کې د نشه‌يي موادو د تولید ۵ کارخانې ویجاړې شوي

په فراه ولایت کې د نشه‌يي موادو د تولید پنځه کارخانې ویجاړې شوي دي.

د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ملي هوايي ځواکونو په همکارۍ په بکوا ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې پنځه کارخانې تخريب دي.

په‌دې کارخانو کې ۳۰۰ کیلو ګرامه شیشه، ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین، ۴۰ کیلو ګرامه مورفین، ۱۴۴۵ کیلو ګرامه تریاک، ۴۰۰ کیلو ګرامه نوشادر او په لسګونو کیلو ګرامه کېمیاوي مواد د پولیسو لاس ته ورغلي او همالته سوځول شوي دي.

په کابل، دایکنډي او بغلان کې د نشه‌يي توکو ۱۰ پلورونکي نیول شوي

ارشیف
ارشیف

په کابل، دایکنډي او بغلان ولایتونو کې د نشه‌يي موادو څه د پاسه لس خرڅوونکي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې د نشه‌يي موادو نهه، په دایکنډي ولايت کې درې او بغلان ولایت کې پنځه خرڅوونکي نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره چرس، هیروئین او نشه‌يي ګولۍ هم نیول شوي دي.

په ننګرهار کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیول شوي

ارشیف، نیول شوي نشه يي توکي
ارشیف، نیول شوي نشه يي توکي

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد د قاچاقو پر مهال نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو په جلال‌اباد ښار کې د نشه‌يي موادو له خرڅوونکو څخه ۵۰ کیلو ګرامه چرس او هیروئین نیولي دي.

دغه ډول په دوهمه پېښه کې ۷۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوي چې په څلورو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له جلال‌اباد ښار څخه يې د باندې قاچاق کړي.

مؤحد: د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ۳۰ تورن کسان رامعرفي شوي

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نږدې دېرش تورن کسان معرفي شوي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل چې دې مرکز ته د امنیتي ادارو له‌خوا د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ۲۷ نیول شوي کسان معرفي او دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي.

ښاغلی مؤحد وايي چې په ورته وخت کې د دې مرکز محکمو پر څه د پاسه ۳۰ نورو تورنو کسانو حکم صادر کړی دی.

دی وايي:

"ّپه مجموعي ډول د يوې بهرنۍ ښځې په ګډون ۳۵ کسان د ۲۵ قضیو په تور نیول شوي او د دې مرکز د ابتدائیه او استېناف محکمو له‌خوا له څلورو څخه نيولی بيا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو تېره اوونۍ د نشه‌يي موادو ۳۱ قاچاق کوونکي له پنځو څخه بيا تر ۲۱ کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

په ۳ ولایتونو کې څه د پاسه ۷ سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

آرشیف
آرشیف

په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه اووه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سمنګان ولايت پولیسو (۶۸۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد په داسې حال کې نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه دباندې يې قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې څه د پاسه (۱۷) کیلو ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې له بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.

او په درېيمه پېښه کې د پنجشېر پولیسو (۱۷) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې له خینج ولسوالۍ څخه کابل ته قاچاق کېدل.

د یادونې وړ ده چې د دې درېيو قضیو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.

په ننګرهار کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د سره رود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۹۲ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

یاده دې وي چې د نشه يي موادو د قاچاقو د دې دوو پېښو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

په بدخشان کې ۲ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په بدخشان ولایت کې دوه کسان د نشه يي او کېمیاوي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي چې پولیسو دا دوه کسان په داسې حال کې نیولي چې (۱۰۳) لېټره کېمیاوي مواد یې د نشه يي موادو جوړولو لپاره د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ ته قاچاق کول.

په یوه بله پېښه کې درې کسان په دې تور عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي چې څلور کیلو ګرامه تاریاک یې له بدخشان ولایت څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کول.

په پنجشېر کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو پرضد مظاهره وشوه

د پنجشېر ولایت اوسېدونکو د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو ادعا کړې چې په پنجشېر ولایت کې د نشه يي مواد قاچاق او خرڅلاو ازاد دی، خو سیمه ییز چارواکي یې مخه نه نيسي.

اعتراض کوونکي وايي چې پنجشېر ولایت د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوی او دغه ډول په دې ولایت کې نشه يان هم ډېر شوي دي.

د پنجشېر د والي وياند منصور عنابي ازادي راډيو ته وويل، د نشه يي موادو خرڅوونکي په دې ولايت کې په پټه نشه يي مواد خرڅوي، خو د دوی د نيولو لپاره هڅې رواني دي.

ده وویل:

"پنجشېر د هغو ولايتونو له جملې څخه دی چې کوکنار هېڅ نه پکې کرل کېږي، خو د نشه يي موادو خرڅوونکي د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې په پټه نشه يي مواد خرڅوي، د پنجشېر محلي حکومت ژمنه کوي چې د دې موادو د خرڅلاو او قاچاقو مخه ونيسي."

په پنجشېر ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف مظاهرې په داسې وخت کې کېږي چې په تېره یوه میاشت کې په دې ولايت کې یوازې دوه ځله د نشه يي موادو د قاچاقو راپور ورکړل شوی دی.

د کندهار په هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی ونیول شو

د کندهار په هوايي ډګر کې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی له اوو کیلو ګرامو نشه‌يي موادو سره ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ له‌خوا خپره شوې راغلي چې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د شیشې په نوم نشه‌يي مواد د لوښو وینځلو د شامپو په قطیو کې هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې د کندهار هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.

ننګرهار کې نږدې سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیول شوي

د ننګرهار پولیسو په درېیو جلا جلا پېښو کې نږدې سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې راغلي چې د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په اچین ولسوالۍ او جلال اباد ښار په دوهمه او درېېمه ناحیه کې ۹۳کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.

دغه ډول د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشیر ولایت پولیسو ۷۰ کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او موټر چلوونکي غوښتل چې له پنجشیر څخه يې کابل ته قاچاق کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG