د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۶

د زهرو کاروان

چارواکي: اووه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

ارشیف، په کندز کې د نشه یي موادو د یوه نیول شوي قاچاق وړونکي انځور
ارشیف، په کندز کې د نشه یي موادو د یوه نیول شوي قاچاق وړونکي انځور

د افغانستان په پنځو ولایتونو کې اووه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په بغلان، فراه، کاپیسا، پنجشېر او نیمروز ولایتونو کې اووه کسان د (۵۶) کیلو ګرامو چرسو او تاریاکو په تور ونیول.

نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.

کندهار کې د نشه يي توکو ۴ قاچاق کوونکي ونیول شول

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

څلور کسان هغه مهال ونیول شول چې د کندهار له هوايي ډګره یې بهر ته نشه‌يي مواد قاچاق کول.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، دا څلور کسان هغه مهال ونیول شول چې د هیروئین ۱۸۰ کېپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل يې چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.

نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

يو قاچاقي کونړ ته د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شو

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

يو قاچاق کوونکی کونړ ولایت ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.

د کونړ ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یو تن هغه مهال کونړ ته د ننوتلو پر مهال ونیول شو چې ۲۳ کیلو ګرامه چرس یې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې چې له ننګرهار څخه یې کونړ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په‌دې وروستیو کې کونړ ولایت ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

په هند کې یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو

د افغانستان او هند ګډ بیرغونه
د افغانستان او هند ګډ بیرغونه

په هند کې یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو.

د نوي ډیلي ښار پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا افغان پنځه کاله مخکې هم د نشه‌يي موادو په قاچاق تورن شوی او هغه مهال له پولیسو څخه تښتېدلی و، خو دا ځل بیا د نوي ډیلي پولیسو له څلورو کیلو ګرامو هیروئینو سره ونیو.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه هند ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی چې دغه ډول ډېری مواد د هوايي ډګرونو له لارې قاچاق کېږي.

په کندز کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

ارشیف، د افغان ځواکونو په لاس نیول شوي چرس
ارشیف، د افغان ځواکونو په لاس نیول شوي چرس

په کندز ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ښار له درېيمې ناحیې او د کندز - شیرخان بندر پر لویه لار باندې د عملیاتو په نتیجه کې له یوه کور او یوه موټر څخه ۱۱۵ کیلو ګرامه چرس ترلاسه او د دې نشه‌يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور دوه کسان ونیول شول.

د ننګرهار په ۵ ولسوالیو کې د کوکنارو کښتونه واړول شول

ارشیف، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
ارشیف، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

پولیسو د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې د کوکنارو کښتونه واړول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په مومندرې، غني‌خېلو، بټي‌کوټ، روداتو او کوټ ولسوالیو کې څه د پاسه سل جریبه ځمکه د کنارو له کښت څخه پاکه شوه.

دی وايي:

"د کوکنارو اړولو لپاره ننګرهار ولایت ته ډېره بودجه منظوره شوې چې نږدې ۲۲ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي. زموږ هڅه دا ده چې له دې پیسو څخه د نشه‌يي موادو د کښت په مخنیوي او اړولو کې کار واخلو او د دې بودجې په تر لاسه کولو سره د بزګرو ټولې ستونزې حل کړو."

د یادونې وړده چې په روان کال کې د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

په کندهار کې شااوخوا ۳۰ تنه د مخدره موادو قاچاق کوونکي ونیول شول

څه د پاسه دېرش تنه هغه مهال ونیول شول چې د کندهار له هوايي ډګر څخه یې نشه يي مواد قاچاق کول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۳۴) کسان هغه مهال ونیول شول چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې یې نشه يي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.

له نیول شویو کسانو سره (۲۱) کیلو ګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.

په ننګرهار کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

آرشیف
آرشیف

په ننګرهار ولایت کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس ساپي ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې (۵۰) جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه.

ده وویل:

"یوازې په مومندرې ولسوالۍ کې نه بلکې، د شینوارو، خوګیاڼيو او پچیر اګام ولسواليو په هغو سیمو کې چې امن دي، هلته هم د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د ننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې په رسمي ډول د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین نه دی پیل شوی.

په بغلان کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین او چرس ونیول شول

آرشیف
آرشیف

په بغلان ولایت کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین او چرس ونیول شول.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۳) کیلو ګرامه هیروئین او چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له بغلان ولایته دباندې یې قاچاق کړي.

د دې پېښې په تور یو تن نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

په هرات کې یو کس د نشه‌يي توکو د ساتلو او خرڅلاو په تور ونیول شو

ارشیف
ارشیف

په هرات ولایت کې یو کس د نشه‌يي موادو د ساتلو او خرڅلاو په تور ونیول شو.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ګذرې ولسوالۍ د دشت سیمې د استوګنې په سیمې څخه ۲۵ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې پولیسو په روانه اوونۍ کې په هرات ښار کې د نشه‌يي موادو څو خرڅوونکي نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG