د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۶

د زهرو کاروان

پولیسو په لوګر کې ۷ سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

د لوګر ولایت پولیسو له وسله والو قاچاق کوونکو سره اووه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د لوګر ولایت امنیه قوماندان رحم خدا مخلص رسنیو ته وویل، د نشه يي موادو وسله والو قاچاق کوونکو (۷۹۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد په یوه باروړونکي موټر کې پټ کړي او په پام کې وه چې د لوګر ولایت له خوشي ولسوالۍ څخه یې د هېواد جنوبي ولایتونو ته انتقال کړي چې له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته قاچاق کوونکي وتښتېدل.

ده وویل:

"د نشه يي موادو قاچاق کوونکي تل پر دې لاره نشه يي مواد قاچاق کوي، خو دا ځل قاچاق کوونکي د دې ولسوالۍ په کافر دره سیمه کې له پولیسو سره مخ او تر یوه ساعت وسله والې جګړې وروسته له قاچاق کوونکو څخه (۷۹۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول او موټر یې هم وسوځول شو."

د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، قاچاق کوونکي ډېری وختونه نشه يي مواد د لوګر له لارې د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه جنوب ته قاچاق کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر نشه يي مواد یوه نړیواله ستونزه بولي

د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست نشه يي مواد یوه نړیواله ستونزه بولي او پر مبارزه یې ټینګار کوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي له نشه يي موادو سره د مبارزې د نوي معین محمد هاشم اورتاق د معرفي کېدو پر مهال له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نویو پلانونو په اړه خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي، د دوی معینیت د ۱۱ هدفونو په نتیجه کې د نشه يي موادو په نیولو کې په سلو کې (۶۴) ډېروالی راغلی دی.

رحیمي: پولیسو څه د پاسه اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دریېو بېلابېلو عملیاتو کې په ننګرهار، کابل او پروان ولایتونو کې (۷۷) کیلو ګرامه چرس نیولي چې په موټرو او د استوګنې په کورونو کې پټ کړل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو او ساتلو په تور اته کسان هم نیول شوي دي.

۵ ولايتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۱۴تنه ونيول شول

ارشیف، په بغلان کې د پولیسو له‌خوا نیول شي چرس او تریاک,16 Nov 2018
ارشیف، په بغلان کې د پولیسو له‌خوا نیول شي چرس او تریاک,16 Nov 2018

په پنځو ولايتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ۱۴​تنه ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او تخار ولايتونو کې د نظامي عملياتو په نتيجه کې د نشه‌يي موادو ۱۴ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيولي چې له دوی سره ۶۵ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد لکه شيشه، هيروئين، ترياک او چرس هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې وړ ده چې په‌دې وروستيو وختونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو لپاره د ځانګړو پولیسو عمليات ډېر شوي دي.

په هلمند کې تر زر کېلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

د ګرمسېر ولسوالۍ
د ګرمسېر ولسوالۍ

په هلمند ولايت کې تر زر کېلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د هلمند امنيه قوماندانۍ له‌خوا خپره شوې راغلي چې د هلمند ولايت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ګرمسېر ولسوالۍ کې د نظامي عملياتو په نتيجه کې ۱۲۱۸ کېلوګرامه چرس ونيول.

دا چرس په دوو موټرو کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې د دې ولايت شمالي ولسواليو ته يې قاچاق کړي.

د يادولو وړ ده چې په‌دې تور درې تنه له وسلو سره نيول شوي دي.

سعودي عربستان ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه

د سعودي عربستان بیرغ
د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان ته تر لسو کېلو ګرامو ډېرو نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۴ کېلوګرامه هيروئين چې د ځان وچولو دسمال او رویجايي کې رانغاړل شوي وو او په پام کې وه چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې يې سعودي عربستان ته قاچاق کړي، د سرحدي پوليسو له‌خوا ونيول شول.

په‌دې تور څلور تنه نيول شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۳ تنه تورن کسان وسپارل شول

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد
له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۳ تنه تورن کسان وسپارل شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۳ تنه تورن کسان چې د ۲۲ قاچاقي پېښو په تړاو نيول شوي، سل کېلوګرامه نشه‌يي مواد هم ورسره نيول شوي دي.

ښاغلی مؤحد زياتوي چې دې مرکز په تېره اوونۍ کې د څو تورنو کسانو دوسيې څېړلې او پر څو تورنو کسانو د محکمو له‌خوا حکمونه هم صادر شوي دي.

په‌دې ۲۳ کسانو کې څلورو يې غوښتل چې له حامد کرزي هوايي ډګره هند ته چرس او هيروئين قاچاق کړي.

د کندهار پولیسو بهر ته د پنځو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه نیولې

د کندهار ولایت پولیسو بهر ته د پنځو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونيوله.

د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې لس کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې پنځه کیلو ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کې د کندهار هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې پولیسو تېره اوونۍ هم د کندهار هوايي ډګر له لارې هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور څلور کسان نیولي وو.

له ننګرهار څخه کابل ته د درملنې لپاره سل معتادین راوړل شول

له ننګرهار څخه کابل ته د درملنې لپاره سل معتادین راوړل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا سل معتادين دوه اوونۍ مخکې د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه را ټول او په ننګرهار کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د کابل ابن سینا روغتون ته يووړل شول.

دغه ډول په دې ولایت کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې له بټي کوټ او روداتو ولسوالیو څخه یې (۴۳) کیلو ګرامه نشه يي مواد جلال اباد ښار ته قاچاق کول.

د کابل ولایت پولیسو نږدې پنځوس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد
د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد

د کابل ولایت پولیسو نږدې پنځوس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل چې د دې قوماندانۍ پولیسو په تېرو دوو اوونیو کې د څو عملیاتو په نتيجه کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي مرکز ته ورسپارلي دي.

ده وویل:

"د کابل امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو له نورو ادارو سره په ګډه او جلا ډول څلوېښت عملیات کړی چې په نتیجه کې یې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د نشه يي موادو (۴۸) قاچاق کوونکي او خرڅوونکي له شلو کیلو ګرامو هیروئینو، شیشې، چرسو، تاریاکو او نورو نشه يي موادو سره نیولي دي."

د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې لسګونه کیلو ګرامه الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG