د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

د زهرو کاروان

د عدلي او قضايي مرکز محکمو ۳۱ کسان مجازات کړل

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو د قاچاق په تور (۳۱) کسان مجازات کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې (۳۱) کسان له (۵۷) کیلو ګرامو هیروئینو، (۱۶) کیلو ګرامو مورفینو، (۴۱۷) کیلو ګرامو تاریاکو، (۳۵۱۶) کیلو ګرامو چرسو او (۷۸۱) ګرامو شیشې سره نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم دې مرکز ته (۳۴) تورن کسان معرفي شوي چې له دې جملې څخه (۱۶) کسانو یې غوښتل چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند او سعودي عربستان ته نشه يي مواد قاچاق کړي.

په نیمروز کې لسګونه ټنه کېمیاوي مواد وسوځول شول

ارشیف، په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا نشه یي توکي د سوځولو په حال کې
ارشیف، په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا نشه یي توکي د سوځولو په حال کې

په نیمروز ولایت کې هغه لسګونه ټنه کېمیاوي مواد وسوځول شول چې هېوتد ته راقاچاق کېدل.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق رسنیو ته ویلي چې د اسیټون او ټولوین په نومونو (۸۰) ټنه هغه کېمیاوي مواد یې سوځولي چې په وروستیو دوو میاشتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا عملیاتو کې د نیمروز ولایت په ګمرک کې نیولي وو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو پر اساس، په دې وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د هغو کېمياوي موادو قاچاق ډېر شوی چې د هیروئینو په جوړېدلو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

په هلمند کې د نشه يي موادو یوه کارخانه او یوه زېرمه ویجاړه شوه

ارشیف، په هلمند کې د افغان ځواکونو د یوه هاموې موټر انځور
ارشیف، په هلمند کې د افغان ځواکونو د یوه هاموې موټر انځور

په هلمند ولایت کې د نشه يي موادو یوه کارخانه او یوه زېرمه ویجاړه شوه.

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په مارجې ولسوالۍ کې د هیروئینو په یوه کارخانه کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه امونیم کلورایډ (۶۰) کیلو ګرامه کاربن، څو کیلو ګرامه تاریاک او د هېروئينو د جوړولو له يو شمېر وسائلو سره یوځای له منځه وړي دي.

په دوهمه پېښه کې د سنګین ولسوالۍ پر یوه کارخانه باندې د عملیاتو په نتیجه کې (۴۷۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۱۰) کیلو ګرامه خشخاش او (۵۰) کیلو ګرامه بنګ تر نیولو وروسته سوځول شوي دي.

په کابل کې د نشه يي موادو شااوخوا ۱۰ کاروباریان نیول شوي

په کابل ښار کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونیول شول.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې عملیات کړي چې په نتيجه کې یې څوارلس قاچاق کوونکي او خرڅوونکي له پنځه نیم کیلو ګرامو نشه يي موادو سره یو ځای نیولي دي.

ده وویل:

"ډېری نیول شوي کسان د نشه يي موادو خرڅوونکي او قاچاق کوونکي دي چې د کابل ښار د شمالي دروازې او ارغندي چوک په سیمو کې نیول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هیروئین، شیشه، چرس او الکولي مشروبات شامل دي."

د یادونې وړ ده چې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې اوس په کابل ښار کې د افغانستان تر ټولو ښارونو ډېر معتادين اوسېږي.

په هرات کې څلور جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

ارشیف، په جوزجان کې افغان پولیس د کوکنارو د فصل د ویجاړولو په حال کې
ارشیف، په جوزجان کې افغان پولیس د کوکنارو د فصل د ویجاړولو په حال کې

په هرات ولایت کې څلور جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ پولیسو په ګذرې ولسوالۍ کې څلور جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړه.

په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د میر داود دروازې په سیمه کې دوه کسان د درېيو کیلو ګرامو تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

کابل او بغلان کې ۳ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول

ارشیف، په غزني کې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي یو شمېر کسان, 22 Nov 2018
ارشیف، په غزني کې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي یو شمېر کسان, 22 Nov 2018

په کابل او بغلان ولایتونو کې درې کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې دوه تنه هغه مهال د کابل په ارغندۍ چوک کې ونیول شول چې غوښتل یې ۱۱کیلو ګرامه هیروئین د هېواد له جنوبي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو یو تن د دې ولایت په ختیځ کمربند کې هغه مهال ونیو چې اووه کیلو ګرامه هیروئین یې له یوه ګاونډي ولایت څخه بغلان ته قاچاق کول.

دوه ولایتونو کې نږدې اتیا کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه يي توکي
ارشیف، نیول شوي نشه يي توکي

په دوو بېلابېلو عملیاتو کې نږدې اتیا کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړیو عملیاتو کې چې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې تر سره شول، ۳۲ کیلو ګرامه چرس ونیول شول. دا چرس په یوه موټر کې پټ شوي و.

په دوهمه پېښه کې چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په يوه کور کې ۳۵ کیلو ګرامه تریاک ونیول.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

په تخار کې ۳ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول

د افغانستان په نقشه کې د تخار ولایت
د افغانستان په نقشه کې د تخار ولایت

په تخار ولایت کې درې کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د تخار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۲۱ کیلو ګرامه چرس په دوو موټرو کې د دې ولایت له کلفګان ولسوالۍ څخه یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په‌دې وروستیو کې له ګاونډیو ولایتونو او تخار څخه د هېواد مرکز کابل ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

په لغمان او کونړ کې ۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

ارشیف، دهلمند کوکنار, April 8, 2016
ارشیف، دهلمند کوکنار, April 8, 2016

په لغمان او کونړ ولایتونو کې نږدې شل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

د کونړ ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس محمد ابراهیم ماموند ازادي راډیو ته وویل: د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو عملیاتو کې په شُلتن دره کې اته جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.

دی وايي:

"سږ کال په کونړ کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. زموږ د معلوماتو له مخې سږکال د دې ولایت په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې ډېری یې په شیګل، دانګام، اسمار، خاص کونړ ولسوالیو او شُلتن دره کې کرل شوي دي. دا هغه سیمې دي چې د حکومت په واک کې دي."

په هغو عملیاتو کې چې د لغمان ولایت مرکز پورې اړوند حیدرخاني په کلي کې وشول، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو لس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۱۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

ارشیف، په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر یو انځور
ارشیف، په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر یو انځور

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۱۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو غوښتل چې ۱۱ کیلو ګرامه هیروئین په خپلو جامو او سفري بکسونو کې له هېواده بهر قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو میاشتو کې د افغانستان له هوايي ډګرونو بهر ته د نشه يي موادو د قاچاقو هڅې ډېرې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG