د زهرو کاروان
د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۲تنه د قاچاق پر مهال ونیول شول
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه کسان بهر ته د شیشې د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې دا دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې ۹ کیلو ګرامه شیشه يې د ځان وچولو په دسملونو کې پټه کړې وه.
په تېرو دوو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې له دې هوايي ډګره بهر ته نشه يي مواد قاچاق کېږي.
په کابل کې د شیشې په نوم سااوخوا ۱۰کیلو نشه يي مواد نیول شوي
د کابل پولیسو د شیشې په نوم څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۵) کیلو ګرامه شیشه هغه مهال د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شوه چې په یوه کرولا موټر کې پټه شوې او په پام کې وه چې د هېواد له ختیځو ولايتونو کابل ته قاچاق شي.
د دې موادو د قاچاق په تور څلور کسان نیول شوي چې دوه يې ښځې دي.
په بغلان کې څلور کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول
په بغلان ولایت کې څلور کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل، په نيول شویو کسانو کې له درېيو تنو سره (۱۸) کیلو ګرامه چرس او له بل تن سره لس کیلو ګرامه هیروئین نیول شوي دي.
دی وایي:
"دوی غوښتل چې هیروئین له مزار شریفه د بغلان له لارې او چرس د اندراب له لارې کابل ته قاچاق کړي، بغلان د نهو ولایتونو د تګ راتګ لاره ده، له همدې امله قاچاق کوونکي غواړي چې له دې لارې نشه يي مواد قاچاق کړي."
د نشه يي موادو د قاچاق ترڅنګ د بغلان ولایت په ځینو سیمو کې کوکنار هم کرل شوي دي.
د ننګرهار پولیسو په دوو ولسوالیو کې ۴۵کیلو نشه يي مواد نیولي
د ننګرهار ولایت پولیسو د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې څو کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات په سره رود او روداتو ولسوالیو کې د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مرکزونو شوي چې په نتیجه کې یې (۴۵) کیلو ګرامه چرس او تاریاک نیول شوي دي.
د دې موادو د پټولو او خرڅلاو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
په هلمند کې له یوه کوره ۵۵ کیلو ګرامه نشه يي مواد ترلاسه شول
په هلمند ولایت کې له یوه کوره څو کیلو ګرامه نشه يي مواد ترلاسه شول.
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په نادعلي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې (۵۵) کیلو ګرامه تاریاک نیولي، خو په دې تړاو یې تر اوسه پورې څوک نه دي نیولي.
دوه اوونۍ کېږي چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو حاصلات را ټولېږي، په دې لړ کې د نادعلي په شمول د څو ولسوالیو بزګرو تاریاک را ټول کړي او خرڅلاو ته يې چمتو کړي دي.
په ننګرهار کې يو تن د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونيول شو
په ننګرهار ولايت کې يو تن د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل، ۱۷ کيلوګرامه چرس چې په يوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه له ننګرهاره دباندې قاچاق کړل شي، د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د دې پېښې په تړاو يو تن نيول شوی او له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.
بغلان تر ۱۵ کيلوګرامو ډېرو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه
د بغلان ولايت پولیسو تر ۱۵ کيلوګرامو ډېرو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان نيازمحمد نيازمند ازادي راډيو ته وويل، په لومړۍ پېښه کې يوه تن غوښتل لس کيلوګرامه هيروئين له مزار شريف څخه د بغلان ولايت له لارې کابل ته قاچاق کړي چې په پلخمري ښار کې ونيول شو.
په دوهمه پېښه کې د بغلان ولايت پوليسو یو قاچاق کوونکی په بغلان ولايت کې له پنځو کيلو او اتو سوو کيلو ګرامو چرسو سره ونيول شو.
۴۳۵ معتادين د درملنې لپاره د ابن سينا روغتيايي مرکز ته وړل شوي
د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه تر ۴۰۰ ډېر معتادين راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د معتادينو راټولول د دې وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې د پلان يوه برخه ده.
دا وزارت وايي چې دوی په تېره اوونۍ کې په دوو پړاوونو کې ۴۳۵ معتادين د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه را غونډ کړي او بيا يې د درملنې لپاره په کابل ښار کې ابن سينا روغتيايي مرکز ته وړي دي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير مسعود اندرابي رسنيو ته وويل، پهدې عملياتو کې د قاچاق کوونکو سره د مبارزې تر څنګ د نشهيي موادو کارخانې هم په نښه کېږي.
دی وايي:
"موږ په کابل ښار کې د معتادینو راټولولو کمپاين پيل کړی چې پهدې بهير کې مو ۶۰۰ معتادين راټول کړي دي. موږ نه يوازې دا چې په تکتيکي شکل له نشهيي موادو سره مبارزه کوو، بلکې په ستراټيژيکه بڼه هم مبارزه ورسره کوو. موږ د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې د نشهيي موادو جوړولو ۶۸ کارخانې ويجاړې کړي چې د طالبانو لپاره يې په ورځ کې يو ميليون افغانۍ ګټلې."
د يادونې وړ ده چې اوسمهال په ابن سينا روغتيايي مرکز کې د زرو معتادينو درملنه کېږي.
د لوګر پولیس ۱۶۰ کیلوګرام چرس کشف او ضبط کړل
په لوګر ولايت کې لسګونه کيلوګرامه نشهيي مواد ونيول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د لوګر ولايت امنيه قوماندانۍ لهخوا خپره شوې راغلي چې ۱۶۰ کيلوګرامه چرس چې په يوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه يوه ګاونډي ولايت ته قاچاق شي، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ونيول، خو د دې پېښې په تړاو څوک نهدي نيول شوي.
لوګر ولايت د نشهيي موادو د قاچاقو اصلي مسير دی چې له دې لارې د هېواد له ختيځه جنوبي ولايتونو ته نشهيي مواد قاچاق کېږي.
په فاریاب او بلخ کې ۴۱۴۴ لېټره الکولي مشروب کشف او ضبط شول
د افغانستان په دوو شمالي ولايتونو کې تر څلورو زرو لېټرو ډېر الکولي مشروبات ونيول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنيو چارو وزارت لهخوا خپره شوې راغلي چې په بلخ ولايت کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د مزارشريف د نهمې ناحيې د عملياتو په نتيجه کې څلور زره لېټره الکولي مشروبات د دې مشروباتو جوړولو له کارخانو سره يو ځای لهمنځه وړي دي.
په دوهمو عملياتو کې چې د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې د الکولي مشروباتو يوه کارخانه ويجاړه او ۱۴۴ ليټره الکولي مشروبات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.