د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د زهرو کاروان

افغان پولیسو له ۱۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي

ارشیف
ارشیف

پولیسو په څلورو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ څه دپاسه ۱۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي دي.

دا عملیات چې په بلخ، کندز، ننګرهار او کابل ولایتونو کې وشول، په نتیجه کې یې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه ښیښه او هیروئین، څه د پاسه ۵۸ لیټره شراب او ۴۲ لیټره بیر نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه وسلې او مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

لغمان او جوزجان کې ۵۰ کیلوګرامه چرس او هیرویین ونیول شول

ارشیف، نیول شوي چرس
ارشیف، نیول شوي چرس

په لغمان او جوزجان ولایتونو کې پنځوس کیلوګرامه چرس او هیرویین ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې د جوزجان پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې یو کیلو ګرام ښيښه او نږدې یو کیلو ګرام هیرویین په شبرغان ښار کې د نشه يي موادو پر پرچون پلورونکو وپلوري.

هاخوا د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي چې د دوی پولیسو دوه کسان له ۴۸ کیلوګرامو چرسو سره نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.

هند ته د ۳ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له کابل څخه ډهلي ته د درېیو کیلوګرامو هیرویینو د قاچاقو مخه ونیول شوه.

د کورنیو چارو وزارت د حساسو څېړنو کار کوونکو څلور کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې په څلورو جلا جلا پېښو کې درې کیلوګرامه هیرویین هند ته قاچاق کړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شوېو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

هرات کې ۳ قاچاق کوونکي له ۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکو سره ونیول شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د نشه يي موادو درې قاچاق کوونکي له څه د پاسه اویا کیلوګرامو نشه يي موادو سره ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په هرات ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۴کیلوګرامه تاریاک، یو کیلوګرام هیرویین او نږدې یو کیلو ګرام ښیښه ونیوله.

دا مواد په یوه موټر کې پټ ایښودل شوي وو او په پام کې وه چې هرات ښار ته یې قاچاق کړي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالواحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه پېښه کې پولیسو د هرات ښار په نهمه ناحیه کې شپېته کیلوګرامه چرس ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د نشه يي توکو ۲۱ قاچاق کوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو ۲۱ قاچاق کوونکي په جزا محکوم کړل.

دا ۲۱ کسان چې د ۱۵ قضیو په تور نیول شوي وو، ۷ کسان یې د دې مرکز ابتداییه محکمې له درېیو څخه نیولی بیا تر ۱۶ کالو پورې پر بند محکوم کړل، دغه ډول د دې مرکز استیناف محکمې پاتې ۱۴قاچاق کوونکي د اتو قضیو په تړاو په بېلابېلو مجازاتو باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "له محکوم شوېو کسانو سره ۴۱ کیلوګرامه هیرویین، څه د پاسه څلور کیلوګرامه ښیښه او ۱۲۳۴ لېټره شراب هم نیول شوي دي.

ننګرهار کې تر ۸۰ کیلو ګرامه ډېر نشه‌یي مواد ونیول شول

ارشیف، ننګرهار کې نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، ننګرهار کې نیول شوي نشه‌یي مواد

په ننګرهار ولایت کې پولیسو تر ۸۰ کيلو ګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، پولیسو د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې څلور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۸۵ کيلوګرامه چرس او درې نیم کيلو ګرامه هيروئين، ښیښه او نشه‌يي ګولۍ ونيول شول.

د دې نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅولو په تور څلور تنه نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

کابل ښار کې د شرابو جوړولو یوه کارخانه ویجاړه شوه

ارشیف، کابل کې نیول شوي سلګونه لیتره شراب د له‌منځه وړلو پر مهال
ارشیف، کابل کې نیول شوي سلګونه لیتره شراب د له‌منځه وړلو پر مهال

په کابل ښار کې د شرابو جوړولو يوه کارخانه ويجاړه او ورسره نږدې ۲۰۰ لیتره شراب هم ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په ۱۰مه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د شرابو جوړولو يوه کارخانه ويجاړه، د شرابو لپاره چمتو شوي ۱۸۰ لیتره وراسته کشمش او ۱۰ لیتره شراب ونيول شول.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه‌يي موادو د جوړولو او خرڅولو په تور یو تن هم نيول شوی دی.

پنجشېر کې ۵۵ کیلو ګرامه چرس د قاچاق پر مهال ونیول شول

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس
ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس

په پنجشېر ولايت کې تر ۵۰ کيلو ګرامه ډېر چرس د قاچاق پر مهال ونيول شول.

۵۵ کيلو ګرامه چرس چې په يوه باروړونکي موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې کابل ولایت ته قاچاق کړل شي، په خنج ولسوالۍ کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې موټر چلوونکی هم د دې موادو د قاچاقو په تور نيول شوی دی.

هرات کې د نشه‌يي ګوليو جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه

ارشیف، نیول شوې زرګونه نشه‌یي ګولۍ
ارشیف، نیول شوې زرګونه نشه‌یي ګولۍ

د هرات پولیسو د نشه‌يي ګوليو جوړولو يوه کارخانه ويجاړه کړه.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل، په انجيل ولسوالۍ کې د نشه‌يي ګوليو يوه کارخانه چې په ورځ کې يې زرګونه نشه‌یي ګولۍ جوړولې د پولیسو له‌خوا ويجاړه شوه.

د يادولو وړ ده چې د دې کارخانې نشه‌يي ګولۍ په هرات ښار او ګاونډيو ولايتونو کې پر معتادينو پلورل کېدلې.

د دې کارخانې خاوند تر لومړنيو څېړنو وروسته له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

په کابل کې ۱۵۰ معتادین روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي

کابل کې یو شمېر روږدي کسان
کابل کې یو شمېر روږدي کسان

له کابل ښار څخه تر سلو ډېر معتادين راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

د ابن سينا زربستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل،د عامې روغتيا وزارت د پولیسو په همکارۍ د کابل ښار له اوومې، يوولسمې او اوولسمې ناحيې څخه ۱۵۰ بې سرپناه معتادین راټول او د درملنې لپاره په ابن سينا زربستريز روغتون کې بستري کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG