د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

د زهرو کاروان

پروان کې لس کيلو ګرامه چرس او هيروئين د قاچاق پر مهال ونيول

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې وشول
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې وشول

د پروان ولايت پولیسو د دوو عملياتو په نتيجه کې نژدې لس کيلو ګرامه چرس او هيروئين د قاچاق کولو پر مهال ونيول.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې وشول، په لومړيو عملياتو کې څلور کيلو او دوه سوه ګرامه هيروئين او دوهمو عملياتو کې پنځه کيلوګرامه چرس ونيول شول. دا نشه‌يي مواد په يوه کرولا او سراچه موټر کې پټ کړل شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

۲۷دوسيې نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي مرکز ته سپارل شوي

د نشه‌يي موادو د قاچاقو ۲۷ قضیو دوسيې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، ۲۵ تنه مشکوک کسان چې د ۲۷ قضيو په تړاو د امنيتي ادارو له‌خوا نيول شوي وو، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکې ته معرفي شول.

دی وايي: "دې پنځو تنو غوښتل چې نشه‌يي مواد په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګره هندوستان، عربو متحده اماراتو او سعودي عربستان ته قاچاق کړي."

د يادونې وړ ده چې د دې مرکز ابتدائيه او استېناف محکمو په تېره يوه اوونۍ کې څلور تنه له درېيو کالو څخه نيولی بيا تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

د بدخشان پولیسو شااوخوا شل کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

د بدخشان ولایت یو انځور
د بدخشان ولایت یو انځور

د بدخشان ولایت پولیس په دې ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف د ځانګړو عملیاتو خبر ورکوي.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي وايي، د بدخشان پولیسو د درېیو عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد له تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي.

په لومړیو عملیاتو کې چې په ارګو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه وشول، (۲۳) کیلو ګرامه هیروئین نیولي، خو د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې وشول، (۴۷۰) ګرامه هیروئین او دوه قاچاق کوونکي نیولي چې غوښتل یې دا مواد کندز ته قاچاق کړي.

په کندز کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول

د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزی
د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزی

په کندز ولایت کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کندز ولایت امنیه قوماندان منظور ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوه کسان هغه مهال د دې ولایت په امنیتي کمربند کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې غوښتل یې اووه کیلو او (۸۰۰) ګرامه مورفین یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې سږ کال تر دې مهاله نږدې شل کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي او بيا عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

چارواکي: په لوګر کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه چرس ونیول شول

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

په لوګر ولایت کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه چرس ونیول شول.

د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په خوشي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۲ کیلو ګرامه چرس نیولي چې جنوبي ولایتونو ته یې قاچاق کول.

د یادونې وړ ده چې قاچاق کوونکي له لوګر ولایته د افغانستان ختیځو او جنوبي ولایتونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د لارې په توګه کار اخلي.

په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو

ارشیف، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو انځور
ارشیف، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو انځور

په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ او يو شمېر نشه يي مواد، وسلې او مهمات یې ونیول.

په یوه بله پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې د درمل جوړولو پر یوه شرکت برید کړی چې په نتیجه کې یې د ټابلېټ کا جوړولو یوه دستګاه، د نشې ۱۱ زره ګولۍ او (۸۰۰) کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي.

نیمروز کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

په نیمروز ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.
په نیمروز ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

په نیمروز ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کنګ ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو پر يوه زېرمه بريد کړی او په نتيجه کې يې ۲۷۸ کیلو ګرامه تاریاک نيولي دي.

د دې پېښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت د معتادینو په اړه یوې نوې طرحه جوړوي

آرشیف، په کابل کې یو معتاد. 12.27.2017
آرشیف، په کابل کې یو معتاد. 12.27.2017

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د معتادینو په اړه د یوې نوې طرحې په اړه خبر ورکوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق د معتادینو د يوه روغتيايي مرکز د لیدلو پرمهال د دې طرحې په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي اورتاق وويل چې د دې طرحې له مخې به په کابل ښار کې معتادینو ته ځانګړي ځایونه ټاکل کېږي او هلته به یې ژوند ته پام کېږي.

دا طرحه د کورنیو چارو وزارت جوړوي چې د عامې روغتیا او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو به په عملي کولو کې مرسته ورسره کوي.

د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارل شوي

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد
له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد

امنیتي ادارو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارلې دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، ۳۲ کسان چې دوه يې ښځې وې، څه د پاسه سلو کیلو ګرامو نشه‌يي توکو د قاچاقو په تور نيولي دي.

دې تورنو کسانو ته ۲۱ قضيې جوړې شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه چې تېره اوونۍ د دې مرکز محکمو پر څو تورنو کسانو حکمونه صادر کړل: "تېره اوونۍ ۱۷ کسان د جرمونو او نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي چې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو له پنځو څخه نيولې بيا تر ۱۳ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل. له دې کسانو سره درې کیلو ګرامه هیروئین، ۱۴کیلو ګرامه مورفین، ۱۲کیلو ګرامه تریاک او ۹۱۸ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي."

په دې نيول شويو کسانو کې اتو یې غوښتل چې نشه يي مواد د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کړي.

ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې ۱۷ نیم کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه موټر کې د جلال اباد ښار ته قاچاق کېدل.

په دوهمه پېښه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه سراچه موټر کې له غني خېلو ولسوالۍ څخه يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور دواړه موټر چلوونکي نیول شوي دي.د

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG