د زهرو کاروان
نیمروز کې نږدې ۶۰ کیلوګرامه نشهيي مواد ونیول شول
په نیمروز ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشهيي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د لومړیو عملیاتو په نتیجه کې چې د سرطان د میاشتې پر درېیمه نېټه د زرنج ښار په سردشت سیمه کې وشول، ۲۴ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.
په دوهمو عملیاتو کې چې په زرنج ښار کې وشول، د نشهيي موادو ۱۱ خرڅوونکي له ۳۵ کیلو ګرامه کېمیاوي موادو، درې کیلو ګرامو چرسو، یو کیلو ګرام هیروئینو او شل ګرامه ښیښې سره ونیول شول.
۳ میاشتو کې د نشهيي موادو او قاچاق کوونکو نیول ډېر شوي
په تېرو درېیو میاشتو کې د نشهيي موادو او قاچاق کوونکو نیول ډېر شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د سرطان د میاشتې پر څلورمه نېټه خبریالانو ته وویل، د ۱۳۹۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په مجموعي ډول ۲۵۸ پېښو دوسيې له ۳۲۱ تورنو کسانو سره دې مرکز ته سپارل شوي دي.
پهداسې حال کې چې د ۱۳۹۷ شمسي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ۱۸۶ دوسيې له ۲۳۰ تورنو کسانو سره دې مرکز ته سپارل شوي وې.
مؤحد زیاته کړه: "ّپه نیول شویو کسانو کې ۷۲ کسانو یې غوښتل چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې نشهيي مواد بهر ته قاچاق کړي. په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۹۳ کسان نیول شوي چې شپاړلس یې د عامه خدماتو کارکوونکي او نهه یې ښځې دي چې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې له ۳۰ څخه نیولې بیا تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل."
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو میاشتو کې د نشهيي موادو ډېری قضیې او نشهيي موادو قاچاق کوونکي په کابل کې نیول شوي دي.
په سالنګ ولسوالۍ کې ۶ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول
په سالنګ ولسوالۍ کې شپږ کیلو ګرامه نشهيي مواد پهداسې حال کې ونیول شول چې د افغانستان له شماله کابل ته قاچاق کېدل.
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د میاشتې پر څلورمه نېټه په سالنګ ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال په یوه کرولا موټر کې یو نیم کیلو ګرام تریاک او یوه لارۍ موټر کې پنځه کیلو ګرامه چرس ونیول.
موټر چلوونکي هم د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
کابل کې د نشهيي توکو د قاچاقچیانو شبکه او ۲۰ پلورونکي ونیول شول
په کابل ښار کې د نشهيي مواد د قاچاق کوونکو یوه شبکه او نږدې شل تنه خرڅوونکي ونیول شول.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، په لومړیو عملیاتو کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو او ځانګړو امنيتي ځواکونو د سرطان د میاشتې پر څلورمه نېټه د کابل ښار د درېيمې امنیتي حوزې په سیمه کې وشول، په نتیجه کې یې د قاچاق کوونکو شبکې دوه مشران ونیول شول.
دغه ډول د کابل امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ۷ حوزو او پغمان ولسوالۍ کې د نشهيي موادو ۱۷ خرڅوونکي پهداسې حال کې نیولي چې پر معتادینو باندې نشهيي مواد خرڅول، له دوی سره یې نږدې لس کیلو ګرامه نشه يي مواد هم نیولي چې ۱۰۴۰ يې نشه يي ګولۍ دي.
پولیسو په ځينو ولایتونو کې د نشه يي موادو پر وړاندې ۹۴ عملیاته کړي
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه د پاسه ۹۰ عملیاته وکړل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې په تخار، کندز، ننګرهار، کابل، هرات او دایکنډي ولایتونو کې ۹۴ عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې يوه اندازه نشه يي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
ده وویل: د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۴ عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې دوه ټنه تاریاک، چرس، شیشه، جامد کېمیاوي مواد، الکولي مشروبات او د الکولو لپاره يوه اندازه وراسته شوي کشمش نیولي او په دې تور ۱۰۲ کسان هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په نتیجه کې له لوګر، دایکنډي او تخار ولایتونو څخه ۶۰ معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږل شول.
د کندز پولیسو پنځه کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول
د کندز ولایت پولیسو پنځه کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل، د جوزا د میاشتې په ۲۸مه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې پنځه کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول شول.
له نیول شویو کسانو سره ۱۰۶ ليټره الکولي مشروبات، پنځه کیلوګرامه هیروئین او ۸۷ ګرامه ټابلېټ (K) ګولۍ ونيول شول.
په ننګرهار کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت مقام رسنیو ته لېږلې، راغلي چې د جوزا د میاشتې په ۲۶مه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په بهسودو، سره رود او غني خېلو ولسوالیو کې د درېیو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۸ کیلوګرامه چرس، ۱۰ کیلوګرامه هیروئین او شپږ ګرامه شیشه نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتلو په تور اووه کسان نیول شوي او تر هغه وروسته عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
د پروان پولیسو نږدې شل کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول
د پروان ولایت پولیسو نږدې شل کیلوګرامه نشه يي مواد د قاچاق پر مهال ونیول.
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزا د میاشتې په ۲۵مه نېټه د سالنګ ولسوالۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د تلاشۍ پر مهال د تېلو په یوه ټانکر کې ۱۷ کیلوګرامه چرس او په یوه بل موټر کې یو کیلوګرام تاریاک ونيول.
په پام کې وه چې دا نشه يي مواد د هېواد له شمالي ولایتونو کابل ته قاچاق کړي.
د دې نشه يي موادو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار کې ۳۳۶ کيلوګرامه نشهيي مواد ونيول شول
په ننګرهار ولايت کې ۳۳۶ کيلوګرامه نشهيي مواد ونيول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل: "په لومړيو عملياتو کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ پولیسو وکړل، په نتيجه کې يې ۷۹ کيلوګرامه چرس او ۱۹ کيلوګرامه ترياک ونيول شول.
- په دوهمو عملياتو کې چې په روداتو ولسوالۍ کې د استخباراتي مديریت په همکارۍ وشول، په نتيجه کې يې ۲۳۸ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. په پام کې وه چې دا چرس يوه ګاونډي ولايت ته قاچاق شي."
د دې نشهيي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه نيول شوي دي.
کابل ښار کې هغه شل تنه ونيول چې نشهيي مواد يې پلورل
په کابل ښار کې هغه شل تنه ونيول چې نشهيي مواد يې خرڅول.
د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، د کابل امنيه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پوليسو د کابل په ۱۱ امنيتي حوزو او بګرامۍ ولسوالۍ کې د نشهيي موادو ۱۸ خرڅوونکي نيولي او بيا يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
له دې نیول شويو خلکو سره ۱۲۲ ګرامه هيروئين، ۳۴ ګرامه شيشه، دوه کيلو ګرامه چرس او يو شمېر نشهيي ګولۍ هم نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې پر دې عملياتو سربېره په تېره يوه اوونۍ کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۲۰۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتون ته وړل شوي دي.