د زهرو کاروان
۳۶ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور په بند محکوم شول
عدلي او قضايي مرکز ۳۶ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور په بند محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۳۶ کسان چې افغان امنیتي ځواکونو په څو ولایتونو کې د نشه يي موادو د ۲۷ قضیو په تور نیولي وو، د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو له یوه څخه نیولې بیا تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
دغه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۲۷ نور کسان هم عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي او دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي.
ننګرهار کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشهيي مواد نيول شوي
د ننګرهار ولايت پولیسو په تېره یوه میاشت کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشهيي مواد نيولي دي.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د نشهيي موادو قاچاق کوونکو ننګرهار ولایت د نشهيي موادو د قاچاقو په یوه لاره بدل کړی دی، ځکه نو افغان ځواکونو د نشهيي موادو او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
دی وايي: "پهدې قضیو کې یو زرو ۱۱ کیلو ګرامه چرس، تریاک او تیزاب شامل دي. دغه ډول د نشهيي موادو له قاچاقو کوونکو سره ۲۲ موټرونه هم نیول شوي او تر هغه وروسته څارنوالۍ او محکمې ته سپارل شوي دي."
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیله بيا تر اوسه پورې په ننګرهار ولایت کې ۱۷۵قاچاق کوونکي نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
۲ کسان ونیول شول چې له بغلانه یې کابل ته نشهيي مواد قاچاقول
دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې له بغلان ولایت څخه یې کابل نشهيي مواد قاچاق کول.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان پولیسو هغه مهال په بنو ولسوالۍ کې ونیول چې غوښتل یې د سرطان د میاشتې په ۱۸مه نېټه ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له بغلان ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.
۹۰ کیلوګرامه نشهيي مواد نیول شوي چې له پنجشیره کابل ته قاچاقېدل
پولیسو هغه مهال ۹۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول چې له پنجشیر ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل:"د سرطان د میاشتې په ۱۷مه نېټه د پنجشیر ولایت پولیسو په رُخه ولسوالۍ کې ۸۸ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې کابل ته وړل کېدل."
د دې نشهيي موادو د قاچاقو په تور درې کسان نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
تخار کې پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول
د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول.
د کورنیو چارو وزارت لهخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د میاشتې پر ۱۷ نېټه د دې ولایت په لته بند سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کیلو او ۳۳۰ ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته یې قاچاق کړي.
د دې پېښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نهدي نیول شوي.
په ننګرهار کې۹۰ کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول
د ننګرهار ولايت د دوو جلا جلا عملياتو په نتيجه کې۹۰ کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل، لومړي عملیات په غني خېلو او سره رود ولسواليو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو وکړل چې په نتيجه کې يې تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس او ۲۶ کيلوګرامه تارياک ونيول شول.
په دوهمو عملياتو کې پولیسو د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې لس کيلو تارياک وموندل چې په پام کې وه يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق شي.
د دې دوو پېښو په تور شپږ تنه هم نيول شوي دي.
په نيمروز کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول
د نيمروز ولايت پوليسو په يوه کور کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول.
د نيمروز ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت پولیسو د سرطان د مياشتې په نهمه نېټه په کنګ ولسوالۍ کې پر يوه کور چاپه ووهله چې په نتيجه کې يې ۲۴۴ کيلوګرامه تارياک او نهه کيلوګرامه هغه کېمياوي مواد هم ونيول شول چې د هېروينو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېده.
تر دې مهاله د دې موادو د ساتلو په تور څوک نه دي نيول شوي.
په هرات کې تر ۳۰ ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي مواد وسوځول شول
په هرات ولايت کې تر دېرشو ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي مواد وسوځول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق په هرات ولايت کې د دې نيول شويو موادو د سوځولو پر مهال وويل، افغان امنيتي ځواکونو د ۱۳۹۷ شمسي کال له پيله بيا سږکال د جوزا د مياشتې تر پايه پورې (۳۳۲) کيلوګرامه هيروئين، (۱۷) کيلوګرامه مورفين، (۳۸۹) کيلوګرامه تارياک، (۴۷۵) کيلوګرامه چرس او سلګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد نيولي چې د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه يې وسوځول.
د يادولو وړ ده چې د دې موادو د قاچاق په تور د دوو بهرنيانو په ګډون (۴۹۵) تنه نيول شوي او دوسيې يې د عدلي او قضايي مرکز له خوا نهايي شوي دي.
په کابل کې نږدې اووه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول
په کابل ولايت کې نږدې اووه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه د کابل شمالي، جنوبي او شرقي دروازو باندې درې عملياته وکړل چې په نتيجه کې يې (۶۴) کيلوګرامه چرس ونيول.
دا چرس د قاچاق لپاره په موټرونو او سفري بکسونو کې پټ کړل شوي وو.
د دې نشه يي موادو د قاچاق په تور پنځه تنه نيول شوي چې موټرچلوونکي هم پکې شامل دي.
د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارل شوي
امنیتي ادارو له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارلي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، ۳۲ کسان چې دوه يې ښځې وې، څه د پاسه سلو کیلو ګرامو نشهيي د قاچاقو په تور نيولي دي.
دې تورنو کسانو ته ۲۱ قضيې جوړې شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه چې تېره اوونۍ د دې مرکز محکمو پر څو تورنو کسانو حکمونه صادر کړل: "تېره اوونۍ ۱۷ کسان د جرمونو او نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي چې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو له پنځو څخه نيولې بيا تر دیارلسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل. له دې کسانو سره درې کیلو ګرامه هیروئین، ۱۴ کیلو ګرامه مورفین، ۱۲کیلو ګرامه تریاک او ۹۱۸ کیلو ګرامه چرس نیول شوي دي."
پهدې نيول شويو کسانو کې اتو یې غوښتل چې نشهيي مواد د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کړي.